ټولنیزه برخهپښــــتو ادب

جواب ترکي به ترکيه (غني پېژندنې خاطره)

احمدالله احمدزی

د پوهنتون ليليه کې د ملګري کوټې ته ورغلم. يو ښوی مخی، څڼور ناست دی. شېک ځوان دی، په لاس کې يې کره هم ده. پېژندنه کې يې پوه کړم، چې د لندن کوم پوهنتون کې درس وايي. ځان ورته د غربپالنې له امله ډېر پرمختللی ښکارېده.

زما ږیره و ټيپ ټاپ ته په کتو يې لږه شېبه وروسته د افراطيت، مذهبيت او ملايانو ضد خبرې پيل کړې. زما مېلمه و، ځان مې غلی کړ؛ خو لږ-لږ مې دا خبره تر غوږ ورتېره کړه، چې اينجانب هم انګريزي ادب لوستی. د شيکسپير، بيکن، جون ميلټن، لويس کارول او نورو انګريزي شاعرانو د ژوند او اند په اړه مې خپل فرمودات وړاندې کړل. سړی يو څه ښه شو، خو بيا يې هم د خپلې تربيې او چاپېريال له امله له ملايانو خوله نه اړوله او په مطلق ډول يې ملايان او مذهب د ټولنې بوج باله.

بيا يې د غني خان په شعرونو استدلال پيل کړ.

ملا ناست د توکړو شکور ته وی رندانو ته خراب – غريب څه وکړي، جومات کې نه معشوق شته نه شراب.
په بل شعر یې بسم الله کړه چې اخر کې يې راځي، نور که څه کوې، کنه خلاص مو له ملا نه کړه.

سړی لګيا دی او په يوه مخه دا ګلان بادوي، ما ورته کړه، چې غني خان دې لوستی، که له سردار علي ټکره دې اورېدلی؟

وې نه جي موږ خو پوختو ريډينګ نه شو کولې، دا شعرونه مې له ټکر او نورو پوختنو فنکارانو اورېدلي!

مال ښه ډېر ښه بس زموږ و ستاسې غمیزه همدا ده، چې کتاب نه لولو او يوازې د ډمانو په غږونو ګذاره کوو.

ما ورته کړه، چې غني خان په خپل کتاب کې د ملا، خان او ګڼو نورو ټولنيزو موضوعاتو په اړه شعرونه ويلي، څه یې ښه کړي او ځینو کې ښويېدلی، خو غني خان د لويديز مېشتو ځوانانو په اړه هم يو شعر ويلی، هغه دې لوستی؟

ـ نه جي دا خو مې نه دی اورېدلی

ـ ښه نو ما ته غوږ شه ياره

غني خان فرمايي:

زوی مې راغی د يورپ له تربيته
جوړ سمبال لکه د ناوې پورته ښکته

لګولو د پيسو کې افلاطون و
خو ګټلو ته غريب و بې همته

د ډوډۍ او د فېشن سره يې شوق و
ډېر نفرت ورله ورته له جماعته

نن چې ما ورته په فکر نظر وکړو
خر هماغه و، خو بله يې وه کته.

ځان ته یې وکتل، د ملګري څادر يې پر ځان را کش کړ او داسې غلی غوندې شو. مجلس هم لاړو پای ته ورسېد.
کوربه ملګري ځان سره وبوږنېده: جواب ترکي به ترکيه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حق جو

هههههههه سم ځواب دې ورکړی نوش جان دې شي ، دغه صابون کو…. سره همداسې ځواب لګیږي یوه علامه به ورباندې د مسلمان او پښتون نه وي بیا به موږ ته لارې ښيي

ډاکتر احمدی

دوی سره اکثرا بوتلی اوبه ایښی وی په هغی به دی ویشتلی وو — خو بیا هم دوی د جمیعت – وحدت او اتحاد د ګوند ونو دمجاهدینونه بهتره ګڼم ځکه واضح خپله خبره کوی د اسلام او جهاد د چتر لاندی یی خو نه پټوی

اما ډیره جالبه کیسه وه

مسافر

ما دغه مطلب د ښکلی پښتو او ښکلی درس په نوم سره د خپل فیسبوک په پاڼه کی شریک کړ.

مطیع الله منیب

واقعً جالب بود

عبید الرحمن صافی

که هم داسی وی. ستا ځواب ته په سلو کی سل.

داکترصلاح الدین(افضلی)

ماشاالله دیرشایسته جواب موورکری دی!

شبيراحمد

نن سبا دا خلك داسي شوي چي خپله هرسه په مخه ورشي سرفه نه پري كوي، پوز او خولي ته يي چي گوري ته به وايي چي جني ده، خو چي خبرو ته يي غوژشي بيابه په لويو لويو عالمانو پسي لگيا وي، نر جواب دي وركري الله دي ژوندي لره!

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x