pashtoon-nomads-and-camel

هرات پښتانه او ستره لوبه

لیکوال: محمد قلندرزی

د ځواني په لمړیو کلونو کي زموږ کورنۍ په پاکستان کي د مهاجرو په صفت اوسیدل. د افغان ثقافت څخه لیري زموږ لپاره داغه ستر غنیمت وو چي په پښتو ژبه مو لیک او لوست کولای سوای. د کټي ښار په کندهاري بازار کي روان وم چي د پښتو ژبي پر یوه کتاب مي سترګي ولګیدلې. د کتاب عنوان وو «هرات پښتانه او ستره لوبه» او لیکوال یې ښاغلئ عبدالباري جهاني وو. د کتاب عنوان مي ځکه خوښ سو چي د پښتنو یادونه پکښي سوې وه. لیکوال د کتاب په سریزه کي یادونه کړې وه چي د نوموړي لیکني انګیزه یې د افغانستان په چارو کي د ایران د روانو بربنډو مداخلو څخه اخیستې ده. دا هغه شپې وې چي په هیواد کي د طالبانو اسلامي تحریک د پراخ نظامي پرمختګ په غبرګون کي ایران پر هرات باندي د برید ګواښ کړئ وو او د هرات پر سرحد یو څه سپکه جګړه هم سوې وه.

په نوموړي کتاب کي د افغانستان عمومي تاریخ، د پښتنو د واک ته رسیدو او د افغانستان د تاسیس ترمخه د سیمي د بدتریني سیاسي بیثباتي سربیره د هیواد په تاریخ کي د پښتنو د عمده ونډي، اسلامي میلاناتو او د پښتونولي د ارزښتونو تر څنګ پخوانیو وختونو کي د پښتنو د واکمني په مهال پر هرات باندي د ایران د یرغلونو تاریخ هم بیان سوئ وو. نوموړي کتاب دهغه وخت زما پر ناپخته فکر خورا ژوره اغیزه وکړه. د نوموړي کتاب د لوستلو وروسته چي یو عمومي فکر انسان ته ورپه برخه کیدئ هغه دا وو چي ایران د ازله څخه د افغانستان زیاته برخه خپل میراثي جایداد بولي. د کندهار او هرات ښارونه تل دایران د پراختیایي او استعماري هدفونو په اولیتونو کي راځي. دا چي هرات څنګه په دې وتوانیدئ چي د ایران سره پراخ سرحد لرلوسربیره یو کاملاً افغاني هویت خپل کړئ او دنوموړي ولایت پښتنو او پاړسي ژبي ولسونو په ګډه او بشپړ ورورولي دایران د سترو مجهزو لښکرو په وړاندي نه هیریدونکي مقاومتونه کړي دي د هغه سبب د نوموړي ولایت د خلګو ریښتوني اسلامي عقایدو او د مشترکو اسلامي ارزښتونو سره ژوره مینه او د رافضي عقایدو څخه ددوئ مشترکه کرکه وه. په دې کتاب کي ښاغلي جهاني د شاه عباس صفوي د وختو یوه واقعه را نقل کړې ده چي د جمعې مبارکه ورځ ده او هرات ښار ته صفوي لښکري داخلیږي. دوه عسکر راځي د مرکزي جامع جماعت د منبر سره دریږي. لمړی و خطیب ته امر کوي چي د حضرت علي رض په نوم حطبه ووایي، خطیب دا امر مني او د حضرت علي رض په نوم خطبه وایي. بیا عسکر امر کوي چي د شاه عباس صفوي په نوم خطبه وواي. بیا هم خطیب امر مني او د شاه عباس صفوي په نوم خطبه وایي. بیا عسکر امر کوي چي و حضرت عمر فاروق رض ته ښکنځل وکړي. خطیب خاموشه پاته کیږي او دواړه عسکر خطیب د منبر څخه لاندي راغورزوي او وژني یې. د نوموړي کتاب د لوستلو وروسته و یوه افغان ته دا احساس ورپیدا کیږي چي دا پښتانه وه چي د اوسني افغانستان ښارونو ته یې تمدن او قانون راوستئ. د پیړیو پیړیو داخلي جګړو او خارجي یرغلونو ته یې د پای ټکئ کښیښودئ خو د واک میراثي لیږد، خپلمنځو جګړو او دواکمنانو (چي خپله هم پښتانه وه) لخوا د حکومتداري څخه دعام پښتون ولس د لیري ساتلو هڅو تل دې هیواد ته بیرته داخلي جګړې او خارجي یرغلونه راوړي دي.

