نظــر

قرآن مه سوځوئ!

protest-in-jalalabad-over-quran-burningاې د نړۍ کفارو تاسو ولې قرآن سوځئ ؟!!

              که تاسو ويريږئ چي دغه قرآن خو د مسلمانانو په زړونو کي زموږ لپاره کرکه پاللې ده ، نو په سوزلو به ئې له غمه خلاص سو  نو دا مو هم غلط فهمي ده ، ځکه مسلمانان که ستاسو سره کرکه کوي او که مينه کوي نو ددغه قرآن په خاطر ئې نه کوي بلکه د خپلو ګټو په خاطر ئې کوي.

             که تاسو غواړئ چي د يهودو او نصاراوو د بد ګڼلو په خاطر له قرآن نه غچ واخلئ  نو تر تاسو خو مسلمانانو د قرآن نه ډير غچ درته اخيستئ دى  او آن په تورو ئې هم نه زده کوي!

             که تاسو واياست چي موږ به ترې بيغمه سو ، نو خپل نوم څله بدوى! ،   ځکه مسلمانانو تاسو ترې بيغمه کړي ياست او د اوو پوښونو د لاندي نه ئې قرآن له تاسو نه تاخچو کي بندي کړى دى ! ! !

             که تاسو ويريږئ چي هسي نه د دغه قرآن د لارښوونو څخه په استفاده مسلمانان زموږ څخه مربا  و نه باسي ، نو دا ويره مو هم بيځايه ده ځکه مسلمان نن ورځ دېته هم تيار نه دى چي قرآن په ترجمه زده کړي ! ! !

             که تاسو ويريږئ چي هسي نه ددې قرآن په خاطر خلګ د ملايانو ملا وتړي او زموږ ورميږ را تاؤ کړې نو دا ويره هم مه کوئ ځکه ملا صاحب يوازې د سرساېې او زکات غم اخستى ! !

                که تاسو له دې خاطره قرآن سوزوئ چي په مسلمانانو کي به ئې اهميت کم سي  او د عاميدو مخه به ئې ډب کړئ نو دا کار هم پخوا سوئ دى او ملايان خلګو ته قرآن نه ور ښئي.

             که تاسو دې ته خوشحاله ياست چي په دې سره به د اسلامي امت علماء بې تابه او بې خابه کړو نو دا مو هم بيځايه اقدام دى ځکه هغوى وايي چي زموږ ئې په څه؟!!، الله تعالى خپله د قرآن د حفاظت ذمه اخيستې ده، هغوى فکر کوي چي قرآن يوازي د دروږ ټولولو  لپاره موږ ته د يو نعمت په توګه را ليږل سوئ دى .
            تاسو څه فکر کوئ چي نن شپه به د اسلامي امت د ويښتابه شپه وي او يو به هم نه وي ويده سوئ ، زه حال درته وايم چي ګرده خلګ بيده دي او دا اوس د شپې يوه بجه ده ، راسئ زموږ په کليو کي له ملا تر کوچنى ماشومه ټول په خواږه خوب ويده دي ، په مسجد کي هيڅوک هم نسته چي الله تعالى ته سر په سجده پروت وي او دخپلي کمزوى احساس وکړي او د خپلو جرمونو نه توبه وباسي.

           هو سبا د خيره سره به ئې ګورو د خپلو ورونو د دوکانو د هيندارو په ماتولو کي خو ريکارډ لرو، د شخصي دوکانونو په سوزولو کي خو تاسو موږ ډير ښه پيژنئ چي تر ويش ئې په چور خوشحاله يو

           تاسو ئې سبا ته وګورئ چي موږ بيا د خيره سره په خپلو کي څنګه سره مښلو او وژنو .
            خو زما خيال کيږي چي تاسو به په همدې خاطر قرآن ته اور ور اچولئ وي چي دا هم د مسلمانانو د جنګولو يوه ښه ذريعه سوه او يو ځل بل هم تاسو له دې نه ګټه پورته کړې ده

              که تاسو په دې خاطر قرآن سوزوئ چي مسلمانانو ته اهميت نه لري ، بيا ستاسو نيت سهى دى خو کار مو غلط دى ځکه قرآن د مسلمانانو نه دى ، قرآن د الله تعالى دى ، د هغه رښتيا هم خوا په  بديږي،  هغه عذاب چي په نيژدې راتلونکي کي د قرآن د پريښودلو په خاطر  پر مسلمانانو را روان دى  خپل لور ته ئې مه متوجه کوئ!!

             قرآن خپل کړئ او ايمان پرې راوړئ ، مخکي له دې چي دريابونه درته ياغي سي او يا هم غرونه درته ليوني سي،  په قرآن عمل وکړئ او ان شاء الله راتلونکئ ستاسو دى.

 

ليکوال : جلال الرحمان شرر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x