افغانستان

دولت د جوند ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د هېواد په جنوب لویدیځ ولایت بادغیس کې حکومتي عسکرو د جوند ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

طالبانو پرون /یکشنبه، غويي۲۰مه/ د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ ډله‌ییز بریدونه وکړل او تر لږې جګړې وروسته یې یاده ولسوالۍ په بشپړه توګه ونیوله.

د بادغيس ولايتي شوا رييس بهاءالدين قادسي رسنيو ته ويلي وو چې ولسوال، امنیه قومندان او ځينې نور چارواکي په تېښته بريالي شوي او داسې ښکاري، چې اوس هم ژوندي دي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان وايي چې د جوند ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیات به تر هغه دوام کوي څو طالبان «مات کړي».

که څه هم دولتي عسکر د عملیاتو د پيل کېدو خبر ورکوي خو تر دې دمه ازادو خبریالانو په سیمه کې د جګړې او تلفاتو په اړه راپور نه دی ورکړی.

جوند ولسوالۍ په بادغیس کې تر ټولو زیات نفوس لري.

د طالبانو د سږنیو پسرلني عملیاتو له پیله ۱۷ ورځې تېرېږي او د نظامي چارو د شننونکو په اند د پخوانیو عملياتو په پرتله ګړندي او توند دي.

له څو ورځو راهیسې د شمال په کندز، بغلان، بدخشان، فاریاب او بادغیس ولایتونو کې په پرلپسې ډول د طالبانو په لاس د ولسوالیو د سقوط خبرونه خپاره شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حریا شملزۍ

طالبان باید خپله نظامی ستراتیژی بدله کړی او د تلفاتو کچه کمه کړی ددی لپاره چی د جوند ولسوالی په ساتلو کی قرباني ورکړی زما په اند ښه به داوی چی پاشلی چګړه وکړی تر څو ددښمن ځواک هم و پاشل شی او د طالبانو تلفات او مصارف به هم کم وی ددی لپاره تر ټولو ښه لاره داده چی طالبان په یوه وخت کی پر پنځو مختلفو نقطو عملیات پیل کړی او یوازی مسؤل ته مالومه وی چی کوم ځای پریکنده جګړه کوو او دا نور څلور قسمته یوازی ددښمن د مصروف ساتلو لپاره وکارول شی او د ښمن… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x