افغانستان

د پاکستان د لومړي وزیر په مشرۍ پلاوی کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د یو پلاوي په ملتیا سبا کابل ته راځي.

د پاکستاني رسنیو له قوله نواز شریف او ورسره پلاوی د ګډ حکومت د مشر اشرف غني په بلنه کابل ته سفر کوي.

د سرچينې په قول د پاکستان له لومړي وزیر سره د هغه امنیتي سلاکار سرتاج عزیز، د پاکستاني پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف، د بهرنیو چارو وزیر اعزار احمد چوهدری او ګڼ نور لوړ رتبه دولتي چارواکي ملګري دي.

نواز شریف د پاکستان د پخواني ولسمشر او د پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري له سفر نږدې دوه ورځې وروسته کابل ته سفر کوي.

د کابل او اسلام اباد اړیکې له هغې وروسته سړې شوي دي، چې له اسلام اباد نه د سولې په تړاو د کابل هيلو کومه پایله ورنه کړه. تېره فبرورۍ کې پاکستاني نظامي-استخباراتي چارواکیو کابل ته ډاډ ورکړی و، چې طالبان به د مارچ په لومړیو کې د غني له حکومت سره خبرو ته کېنوي؛ خو دا ژمنه ترسره نه شوه.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان پخوانی ولسمشر د پيپلز ګوند په استازیتوب کابل ته سفر وکړ او د ګډ حکومت له مشرانو سره يې د پاکستان او افغانستان په وروستیو اړیکو خبرې کړې دي.

د ګډ حکومت له پیله د پاکستان د لومړي وزیر دا دویم رسمي سفر ګڼل کېږي.

که څه هم پاکستاني رسنیو ويلي چې د دې هېواد لومړی وزیر به له افغان چارواکو سره د پاکستان او افغانستان پر اړیکو او په سیمه کې د سولې پر هڅو وغږېږي، خو ځینې سرچينې وايي چې د پاکستاني مشرانو پر دې پرلپسې سفرونو کې د ډېورنډ کرښې د رسمیت لپاره د اشرف غني هوکړه هم د دې سفرونو اجنډا ګڼل کېږي.

ویل کېږي چې ولسمشر اشرف غني د ډېورنډ پر کرښه د امنیتي پوستو د جوړولو سند لاسلیک کړی دی، چې پر ډېورنډ کرښه دم ګړۍ پاکستاني ځواکونه د خندق کېندلو په حال کې دی، او ښايي څو اوونیو کې يې کار بشپړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x