ادبي لیکني

د ﺣﻤﺪﷲ ﺣﻠﻤﻴﺎﺭ څو کيسه‌ګۍ

لیکوال: حمدالله حلیمیار

پلار:
ماښام یي دلالټین رڼا ته پر خپلو کالیو د وینو خاپونه ولیدل، ژر یي جامې بدلې کړې او د مازیګر او ماښام لمونځونه یي راوګرځول…
ماسپښین چي یي شهید زوی په غیږ کي اخیستی وو.
ــــــــــــــــــ
له درملتون نه چټک په پوړیو کي را وخوت، او د درملو کڅوړه یې د مړه زوی سرته کیښوده…
ـــــــ
ﻣﺎﺷﻮﻣﺘﻮﺏ
پینسل يي پر منځ دوه ځایه کړ نیم یي ورور ته ورکړ دپینسل روپۍ یې هم نوش جان کړې
ـــــــــ
تورې عینکې یي ځکه په سترګو کړې وې، چي خلګ یې پر ځوانۍ څُؤ څُؤ ونه وایي.
ــــــــ
اشاره
وچ وچ وټوخیدی غوښتل یي په نیمه سر ورخلاص کړي چي د سګرېټ لوګی ورباندي ښه نه لګیږي، مګر ملګري یي کش کړی دود دده پر طرف ور پو کړ دسګریټو قوطی یي ورته ونیو: هن یو سګریټ وڅکوه سمدستي به دي ټوخی ودریږي…
ـــــــ
پرسترګو یي په لاس سایه وکړه ویي ویل: هوغه بې شمیره شناختې او دقبرونو کتیبې وینې؟
دا یو وخت په لوی باغ سره مسما وو.
ـــــــــــــ
‫#‏تابلو‬
تر نیم کښي کړکۍ د سپوږمۍ سپینه رڼا له نرم شمال سره راننوته
شمال د میز پر سر دپرانیستي کتاب پاڼي واړولي راواړولي دشمعي لمبه یي څو ځله وګډوله پر ملا یي څو ځله ماته راماته کړه خو هغه چي پر میز یي پر خپلو څنګلو سر ایښی وو په هیڅ هم نه ده خبر شوي .
ـــــــــــــ
‫#‏خاطره‬
ښه مي پ یاد دي چي کله به زه له پلار سره ښارته ولاړم نو پلار به مي له هغو دکانو پټ تیرولم چرته چي به دماشومانو دلوبو سامان پلورل کیدل.
ـــــــــــــــ
ساده
چا ورته ویلي وو چي اوس خو غټ سړی یي لږ په تول خبرې کوه’
ماته په مخه راغی ویل: آښه نو زه به دا دخبرو تله چیرته پیدا کړم؟
ما ورته وویل: دا خو دعقل په سوپرمارکیټ کي موندل کیږي دا هرځای نه پیدا کیږي…
ولاړ او تر اوسه دعقل په سوپر ماکیټ پسي ګرځي.
ــــــــ
ﻏﺮﺑﺖ
د ﺩﺭﻣﻠﻮ ﮐڅﻭړﻩ ﻳﯥ ﭘﺮ ښﻳښﻩ ﺍﻱ ﻣﻴﺰ ﮐﻴښﻭﺩﻩ، ﺍﻭ ﭘﻪ ﻟﻤﺪﻭ ﺳﺘﺮګﻭ ﻳﯥ ﺩﺭﻣﻠﺘﻮﻥ ﻭﺍﻼ ﺗﻪ ﻭﻭﻳﻞ: ﻫﻦ ﺩﺍﺩﻩ ﭘﺮﻭﻥ ﻣﯥ ﺩﺍ ﺩﻭﺍ ﻟﻪ ﺗﺎ څﺧﻪ ﻭﺍﺧﻴﺴﺘﻞ، ﻫﻤﺎﻏﻪ ﺭﻧګﻩ ﻣﯥ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺩﺭﺗﻪ ﺭﺍﻭړﻩ، ﭘﺮﺍﻧﺴﺘﯥ ﻣﻮ ﻻ ﻧﻪ ﺩﻩ؛ ﻣﻮﺭ ﻣﯥ ﭘﻮﺭ ﭘﺮﯤ ﮐړ(ﻭﻓﺎﺕ ﺷﻮﻩ)
ﻏﻮښﺗﻞ ﻳﯥ ﺩﻣﻮﺭ ﻣړﯼ ﻭﻃﻦ ﺗﻪ ﺍﻧﺘﻘﺎﻝ ﮐړﻱ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

دی اخیری کیسی راباندی ډیر تاثیر وکړ – خو یوه خبره به وکړم هغه داده چی زمونو اکثریت پښتانه ولی دومره داده مړی و انتقال وطن ته علاقه لری به څومره مشکلاتو یو مړی انتقالیږی او بله داچی هلته بیا کله کله ځینی خلک لا خبری هم کوی ماته یو فاړسیوان ویل چی تاسی اوس هم کابل خپل پلرنی او اصلی وطن نه ګڼی ما ویل ولی؟ هغه راته ویل چی دا مړی مو ولی هره ورځ وطن ته روان کړی وی ولی دلته هدیره نه پیدا کوی او ولی دا کابل خپل وطن نه دی؟؟؟؟ ځه چپ پاتی شوم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x