ټولنیزه برخه

سیند په کوزه کې؛ کیسه ګۍ – لسمه برخه

حامد افغان
د ولس خوشالي
ولسمشر صیب الوتکي ته ختلی و د هیواد کوم ولایت ته روان و، لاندي یې کتل او خپل ځانګړي ساتونکي ته یې وویل: که یو د سلو نوټ لاندي وغورځوم څه به پیښ شي؟! ساتونکي یې ورته وویل: د ولس یو وګړی به یې ورواخلي او خوشاله به شي، هغه وویل: که دوه پنځوسي وغورځوم بیا؟ ساتونکي ورته وویل: دوه کسان به خوشاله کړي، ولسمشر صیب وویل: او که لس وغورځوم؟! ساتونکي ورته وویل: صیب په دې دوه، لس او .. څه نه کیږي که اجازه وي زه به د ټول ولس د خوشالولو نادره او اسانه طریقه در وښیم؟ هغه وویل: ولې نه دا به ډېره دلچسپه وي، ساتونکي ورته وویل: هغه دا چې تاسو محترم به ذات خود لاندي وروغورځوو ولس به زیات درته خوشاله شي.

حیوان

کوم وزیر صاحب خارج کې داسي طوطي اخیستی و چې خورا شې خبري به یې کولې، هیواد ته د داخلیدو پر مهال د ګمرک مامور ورته وویل: صیب دا حیوان ستاسو سره دی؟ له وزیر صاحب مخکي طوطي ورغبرګه کړه: بلې.. زما سره دی..

د ګور چینجی

د ځمکي د چینجي په لیدلو سره یې په هغه پوري وخندل او د سپک مخلوق په توګه یې په مثال کې یاد کړ، چينجي ورته وویل: حضرت انسانه! ګذاره کوه، عاجزي کوه او غرور مه کوه، یوه ورځ به قبر ته راځې، او زموږ (د ګور چینجیو) په دسترخوان به غځیدلې پښې پروت یې.

“توصيه”

د حیواناتو په نړیوال کانفرنس کې لیوه د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړه: … په پای کې د میږو او پسونو.. له پاره مهمه ” توصيه ” لرم هغه دا چې دا د رمې او یو ځای غوټه ګرځیدلو زوړ او روايتي کلتور ته د پای ټکی کیږدئ..

تڼۍ

د جمعې له لمانځه وروسته یو د لوی عمر شناخته عرب په مخه راغی، روغبړ مې ورسره وکړ، په سپین کمیس یې د ځوانانو تڼۍ لګولې وې، مال: دا تڼۍ؟! څیره یې بدله غوندي شوه، ول دا مې میرمني راته لګولې دي اوس یې نه شم لیري کولی.. مال: الله دې وبښي، او سره رخصت شوو.

افکار

د ابن رشد کتابونه یې چې وسوځول نو شاګرد یې ژړل، ده ورته وویل: که د مسلمانانو په حال ژاړې نو د بحر هومره اوښکي هم کمي دي، او که په سویو کتابونو ژاړې نو ګوره افکار وزر لري خلکو ته ورالوزي.

زه مینه یم

بې سيکه بدن، زړې جامې په تن، وزر ځړیدلې روانه وه، خلکو د یوه بد شي نمانځغونډه جوړه کړې وه، دوی مینه بلله، دې په کمزوري او لویدلي اواز ورته وویل: خو زه مینه یم! .

د مور احترام

یو سړی محمد بن سیرین رحمه الله ته ورغی هغه له خپلي مور سره په ډېر عاجزانه حالت کې ناست و، دې سړي چاته وویل: په محمد څه شوي دي ناروغه خو نه دی؟ چا ورته وویل: نه، هغه چې کله له مور سره ناست وي همداسي کښېني!. [صفة الصفوة].

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x