عراق: په چاودنو او ډزو کې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي
نن ټکی آسیا: بغداد: نن په عراق کې د چاودنو او او ډزو له کبله ۳۲ تنه وژل شوي، او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د عراق د وزارت داخلې چارواکو ویلي چي نن په بغداد کي چاودني لږ تر لږه ۲۲ تنه ووژل شول، او یو شمې یې نور ټپیان کړل.
د ټپیانو په اړه یې کره شمېره نه ده ورکړې.
د بلي خوا د بغداد جنوب ته په پروت ایالت صلاح الدین کي هم د پولیسو په وینا څلور تنه په ډزو وژل شوي دي، او په عین وخت کې د دیالا په ولایت کي هم شپږ تنه نور وژل شوي دي.
دیالا چي د بغداد په جنوبي برخه کي پروت ولایت دی، د امریکایانو د یرغل وروسته تر ټولو ناکراره سیمه بلل کیږي.
او د صلاح الدین ولایت بیا په خپله پلازمینه تکریت باندي ډیر شهرت لري، په کوم ځای کي چي د عراق پخوانی شهید شوی پاچا صدام حسین زیږيدلی.
د عراق څخه د امریکایانو د وتلو وروسته سیاسي او امنیتي ستونزي خورا ډیري شوی دي، او د سني او شیعه مذهبه وګړو تر منځ هم سیاسي او امنیتي تاوتریخوالی ورځ په ورځ په زیاتیدو دی.