د کتاب د لوستلو څخه که څه هم د لیکوال عقیدوي میلانات او مذهبي عقاید ډیر نه جوتیږي خو لوستونکئ دا احساس کوي چي د لیکوال په فکر پښتانه د افغانستان یو عمده سیاسي، اقتصادي او ثقافتي عنصر دي او په هر وخت کي د خودخواه حاکمانو او خارجي مداخلتګرو لخوا ددې عنصر د بینه وړلو او بې اغیزه کولو لپاره خپل بشپړ زور وهل سوئ دئ. کله چي خبر سوم چي د هیواد په واکن رژیم کي د اطلاعات وکلتور د وزیر چوکئ د هم دې کتاب لیکوال ته رسیدلې ده نو په زړه کي لږ قدر خوشحاله سوم، کټ مټ داغسي لکه د امبارو په یوه بدنمایه کوټه باندي یو ښایسته او ښه بوی لرونکي ګل په لیدو زړه یو څه د خوشحالي احساس کوي. ځکه چي د نوموړي کتاب د لوستلو څخه د ورایه څرګندیدله چي لیکوال د افغانستان په هکله د ایران څخه متوجه ګواښونو خصوصاً کلتوري او ثقافتي خطراتو په هکله ښه خبردار دئ. د کوم ځایه پوري چي د سیاست لپاره د اسلامي چوکاټ مفکوره ده هغه خو د تیرو ۲۰۰ کالو څخه خپله زموږ علماوو هم شجر ممنوعه ګرزولې ده نو دده څخه به څه ګیله کوو چي د اسلامي خلافت طرفداره ولي نه دئ. که لږ تر لږه ا افغانستان ۴۰٪ خلګ په اسلامي خلافتي نظام راضي سي نو هیڅ څوک په دې هیواد کي د اسلامي نظام د نفاذ مخه و نه سي نیولای. د افغانستان د اطلاعات و کلتور وزارت چي دده د راتګ دمخه د خانه فرهنګ ایران منظره وړاندي کول او د پښتو ثقافت او ژبي سره یې چي کومي جفاوي کړي دي، دهغه جبرانول شاید تر څو لسیزو پوري امکان هم ونه لري خو کیدای سي چي دا نوئ وزیر د پښتو ژبي او ثقافت یو څو پرهاره ډک کړي. بیا چي کله و پاته کابینې او نوري دولتي دستګاه ته وګورو، د رژیم جګړه خوښي عمومي پالیسي ته وګورو، پر رژیم د ایران او نورو پښتون دښمنو دولتونو ژورو اغیزو ته وګورو او بیا د افغان ولس د غفلت ژور خوب ته وګورو نو ښاغلي وزیر صاحب ته مو داغه نصیحت په خوله راځي چي زاړه فکرونه دي د ذهنه وباسه او د تفاهم او مصلحت لاره غوره کړه. هغه د شیعګانو په چم تقیه واجبه سه. تا ته شاید د خپلو فکري مخالفینو مخالفت دومره زیان ونه رسوي لکه د کاذبو تشویقونکو ډیر تعریف او تش د ژبي ملاتړ چي تاوان دررسولای سي. ته کولای سې چي د خپلي مثبتي پالیسي پیل داسي وکړې چي په افغانستان کي د خپل لیکلي کتاب پر پلور او مطالعه بندیز ولګوې او په عام محضر کي د پښتو په عوض په پاړسي ژبه خبري کول خپل شعار وګرزوې.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ډاکتر احمدی
میلمه
ډاکتر احمدی

جالبه خبره د هرات پښتنو هم ده چی اکثریت د مرکز او ولسوالیو خلک یی نورزی – اسحق زی – الکوزی او داسی نور قومونه دی خو ټکی پښتو یی اوس نه ده زده- او وایی چی پدر کلان من پښتون بود و من نورزایی هستم- اول باید پښتانه خپل کور نه ایرانیان وباسی یا یی اصلاح کړی