نړۍ

پيښور: کوهاټ اډې ته نیژدې چاودنه کې ۱۲ تنه مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي

peshawer khaiber pashtoon khawaنن ټکی آسیا: په پيښور کې د کوهاټ اډې سره نیژدې په چاودنه کې ۱۲ تنه مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چي په ټپيانو کې هم د ۱۰ کسانو روغتیايی حالت د اندیښنې وړ دی.

د چاودني له کبله شاه وخوا ولاړ ۱۵ موټر هم په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

او د پيښي وروسته سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا محاصره شوې ده، او څوک نه پریږدي چي سیمي ته نيژدې ورسي.

د تفصیلاتو سره سم نن سهار د کوهاټ اډې سره نیژدې نن سهار یوه زوروه چاودنه وشول، د پولیسو په ګمان د چاودني هدف دغي اډې ته نیژدې د پولیسو یو تهانه وه، چیري چي د یو غټ افسر د راتګ امکان وو، خو د چاودني مواد په هغه موټر کې وچاودل په کوم کي چي را وړل شوې وه.

د کوهاټ د اډې څخه د موټر د هنګو، کوهاټ، بنو، او وزیرستان سیمو ته ځي.

ویل کیږي چي د پيښي قربانیان ټوله نارینه دي، چي په هغو کې موټر چلونکي، کرایه اخیستونکي، او عام مسافر شامل دي.

د چاودني وروسته امدادي کارونه هم شروع سول، مړي او ټپیان د پيښور لوی روغتون لیډي ریډنګ ته رسول شوي دي، او د چاودني په اړه د امنیتي چارواکو له خو تحقیقات روان دي.

تر اوسه کومي ډلي ددې چاودني مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی، او نه هم چارواکو کومه ډله پړه بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x