نړۍ

دایټمی توانایی دنړیوالي اداری او ایران ترمنځ مذاکرات ناکام سول

Mahmoud Ahmedinijad Iran Nuclear Plant A 543x275ویانا : دایټمی  توانایی نړیوالي ایجنسی ویلی چی زموږ دایران سره ددوی دجوهری پروګرام په اړوند هیڅ یوه معاهده یا تړون نه دی سوی .
د آي ای ای څخه په یوه راغلی بیان کی داهم ویل سوی چی د نړیوالي کمیټی مفتشینو دایران په دوره کی په  پراچن کی دفوځی تنصیباتو دمعاينی غوښتنه هم کړی وه  چی دا غوښتنه دایران حکومت رد  کړی ده.

همدغی ایټمی ایجنسی دایران رویه مایوسونکی  وبلل او ویی ویل  چی زموږ ددی مذاکراتو مقصد او موخه دایران وموجوده بحران ته د امن  دلاری څخه د حل لاري چاري لټول دي.

غربی هیوادونه پر ایران باندی د اتومي پروګرام دبندولو غوښتنه کوی خو ایران بیا وایی چی زموږ همدغه ایټمی پروګرام د انرژي د تر لاسه کولو لپاره دی.

دایران وزارت خارجه په وینا د آی ای ای مفتشی ګروپ سره دمعائنی کولو اکثریت نسته .
دویانا څخه په یوه جاری سوی بیان کی راغلی چی په تهران کی موجود دمعائنی ګروپ په پراچین کی دجوهری تنصیباتو دمعائنی اجازه غوښتی وه مګر تهران وهغوی ته اجازت نه وو ورکړی نو د نړیوالي اتومي ایجنسی له خوا د ایران سره په مذاکراتو کی د پرمخ تګ نه کولو په اړه دمایوسی اظهار شوی دی.

عبید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x