نړۍ

سعودي پاچا د اوباما بلنه نه ده منلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۱مه ۱۳۹۴ل): د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز د اوباما په کوربه توب غونډه کې له ګډون کولو بښنه غوښتې ده.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د تېر اپرېل په ۱۷مه ويلي و،چې د خليجي همکارو هېوادونو «کويت، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، بحرين، قطر او عمان» مشران به د مۍ پر ديارلسمه سپينه ماڼۍاو په څوارلسمه کمپ ډيويډ کې د اوباما په مشرۍ غونډه کې ګډون کوي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د غونډې موخه د خليجي هېوادونو او امريکا تر منځ د ګډو همکاريو او امنيتي چارو په اړه خبرې اترې وي.

د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې د اوباما له لورې بلل شوې غونډه کې به د ملک سلمان پر ځای د هغه ولي عهد او کورنيو چارو وزير محمد بن نايف او د هغه مرستيال محمد بن سلمان ګډون وکړي.

د عادل الجبير له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې ملک سلمان په کور دننه بوختياوو، د يمن جګړې او يو شمېر نورو ستونزو له امله په دغه غونډه کې ګډون نه شي کولای.
د امريکايي رسنيو له قوله سپينه ماڼۍ په تمه وه، چې په دغه غونډه کې به د سعودي پاچا په ګډون د خليجي

هېوادونو ټول مشران ګډون وکړي، مګر د امريکا دکمزوري پاليسۍ له امله د خليجي هېوادونو يوازې دوو مشرانو دغه غونډه کې د ګډون تياری ښودلی دی.

ويل کيږي، چې اوباما به يوازې د کويت او قطر له مشرانو سره په دغه غونډه کې وويني او د نورو مشرانو پر ځای به د هغوی استازي امريکايي ولسمشر سره ليده کاته وکړي.

بايد وويل شي، چې تمه ده راتلونکې جون مياشت کې د ايران او شپږ+ يو هېوادونو تر منځ د اتومي انرژۍ تړون لاسليک شي او امريکا هڅه کوي، چې د دغې غونډې په ترڅ کې د خليجي هېوادونو اندېښنې لرې کړي، مګر داسې ښکاري، چې د خليجي هېوادونو اندېښنې لا هم پر ځای پاتې دي او کېدای شي له غونډې وروسته هم لرې نه شي.

خليجي هېوادونه اندېښمن دي، که د ايران او امريکا تر منځ اتومي تړون لاسليک شي، نو دا به ايران سيمه کې د شيعه ځواک په توګه رامنځته کړي او دوی وېره لري، چې اتومي ايران به د خليجي هېوادونو لپاره سرخوږی وي.

داسې هم ويل کيږي، چې د اوباما په مشرۍ دغه غونډه کې به د ايران اتومي پروګرام تر څنګ د يمن، عراق او سوريې په اړه هم خبرې اترې وشي.

عربي رسنۍ وايي، چې د سعودي او امریکا اړیکې هلته خړې پړې شوې، چې د یمن په جګړه کې امریکا د سعودي پوځي ملاتړ ونه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
rehmat jan

دسعودی باچاهانوامریکایان په خدایی منلی وو خونن پوه سوو سی خدای واحد اولاشریک ذات ده پدی یهودودردنه دواکیزی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x