افغانستان

هرات او بادغيس ولايتونو کې سېلابونو لسګونو کورنيو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي۲۲مه ۱۳۹۴ل): د هرات ولايت چارواکي وايي، چې کرخ ولسوالۍ کې سېلابونو د کوچيانو کورونه وړي، د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ګڼ کسان وژلي دي.

لويديځ زون کې د طبعي پېښو د مخنيوي ادارې رييس عبدالحميد حميدي مبارز افغان اسلامي اژانس ته ويلي، چې کوچيانو د کرخ ولسوالۍ شربت کلا سيمې په يو ناو کې اړولي وو، چې تېر ماسپښين سېلاب پرې راغی؛ د کوچيانو خيمې، مالونه، څلور کوچنيان او يو ښځه يې ووژل او يوولس تنه نور يې ټپيان کړي او ځينې کسان لا تري تم دي.

ښاغلی مبارز د ځايي کوچيانو له قوله وايي، کېدای شي د سېلابونو له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې کچه له دې هم زياته وي؛ ځکه چې د دوی نورې کورنۍ او دوستان يو خوا بلخوا ورک دي او دوی سره يې اړيکه نه ده نيولې.

حميدي زياتوي، چې سېلابونو همدا رنګه د بادغيس ولايت قلعه نو سيمې اړوند کليو کې له پنځوسو زيات کورونه نړولي، يو تن يې وژلی او لږ تر لږه څلور تنه يې ټپيان کړي دي.

زابل ولايت څخه هم را رسېدلي خبرونه وايي، چې د دغه ولايت په شاه جويو ولسوالۍ، سره کلا، بهرام کلی، خان کلا، يعقوب کلی او ځينو نورو سيمو کې سېلابونو د سيمې خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

د زابل ولايت چارواکي د سېلابونو له امله د پېښو شویو زيانونو پخلی کوي، مګر د مرګ ژوبلې او مالي زيانونو په اړه د کره شمېرو په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

د زابل ولایت وياند ګل اسلام سايل رسنيو ته ويلي، چې چارواکو د سېلابونو له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه سلا مشورې پيل کړي او زياته يې کړه، چې سېلاب ځپلو خلکو سره تر اوسه هېڅ ډول مرستې نه دي شوي او دوی هڅه کوي، چې له دې وروسته د پېښې قربانيانو سره مرستې وکړي.

د هېواد په زیاتو ولایتونو کې له تېرو دوه ورځو راهیسې بارانونه اوري. تراوسه له لویديځ ولایتونو د ورښتونو د زیانونو په اړه خبرونه ورکړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x