افغانستان

د ۳۱ تښتول شویو کسانو څخه ۱۹ تنه د ۲۸ زندانیانو په بدل کې خوشي شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د زابل ولايت چارواکي وايي چې د ۳۱ تښتول شویو کسان څخه ۱۹ تنه له دولت سره د ۲۸ زندانیانو په بدل کې  خوشي کړل شوي دي.

د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حق بیان وايي چې دولت د دې ۱۹ تنو په بدل کې هغه ۲۸ تنه خوشي کړي دي، چې ۶ شپږ يې مېرمنې او ۲۲ نور يې ماشومان و.

له دولت سره د دې مېرمنو او ماشومانو د زنداني کېدو په اړه تر دې وړاندې څه نه و ویل شوي او نه هم د زابل ولایتي شورا رییس پر دې اړه نور جزييات ورکړل.

د تبادلې جريان
د تبادلې جريان

حق بیان وايي چې دغه کسان طالبانو تښتولي و او په بدل کې يې د دې زندانیانو غوښتنه کوله، نوموړي ونه ویل چې دې ۲۸ زندانیانو له طالبانو سره څه اړیکه درلوده او افغان چارواکو ولې مېرمنې او ماشومان زندانیان کړي و.

وسله والو طالبانو د دې کسانو له تښتول کېدو څو ورځې وروسته په رسمي بیان کې وویل چې دوی په دې پېښه کې لاس نه لري او د دې کسانو د خلاصون لپاره به خپلې هڅې ونه سپموي.

د تبدالې په مسئله کې د سیمې قومي مخور هم ښکاري.
د تبدالې په مسئله کې د سیمې قومي مخور هم ښکاري.

د غزني د ولايتي شورا غړی حسن رضا یوسفي وايي چې دغه کسان د ګیلان او جاغوري ولسوالیو د سپين ږيرو په منځګړيتوب خوشي شوي دي.

۳۱ تنه نږدې درې میاشتې وړاندې د کابل – کندهار په لویه لاره د زابل ولایت په مربوطاتو کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري وتښتول شول او چې نن يې د غزني په جاغوریو کې ۱۹ تنه د شپږو مېرمنو او ۲۲ ماشوم زندانیانو په بدل کې خوشي شول.

Tabadila3

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x