fbpx

مدني ټولنې او د فراریانو شوراګانې

احمدزی – لوګر
هیواد مو چی کله له ۲۰۰۱ م کال نه را په دی خوا دنړیوال اتحادی استعمار تر ولکی لاندی راغی ورسره سم دمدنی ټولنو په نامه یو سوړ خو خورا خطرناک خوځښت چی تر تودی جګړی به هم بدی پایلی ولری پیل شو.

دغه مدنی ټولنی دبیلابیلو اشخاصو لخوا په مختلفو نومونو دګڼو او متضادو موخو لپاره را منځ ته شوی او په فعالیتونو یی پیل وکړ.داچی دغه مدنی ټولنی لکه دهیواد د مزدورو مطبوعاتو او مزدورو ژورنالیستانوپه څیر دیوه هیواد او یاهم دکومی مضری شبکی لخوا تمویل او فعالیت ته ډیکټه کیږی نو هرومرو به دخپلی منبع اهدافو ته ژمن او وفادار وی.

دا مدنی ټولنی چی رنګارنګ نومونه یی ځان ته خوښ کړی ،د ازادی ،انصاف او عدالت،بشر حقوق،ښځوحقوق،محو خشونت،دماشومان حقوق،دموکراسی پلی کول، او نورو …….بیلابیلو نومونو یی په تیرو څوکلونو کی دهیواد په ملی او مذهبی ارزښتونو ملنډی ووهلی.

مدنی ټولنی چی د کارپوهانو په ژبه تر اوسه خپل پوخوالی او بلوغ ته ندی رسیدلی دخپل عمر په ماشومانه دور کی هر ډول نغاری درنګولی دی،دقران او اسلام له سپکاوی او له محاکمی څخه دمرتد له خلاصولو نیولی بیا تر دښځو بربنډول ،اخلاقی فساد ،میډیا ته د داسی مسایلو را ایستل چی زموږ دمذهب او کلتور سره په ټکر کی وی،آزادی او حتی دخره تر لمانځلو پوری. ځینی مدنی ټولنو ته یوشمیر هیوادونه او شبکی پیسی ورکوی چی دیوی مسئلی په پلوی لاریون وکړی خو بل خوا نور هیوادونه او شبکی نورو مدنی بینادونو ته پیسی ورکوی چی دعینی مسئلی په ضد لاریون کړی او ویی غندی روڼ مثال یی دعبدالباری جهانی په ملاتړ او ضد لاریونونه دی عین مسئله دلته تکراریږی ځینی یی په ضد لاریون کوی امتیاز اخلی او ځینی یی په ملاتړ لاریو ن کو ی او امتیاز تر لاسه کوی خو یو یی هم د جهانی حقیقی پلوی او ضد نده فقط یوازی ځینی ګټی دی چی دوی یی دغه کارونو ته هڅولی دی.داچی جهانی صاحب کولای شی او یا به وغواړی چی د هیواد اسلامی او افغانی کلتور او فرهنګ به د اوسنیو یرغلونو څخه وساتی او که نه ؛داخبره به د جهانی صاحب دتیر او ماضی دواړو له ښه تحلیل څخه وروسته معلومه شی ،خو زه چی ورته ګورم جهانی صاحب هم دمفکر صاحب په برخلیک ګرفتار بوله .

یو بل غضب چی په هیواد کی د غربی ښکیلاک له لومړیو کلونو را وروسته پیل شو هغه دشورا ګانو ستونزه ده،کله چی امریکایان او اتحادیان یی افغانستان ته راغلل او واکمن شول طالبانو له خپلو ژمنو سره سم خپل مقاومت ته ادامه ورکړه دا جګړه او مقاومت په لومړیو کلونو کی محدوده او کم وو خو د دوو دریو کلونو په تیریدو سره دا جهادی بهیر ډیر پراخ او قوی شو او ډیری ساحی داسی لیدل کیدلی چی د طالبانو تر قاطع حاکمیت او تسلط لاندی وی .

