نړۍ

باجوړ کې چاودنې یو قومي مشر له ۵ نورو سره وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۱مه ۱۳۹۴ل): په قبایلي سیمه باجوړ کې چاودنې قومي مشر له ۵ نورو کسانو سره وژلی دی.

د راپورونو له مخې دغه پېښه نن سهار ۷:۳۰ بجې د باجوړ ایجنسۍ د ماموند په برکمر سیمه کې رامنځته شوې ده.

پاکستاني چارواکي وايي چې چاودنه د ریموټ کنترول پر مټ شوې او په پېښه کې د قبایلو مشر جان محمد له پنځو نورو ملګرو وژل شوی دی.

تر چاودنې وروسته پاکستاني ځواکونو په سیمه کې عملیات پیل کړي دي.

تر دې دمه د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.

باجوړ څخه د حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ د جګړو خبرونه ورکول کیږي. طالبان هغه کسان چې د حکومت ملاتړ کوي او حکومت هغه چې د طالبانو ملاتړ کوي ژوندي نه پریږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x