افغانستان

«د بادغیس نورې ولسوالۍ هم سقوط کوي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي۲۱مه ۱۳۹۴ل): د بادغیس ولایت اوسیدونکو او په ملي شورا کې ددغه ولایت استازو نن د یوه لاریون په ترڅ کې د حکومته وغوښتل چې جدي اقدام وکړي کنه د دغه ولایت نورې ولسوالۍ به هم سقوط وکړي.

دوی په داسې حال کې د والي او امنیه قومندان د ګوښه کولو غوښتنه کوله چې یو شپه وړاندې طالبانو د بادغیس مهمه ولسوالۍ «جوند» ونیوله او دولتي عسکرو د ولسوالۍ د مرکز څخه لویدیځ لوري ته شاتګ وکړ.

پرون داسې راپورونه هم ورکړل شول چې د جوند ولسوالۍ د مرکز په لویدیځ کې د طالبانو په کلکه محاصره کې راګیر دي، خو امنیتي چارواکي وايي چې تازه دمي ځواکونه يې د جوند ولسوالۍ د بېرته نیولو او د محاصرې ماتولو په موخه سیمې ته لېږلي دي.

د بادغیس لسګونه اوسیدونکو، استازو او د مدني ټولنو فعالانو نن سهار د ارګ مخامخ په پښتونستان څلور لارې لاریون وکړ او ددغه ولایت د والي او امنیه قومندان د ګوښه کولو غوښتنه يې وکړه.

په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازي عبدالرحیم چې په ننني لاریون کې یې ګډون کړی و، رسنیو ته د «جوند» ولسوالۍ په بشپړه توګه طالبانو نیولې او د مقر، آب کمري او بالامرغاب ولسوالیو امنیت هم زښت ډير خراب دی.

هغه د جوند ولسوالۍ سقوط ته په اشارې سره وویل چې «زما له نظره دلته معامله شوې، د جوند په سقوط کې ولسوال، امنیه قومندان لاس لري او دوی په خپله طالبان دي».

په دولتي لیکو کې د طالبانو د پلویانو څخه حکومتي چارواکي همېشه سر ټکوي او دا د نظام لپاره ستر سرخوږی بولي.

د عبدالرحیم له قوله ورځ تر بلې په بادغیس کې نا امني زیاتیږي خو د ولایت مسوولین (والي او امنیه قومندان) په دې اړه بې تفاوته دي. «موږ امنیت غواړو، موږ بدلون غواړو، موږ د بادغیس والي او امنیه قومندان ګوښه کېدل غواړو».

د بادغیس ولایت استازو نن په ولسي جرګه کې هم د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه څرګندونې وکړې.

دوی وویل که جدي اقدامات ونشي د بادغیس نورې ولسوالۍ به هم سقوط وکړي.

صفیه ایماق ددغه ولایت امنیتي وضعیت بحراني وښودلو او زیاته يې کړه چې «تر
دې وړاندې مې کورنیو چارو وزیر او امنیتي مسوولینو ته خبر ورکړی و چې طالبان د جوند ولسوالۍ په ګل چین او خیرخانه کلیو راټول شوي، خو چا یې غږ وانه ورید».

د هغې په وینا اوسمهال تر ۵۰۰ پورته د دولت مخالف وسله‌‌وال په دغه ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوي او که جدي پاملرنه ورته ونشي د بادغیس مرکز هم سقوط کوي.

دا په داسې حال کې چې په لویدیځ کې د ۲۰۷ظفر قول اردو قومندان تورن جنرال تاج محمد جاهد ویلي چې دولتي عسکر د هوا د لارې جوند ولسوالۍ ته تللي او ددغه ولسوالۍ لاله بای سیمې ته نېږدې يې اړولي دي.

د هغه په وینا هغه دولتي عسکر چې د طالبانو تر محاصرې لاندې وو په لاله بای سیمه کې د تاز دمو عسکرو سره یوځای شوي دی.

له څو ورځو راهیسې د شمال په کندز، بغلان، بدخشان، فاریاب او بادغیس ولایتونو کې په پرلپسې ډول د طالبانو په لاس د ولسوالیو د سقوط خبرونه خپاره شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abdullah

د الله په قهر ګرفتارو په دې ناولی رژيم کې مو څه ليدلي چې دومره واخطا يي ، او الله تعالی ته به ځواب ورکړی ، اصلاً خو ددې نظام نسکورول د ټولو دنده خو تاسې بقا غواړی ؟

ډاکتر احمدی

زما د ماما یو ځوی دا مظاهر لیدلی وه هغوی ویل ټول ټال ۱۰ کسان وو پکښی حتی د پښتونستان ترافیک پری هم خندا کوله

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x