هغه سیمی چی نوی به دطالبانو په لاس کی پریوتی او یابه هم طالبانو پر ی تسلط ترلاسه کاوه نو هغه کسانو چی دطالبانو ضد او دخارجیانو په ملاتړ به یی سنګر نیولی وو او او یا به یی هم مستقیم له ښکیلاګرو سره تړاو درلود په هغوی نو ځمکه سره وه او خپل کور کلی به یی پریښود دمربوطه ولایت مرکز او یا به هم پلازمینی ته وکوچیدل دغه لړی به هغه وخت زور واخیست چی د طالبانو حاکمیت به پراختیا وموندله ، دغه کسانو چی په ابتدا کی کوم اعمال سرته ورسول او دهغی په اساس دوی فراریان شول او له خپل کلی او کور نه بیګانه شول، داخلک چی په ولس کی هم دفراریانو په نامه یادیږی ارام نه کښیناستل او دخپل کلی،کورنۍ،قبیلی قوم او……….نورو په نامه یی شورا ګانی جوړی خو اصلی حقیقت دا دی چی دوی حتی دخپل مړی او ژوندی مراسم هم په خپل کلی او ولس کی سرته نشی رسولی ځکه دوی داسی کړنی ترسره کړی دی چی اوس له ولس څه چی له خپلو خپلوانو هم پردی دی اما دوی په خورا سپین سترګی بیاهم دخپل غیرتی ولس ،قوم،قبیلی په نوم خپلو ناروا اهدافو ته درسیدلو لپاره ددوی په نامه شوراګانی جوړی کړی او جوړوی یی خو په دی حقیقت دهر بادرکه او با احساسه افغان سر خلاص دی چی دا خلک او دا شورا ګانی تش په نامه دی هیڅکله د ولس نماینده ګی نشی کولای.

د مثال په ډول، داحمدزیو شورا،دستانیکزو شورا،منګلو شورا،ساپیانو شورا،دنورزیو شورا،دتاجکو شورا،دپشه یانو شورا،دمحمدزیو شورا، دترکیو شورا د سلیمانخیلو شورا،دزاخیلوشورا، د پلانکی او پلانکی خیلو شورا او…………..داسی نور .
د دغه شوراګانو ځینی اوصاف داسی دی:

د دغه شوراګانو غړی اکثرا نسبت هغه نوم ته چی کوم قوم یاقبیلی ته منصوب وی ډیر کم وی حتی تر لسو پینځلسو کسانو پوری.

غړی به یی ټول یا اکثرا فراریان وی او کوم چی فراری نه وی نو بیا به غولول شوی وی.

د دوی وده او نمو او حتی تګ او راتګ به په کابل پوری محدود وی.

غړی به یی بیکاره خلک وی او کوم چی په کار خلک وی هغه به غواړی ځان وکیل ،سناتور ،والی ،ولسوال او یا کوم بل څه کړی .

سابقه به یی داسی وی چی په خپل عمر کی به یی چاته خیر نه وی رسیدلی شریر به لاهم وی .

اکثره به په اداری فساد ،غلا ،قتل ،اختطاف او نورو جرمونو باندی ککړ کسان وی .

په اصطلاح مجاهدین به وی .

داسی کسان به یی په راس کی وی چی هر ځای کی به ځان مطرح کوی.

تمرکز به یی په محصلینو او زده کوونکو وی تر څو استفاده تری وکړی او تیر یی باسی ،ځینی ساده لوحه او بی تجربی زده کوونکی به یی ښکار وی .

هیڅ ارزښت ته به ژمن نه وی.

او دی ته ورته نور ډیر خبیثه اوصاف به نور هم پکی پیداشی ،زه چی کله دغه تفرقو ،تعصبونو او ځان ځانیو ته وګورم نو دی نتیجی ته ورسیږم چی دلته هم یو نه لیدونکی لاس کار کوی تر څو دا افغان ولس داسی سره بیل او ټوټه کړی لکه چی اسلامی امت یی دعثمانی خلافت په دوران کی ټوټه کړ اوس غواړی دغه غیرتی ولس هم همداسی ټوټه ټوټه کړی خو اوس ان شاالله اوس ولس ویښ دی او د مفکر صاحب ټول ټاکنو لا را ویښ کړی دغه تالی څټی او پردی پاله به هیڅکله خپلو موخو ته ونه رسیږی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د