نړۍ

تهران: دجندالله ډلي څلوروسلوال مو وژلی دی

 

Abdulmalikregy(نن ټکی اسیا فبروري۲۰۱۲/۰۲/۲۳) یوي ایراني دولتي خبري رسني ارنا نیوز ایجنسي خبرورکړي دی چی ایراني ځواکونو دهیواد په سویل ختیځ کی دیوي نښتي په ترڅ کی دایران حکومت دمخالف ګوند جندلله څلو ر وسلوال کسان وژلی دي.
راپور کی راغلي چی دجندالله ډلي څلور وسلوالو کسان دایران په سیستان (بلوچستان ولایت کی دایران دڅارګري اداري له لوري تعقیب شوي او وروسته یی دیوي نښتی په ترڅ کی وژلی دي.

ایراني چارواکو منلي چی په دوه اړخیزه برید کی یو ایراني عسکر هم وژل شوی دي، ددي خبرپه اړه دجندالله ډلي دوسلوالو له لوري تراوسه پوري څه نه دی ویل شوی.
دجندالله ډلي مشر عبدالمالک ریګي په ۲۰۱۰ کال کی دایراني چارواکو له لوري له یوی الوتکي څخه راکوز او وروسته دایران چارواکو له لوري په اعدام سره محکوم شو اوله ډیري لنډي مودي په زندان کی پاته کیدلو څخه وروسته ووژل شو.
دجندالله ډلي دعبدالمالک ریګي ترمشرتابه لاندي ترلسو کلنوپوري دایران په خاوره کی دشعیګانوپه وړاندي ډیرخوني بریدونه ترسره کړو، اوهمدارنګه دمختلفو بریدونوپه ترڅ کی یی بی شمیره ایراني چارواکي اوعسکرووژل.
نن ټکی اسیا

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x