نړۍ

سوریه: حمص باندی دبرید له امله دوه لویدیځ میشته خبریالان وژل شوی دی

 

wesrtnjournalist1(نن ټکی اسیا فبروری ۲۰۱۲/۰۲/۲۲) دمشق: دخبري سرچینو په حواله چی دنن ورځي دبرید له امله چی دسوریی حکومتي ځواکونو دحمص پرښارباندی ترسره کړي دی، دوه غربي جورنالیستان هم وژل شوی دی، له بله لوري دسوریی حکومت دمخالفي ډلي مشرانو دسوریی څخه بهرپه یوه اعلامیه کی ویلی چی هیولدکی یی دروان کړکیچ ته دپای ټکی دایښودلو یواځینی لاره دغه هیواد ته دبهرنیو ځواکونو داخلیدل دی.

کوم دوه خبریالان چی دنن ورځي په برید کی وژل شوی دی، یوه دسنډي ټایم ورځپاڼي دجنګی خبرونو  خبریاله ماری کولفین اودوهم کس چی دفرانسي له هیواد سره تړاو درلود اودعکاسي کولو دنده یی په غاړه لرله  ریمي اوشلیک وو، ویل کیږي چی ریمي اوشلیک له دی څخه مخکی دښه کارکرګي په بدل کی ډیري جائیزي هم ترلاسه کړی وي.
دسنډی ټایم خبریاله چی دامریکی له هیواد سره یی تړاو درلود او ددغي ورځپاڼي دجنګي چارو خبریالي یی کوله یوه سترګه یی په کال ۲۰۰۱ کی په سریلنکا کی ددندي پروخت له لاسه ورکړي وه، نوموړی تیره ورځ دجنګي راپور دبرابرولو پروخت خپله له لاسه ورکړي سترګه په توره پټي سره پوټه کړی وه.
له سیمه څخه ازادو سرچینو خبرورکړی چی دحمص ښار دحکومتي ځواکونو له لوري له سخت جنګ سره مخامخ شوی دی او دهوایی بمباریو له امله یوشمیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.
له بله لوري دفرانسي اولسمشر نیکولاسارکوزي ویلی چی په سوریه کي دحکومت له لوري دغربي خبریالانو وژني په دی معنی ده چی بشارالاسد باید نورله واکه لاس په سرشي.
سرکوزي زیاته کړه نوره دبشارالاسد لپاره دومره کافي ده ددي نظام لپاره نورپکار ده چی واک څخه لاس په سرشي نورددي جواز نه پیداکیږي چی دسوري اولس دی دخپل برخه لیک ټاکلوڅخه بی برخي شي.
دپیښي له ځایه څخه عینی شاهدانو خبرورکړی دی چی دحمص په ښارکی دبابا عمرپه نامه سره سیمي ته څیرمه درسنیو کوم دفترباندی دهوان مرمي ولګیده چی په ترڅ کی یی دنورو عامو وګړو په شمول دوه غربي خیریالان هم ووژل شوه،عینی شاهدانو زیاته کړه دبول کونروی په نامه سره برطانوي کیمره مین او دفرانسي دلوفیغارو ورځپاڼي خبریاله هم سخته ژوبل شوی ده.
په فرانسه کی ددغه هیواد دبهرنیو چارو وزیر وویل په سوریه کی دبهرنیو هیوادونو وژل دوی ته داحق ورکو ي ترڅو دسوریی دکړکیچ د حل په اړه یوه سیاسي لاره ولټوي، نوموړي زیاته کړه دسوریی ددوستوهیوادونو په نامه سره کومه غونډه چی دراتلونکي جمعي په ورځ په تونس کی دائیریږي دغه غونډه کی به دسوریی دکړکیچ سیاسي حل باندی خبري وشي.
دفرانسي دبهرنیو چاور وزیر وایی په سوریه کی یی خپل سفیرته ویلی ترڅو دسوریی له چارواکو سره په رابطه کی شي  ترڅو جنګ ځپلی سیمی ده دسرصلیب کارکونکو، روغتیایی ډلو اوامبولانسونوته لاره خلاص کړی چی سیمه کی له ټپیانو سره مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړه په فرانسه کی یی دسوریی وسفیرته هم ورته خبري کړی دي اودټپیانو په اړه یی ورڅخه لازمه مرسته غوښتی ده.
دبریطانیی لومړي وزیر ډفیډ کامیرون دوزیرانو وعموي غونډی ته دخبرو پروخت وویل داچی دسوریی دحکومت له لوری بهرنی خبریالان وژل کیږی دا ددغه هیواد له لوري داسي کړني دی چی نړی یی له سختی اندیښنی سره مخ کړی ده.
له بله لوري دسوریی دحکومت له لوري دخبریالانو دوژني په اړه په لومړي رسمی دریځ کی ویل شوی دی، هیوادیی دبهرنیو خبریالانو دوژلو او هیواد ته دراتللو په اړه هیڅ ډول مالومات نه لري، اوکه چیري کوم خبریال وژل شوی هم وی هغه دغه هیواد ته په قانوني توګه نه دی داخل شوی.
له بلی خوا داسي ويډیوګانوی خپري شوی دی چیری چی دسوریی دحکومت دمخالفینو جسدونه ښګاري چي دحکومت له لوری وژل شوی دي، دغه وژل شوی کسان په داسی حال کی مالومیږي چی لاسونه یی شاته تړلي اوپرسرونه باندی په ډزو سره ویشتل شوی دي.
په فرانسي کی دسوریی دحکومت دمخالفي ډلی مشرانو ویلي چی دروسی له هیواد سره یی اړیکي نیولي او ورته یی ویلي دي چی بشارالاسد باندی زورواچوي اوقناعت ورکړی ترڅو دحمص ښاراولبنان اوهمدارنګه د ادلب ښاراوترکیی ترمنځ خلګو ته دتګ اوراتګ اجازه ورکړي، نوموړي زیاته کړه چی له روسیی چارواکو څخه یی داسي غوښتنه هم  کړی ده چی دسوریی حکومتي چارواکي دی ته اماده کړي ترڅو داردن اودرعا ښارترمنځ خلګو ته دتګ اوراتګ اجازه ورکړي.
نن ټکی اسیا

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x