fbpx

سیدنا ابوبکر صدیق (رضی الله تعالی عنه) -شپږمه برخه

لیکوال: احمد الله عاطفی

سراقه چې دخپل وخت په جنګی رزمونو پوه قوی پهلوان و دانعام تر لا سه کولو په لالچ دسیدنا رسول اکرم صلی الله وسلم دسفر پل معلوم کړ او تر هغه يې هڅه وکړه چې دوی ته نږدی ورسید، په رسیدو له اسه ولوید دوباره په آس سور شو دوړاندی تګ په هڅه کي يې آس په ګونډو او سراقه تری بیا وغورځید، هلته سیدنا ابوبکر صد یق چې ولید یو تن دویته نږ دی رسیدلی عرض يې وکړ: یا رسول الله ! زمونږ لټون په سی یو تن ډیر نږدی شوی!

د الله رسول وفرمایل : لا تحزن ان الله معنا (غم مه کوه الله پاک له مونږ سره دی) په همدی ویلو سره دسراقه آس یوه اندازه په زمکه ښخ شو، سراقه چې خپل بد حالت ولید چغی يې کړی: ماته بخښنه وکړی زه تا سوته هیڅ ډول تاوان نه رسوم!

د الله رسول دعا وکړه أس ووت او سراقه راغی له روغبړ وروسته يې دمشرکینو دانعام په بابله معلو مات ورکړل اودبیرته تګ اجازه يې وغوښت، دالله رسول ورته دبیرته ستنیدو اجازه ورکړه او دايې هم وویل : زمونږ په هکله چاته څه مه وایه،سراقه بیرته ستون شو دالله رسول صلی الله علیه وسلم خپل ملګری سره د مدینی په لور خپل سفر ته ادامه ور کړ ، له بلی خوا د یسرب (مدینی) اوسیدونکو ته خبر رسیدلی وو، چې دالله رسول صلی الله علیه وسلم دی لورته روان شوی، په ډیری نا قراری سره يې درسول اکرم صلی الله علیه وسلم دراتګ انتظار کاوه، له اتو (۸) ورځو سفر وروسته رسول اکرم صلی الله علیه وسلم خپل ملګری سره قبا نومی ځای ته نږدی ورسید، قبا د مدینی جنوب لویدیځ لورته په څلور کیلو متری کی پروت کلی دی.

دمدینی اوسیدونکو ته خبر ورسید چې دالله رسول تشریف فر ما شو!! ددی خبر په اوریدو دمدینی ټوله فضا دالله اکبر په ملکوتی چغو انګازی کولی، دورځوورځو استقبال په انتظار کی د یسرب (مدینی )سپین ګیری ،ځوانان ،هلکان او انجونو لنډه داچې دهر عمر خلکو ګډون درلود چې دالله درسول صلی الله علیه وسلم مخی ته دښه راغلاست اوتوده استقبال لپاره وتلی وو، دوی دالله اکبر په نعرو دالله رسول ته ښه راغلاست ویل او مبارک قد مونه يې په ډ یری خوشحالی بدرګه کول!!

دالله رسول صلی الله علی وسلم له سپر لی کوز شو دیوی اونی سیوری ته يې تشریف یو وړ هلته کیناست، ډله ډله خلکودروغبړ او احترام مراسم پر ځای کول،هغه انصارو چې محمد الرسول الله صلی الله علیه وسلم نه وو لیدلی هغوی په آبوبکر صدیق(رض) دالله د رسول ګمان کاوه له دی لامله چې دهغه دګیری او سر په ویښتانو کی سپین والی زیات وو ۰

صدیق اکبر (رض)چې داحالت محسوس کړ او په دغه وخت کی دالله په رسول دلمر وړانګی هم راغلی ،په بیړه پاڅیده خپله ټوټه يې دلمر مخی ته ونیوه په رسول اکرم صلی الله علیه وسلم يې سیوری جوړ کړ، د صد یق اکبر په دی عمل خلک پوه شول چې دالله رسول کوم یودی؟ !! دالله رسول په قباکی دعمروبن عوف سره د څو ورځو له تمیدو او د یو ی دړی جومات له جوړیدو وروسته يې د مدینی په لور حرکت وکړ چې سیدنا صدیق اکبر (رض) يې ملګر تیا کوله۰

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د