
اشرف غني: د بندیانو په تبادله کې خوشي شوې ښځي او ماشومان بې ګناه وو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي۲۱مه ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ وویل چې د ملي امنیت په زندان کې ښځې او ماشومان بندیان وو او هغوی نن د ۱۹ مسافرو په بدل کې خوشې شول.
هغه زیاته کړې چې د ۱۹ مسافرو په بدل کې يې نه پیسې ورکړي او نه يې کوم مجرم خوشې کړی دی.
د زابل سیمهییزو چارواکو نن خبر ورکړ چې سهار مهال د وسلهوالو مخالفینو د کورنیو یو شمېر غړو په بدل کې چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو، ۱۹ مسافر خوشې شول.
د تېر کال د کب د میاشتې په څلورمه نېټه د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ په اړونده سیمو کې ۳۱ مسافر له دوو موټرو کوز کړل شول او یوې نامعلومې سیمې ته یوړل شول.
نا څرګندو کسانو نن د خپلو کورنیو د ۲۸ ښځو او ماشومانو په بدل کې دغه ۱۹ کسان د سپين ږیرو او قومي مشرانو په منځګړتوب خوشې کړل.
ویل کیده چې ددغو وسلوالو کسانو ښځي او ماشومان د حکومت له خوا نیول شوي وې، ځکه هغوی دغه هزاره ګان له موټره کښته کړی وه، او له ځانه سره یې ساتلي وه.
اشرف غني په داسې حال کې چې څه موده وړاندې یې ویلي وو چې ددغو مسافرو د خلاصون لپاره یې د ۶ میلیونه ډالر زیات مصارف کړي، نن په خپلو خبرو کې وویل چې د خوشې شوو کسانو د خلاصون لپاره یې نه پیسې ورکړي او نه یې هم کوم فرد چې د افغانستان محکمو مجرم ګڼلی وي او په زندان کې وي، تبادله کړی دی.
اشرف غني چې ازاد شوي ښځې او ماشومان بې ګناه بولي، دا نه دي ویلي چې که ۳۱ تنه هزارګان نه وای برمته شوي، نو دغه «بې ګناه ښځې او ماشومان» به تر کومه د ملي امنیت په زندان کې پراته وای.
اشرف غني منلې چې د ملي امنیت په زندان کې له دوی سره ښځې او ماشومان وو او د هغو ښځو او ماشومانو په بدل کې یې ۱۹ مسافر را خوشې کړي دي.
هغه ادعا کړې چې د بدخشان په واورو ښوېیدنو کې یو شمېر بهرنیان په سومڅو کې پاتې شوي او بیا مړه شوي وو، وروسته یې مېرمنې او ښځې ملي امنیت په «خپل مېلمستون» کې ساتلې وې ځکه دغو کسانو هېڅوک نه لرل خو وروسته په مذاکراتو کې د دوی اړیکې پیدا شوې او په اړه يې اقدام وشو.
دا لومړی ځل دی چې د ګډ حکومت ولسمشر مني چې د ملي امنیت په زندانونو کې ښځې او ماشومان بندیان دي.
د پېښو څارونکي ددغو ښځو او ماشومانو د بندي کولو په اړه وايي چې که دغه کسان مجرمان نه وو، محکمې يې د بند پرېکړه نه وه کړې، بيا ولې نيول شوي او په بند کې ساتل شوي وو.
د ټولنیزو رسنیو فعالان د ګډ حکومته غواړي چې ددغو ښځو او ماشومانو په بدل کې باید د هغوی کورنیو ته ځکه تاوان ورکړي چې له کومې ګناه پرته یې نیولي وو.
تر دې وړاندې هم د طالبانو یو شمېر «بې ګناه ښځې» په غزني کې د ولسي جرګې د یوې وکیلې په بدل کې راخوشې کړې.
دغه ښځې د نارینه طالبانو په بدل کې نیول شوي وو.
داوگوری څمره دغنی په زهن کی اخطلال راپیدا شوی چه یو ځل وایی منګ په ز یاته پیمانه ډالر د ۳۱ مسافر و د خلاصو ن په موخه مصرف کړ یدی او بیا یی ردوی بیا وایی منګ دمسافرو په بدل کی ښځینه بندیانی او ماشومان خوشی کړی دی او بیا وایی چه دا خو د بدخشان د خسف شو یو نارینه وو بازمانده ګان دی نو تاسو فکر وکړی چه دبدخشان نارینه څنګه یوازی خسف شو ی او ښځی یی پاتی دی بیا ورځه ښځی دی پاتو وی نو ښځو او ماشومانو خو خپل سړی نوو خسف کړی چه… نور لوستل »
دا به د طالبانو ښځی نه وی ّځکه طالبانو د۳۱ هزاره ګانو تښتول پر غاړه نه دی اخیستی — موضوع بلکل ګنګه ده
لعنت دی په هزاره او شورای نظار غلو جاسوسانو او بی غیرتو او ددوی جاسوسو مید یاگانو باندی که چیری دغه 19 تنه پشتانه وای بیا به دی بی غیرتو هزاره او شورای نظار جنایت کارانو او د فا شیست ایرانی مشرکو اخندیا نو جاسوسو به خپل کونی او خولی به یی پاره کولی هله ملی خیانت دی چی طالب خوشی شول او اوس دی بی غیرته او بی نا موسه جاسوسانو لکه موژک غلی او هیچ شی هم نه وایی لعنت دی شی په هزاره بی غیرتو او د شوراینظار غلو او جاسوسانو وطن پلو رونکو باندی
دی خبری سخت وزورولم تاسی فکروکی په زندانونوکی بیگناه تورسری اوکوشنیان ساتل کیزی خوبعضی بیغیرته بی وجدانه بیاهم ددی پلیت حکومت ملاترکوی مرگ پداسی بیدفکره انسانانو