شهید او شهادت – لسمه برخه

م. محمد نعيم

په تېر پسې

د بېلګې په توګه پاکستان حکومت په کونړ راکټونه ولي، ولې؟ د څه لپاره؟ ټولو ته ثابته ده چې دا یو لوی ظلم دی، هلته ماشومان، ښځې او عام خلک شهیدانوي، کورونه ورانوي، د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی! له هغې خوا هم عام عسکر جګړه کوي، او له دې خوا هم که شروع وشي، عام خلک او عسکر به یې کوي، دا نو اوس څه ډول حق ګڼل کېدای شي؟! داسې حق چې د هغه لپاره باید جګړه وشي او د عامو خلکو وینې تویې شي؟

د اسلام د مبارک دین دلارښوونو له مخې هر مسلمان هغه که هر څوک او د هرې جغرافیې وي، ملکف دی چې تر وسه د هر ډول ظلم مخه ونیسي، د پاکستان چارواکي که ستونزه لري د کابل له چارواکو سره به یې لري، که دوی ولي یا وژني هغوی دې وولي یا یې دې ووژني! خو دا چې عام خلک ولي، یا یې وژني! په څلور کتابه ناروا کوي.

اسلام دمظلوم په مرسته، او د ظالم په مخنیوي کې د برید او سرحد خبره نه مني، په دې معنی چې که د پولې اخوا خلک دي او که دېخوا، ټول باید ددې ظلم مخه ونیسي، داسې نه چې که په پاکستاني ظلم کېږي مخه یې نیسو، او که په افغاني کېږي پروا یې نه لرو، یا که په افغاني ظلم کېږي مخه یې نیسو، او که په پاکستاني کېږي پروا یې نه لرو.

متاسفانه نن ورځ دا معیار په نظر کې نه نیول کېږي، د حق او باطل، ظلم او عدل معیار نشته، خبره د وطندارۍ، سیاسي موخو او اقتصادي ګټو ده. آن تر دې که یوه جغرافیه چې په هغې کې مسلمان او کافر دواړو اوسي، له بلې جغرافيې سره په جګړه شي، او په دې بله جغرافیه کې هم مسلمان او کافر دواړه وي، نو په دې حال کې مسلمان د کافر تر څنګ د بل مسلمان په وړاندې جنګېږي!! دې جګړې ته اوس کوم نوم ور کول کېدای شي؟ جهاد؟ د چا په وړاندې؟ او یا که داسې ويل کېږي چې جګړه یوه ده، موخه یې هم یوه ده، چې هغه سیاسي یا اقتصادي ګټې دي، او جګړه کوونکي په هر لوري کې مسلمانان او کافران دواړه شته! ښه، اوس نو مسلمان څه ډول د بل مسلمان په وړاندې چې له دواړو سره کافران په څنګ کې ولاړ دي جهاد کولی شي؟

همدا اوس په ازبکستان او افغانستان دواړو کې ملتونه مسلمانان دي، خو یو څه کفار هم پکې شته، که دواړه جګړه کوي، طبیعي خبره ده چې دهر لوري کفار او مسلمان دواړه به له دواړو لوریو په جګړه کې ګډون کوي، دې جګړې ته اوس څه نوم ور کول په کار دي؟

بله مهم ټکی دا دی چې په اوسنیو شرایطو کې که یو هېواد په بل هېواد یرغل کوي، هلته یې موخه د الهي قانون تنفیذ نه دی، او نه یې د مظلوم مرسته مطلب ده، مطلب یې یو د بل سیمه تر واک لاندې راوستل دي.

تر ټولو د اندېښنې خبره دا ده چې هره جغرافیه او هر هېواد خپلې سرې کرښې په اصطلاح له ملي ګټو څخه جوړوي، په دې معنی که یو کس، یا ټولنه، یا حکومت را پورته کېږي، اسلام ته رد او بد وايي، یا قرآن ته سپکاوی کوي، یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سپکاوی کوي، هېڅ اسلامي هېواد یې په وړاندې جدي غبرګون نه ښيي، یعني نه جګړه ور سره کوي، نه اړیکې ور سره پرې کوي، او نه یې په وړاندې ستونزې جوړوي.

خو کله که د همدې هېواد په اصطلاح د ملي ګټو په اړه، یا یې د تاریخ په اړه څه بده خبره وکړي، سمدستي د جګړې تابیا ور ته نیسي، یا کم تر کمه اړیکې ور سره پرې کوي، خپل سفیر ترې را غواړي..

ډېره د تعجب خبره پسې دا ده چې که د هېواد ځینې وګړي له اسلام، مسلمانانو او اسلامي ارزښتونو څخه ددفاع خبره کوي، په هغوی سمدستي د ملي ګټو د خلاف ورزۍ، او یا د نورو په داخلي چارو کې د لاسوهنې تور لګول کېږي، که خبره جدي شي، سمدستي یې نیسي، زندانونو ته یې اچوي، آن ځینې ځینې خو یې د ملي خیانت، او دهېواد ملي ګټو ته د سپکاوي په تور محاکمه کوي.

په دې ډول شرایطو کې، او ددې ډول حاکمان او واکمنانو تر مشرۍ لاندې د اسلام د کوم حکم له مخې له نورو مسلمانانو سره جګړه روا ګڼل کېدای شي؟

نور بیا…