د نن سرلیکنه

د یرغمل شویو په مقابل کې د بندي ماشومانو تبادله یو د ستاینې وړ اقدام

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله: په افغانستان باندې تر امریکايي یرغل وروسته په هیواد کې ډیرځله د دولتي ځواکونو په منځګړیتوب د طالبانو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د یرغمل شویو بهرنیانو تبادله تر سره شوې.

د تبادلې دغه لړۍ په کال ۲۰۰۷ کې دیوه تن ایټالوي ژورنالیست دانييلي ماسترو جياكومو په مقابل کې د ۴ لوړ طالب بندیانو په تبادلې سره پیل او تراوسه جریان لري .

په دې لړ کې یې تر ټولو مشهوره او موثره تبادله د یوه امریکايي اسیر په عوض کې د ۵ تنو لوړ پوړو طالب چارواکو تبادله وه چې تیر کال د قطر هیواد په منځګړیتوب تر سره شوه.

تیره ورځ په غزني ولایت کې د ۱۹ تنو یرغمل شویو د خلاصون په مقابل کې د ۲۸ تنو زندانیانو تبادله چې ډیری یې ښځې او ماشومان ول هم له انساني اړخه یو ښه اقدام دی چې باید وستایل شي .

کاشکي د تبادلې دا فرهنګ د افغاني لوریو ترمنځ دخپلو اړونده بندیانو په حق کې هم عام شي ؛ ځکه تراوسه پوري ډیر کم او نادر داسې موارد پیښ شوي چې د دولت او طالبانو ترمنځ دي د دواړو لوریو د جنګي بندیانو تبادله تر سره شوې وي.

د جنګي اړخونو ترمنځ د جنګي بندیانو تبادله یو منل شوی اصل دی او په ډیرو هیوادونو کې د جنګي بندیانو د ژوند ژغورلو لپاره له دغه اصل څخه استفاده کیږي.

د بیلګې په توګه په کال ۲۰۱۱كې اسرائیلي حکومت حاضر شو چې د خپل یوه تن اسرائلي پوځي چې په غزه کې د حماس له تنظیم سره بندي و ۱۰۲۷ فلسطیني بندیان تبادله کړي.

که چیري افغان لوري ( دولت – طالبان ) هم د خپلو اړونده بندیانو د ژوند ژغورلو په اړه دا تعامل په خپل منځ کې عملي کړي ښايي د بندیانو تر بي ځایه په اسارت کې ساتلو او یاهم د جګړې په ډګر کې د هغوی تر تلف کیدو به یې اغیز مثبت وي.

افغانستان چې اوس عملا په جنګي ستونزمنو شرائطو کې قرارلري نیږدې هره ورځ د جګړې په ډګرکې په لس ګونو کسان یو د بل په لاس اسیر کیږي چې هغوی بیا تر ډیره وخته پوري د اسارت په سختو شیبو کې ژوند تیروي او هره لحظه د وژل کیدو له خطر سره مخ وي ، د دې پرځای چې هغوي له داسې خطرناک برخلیک سره مخ کیږي ښه به داوي چې د مقابل لوري له بندیانو سره تبادله شي .

دا تبادله سربیره پر دې چې د متخاصمولوریو د اړونده بندیانو د ژوند ژغورلو لامل ګرځي په تدریج سره د جګړې دخاتمې لپاره هم یوه وسیله جوړیدای شي.

د ۳۱ تنو یرغمل شویو د ژوند ژغورلو لپاره چې دولتي لوړ پوړو چارواکو کومې هلې ځلې کړې که همدا هلې ځلې د پاتي یرغمل شویو او په مجموع کې د طرفینو د عمومي بندیانو د تبادلې لپاره جاري وساتل شي ښايي د بندیانو د ستونزو په کمولو او په تدریجې ډول په هیواد کې د سولې د تحقق په لاره کې ښې پایلې ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شهاب

خبره دبندیانو او یا هم داسیرانو دتبادلی په هکله ده دایوشه او دترحم ور عمل ده ولی باید پدی باندی فکر وسوچ وشی چه داکسان چه ددوو متخاصو دلو ترمنخ تبادله کیری ایا په رشتیا هم دا جنگی اسیران دی او که هسی لاروی رانیسی او دجنگی اسیرانو په نامه یی له حانه سره ساتی او دقربانی پسونه تری جور کری که دکوم زورواکی اویاهم دکوم قوی چارواکی له خپلوانو ححه وه نو دتبادلی په به یی خبری پیل اوکه داسی نوه نوبیا دپیسو غوشتنه کیری که یی ددی هم وسه نه وه نو بیا باید ووژل شی او نو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x