افغانستان

دفاع وزارت: د ملي اردو نهه تنه منسوبین وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي۲۲مه ۱۳۹۴ل): د ملي دفاع وزارت ویلي چې د مختلفو عملیاتو په ترڅ کې ددوی نهه تنه منسوبین وژل شوي دي.

په یوه خبرپاڼه کې چې نن سهار وختي د دفاع وزارت څخه خپره شوه، ویل شوي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بېلا بېل برخو کې د مخالفینو سره په جګړه کې، او د سړک د غاړي د بمونو د چاودني له کبله ۹ تنه عسکر وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د پيښو دقیق ځای نه دی ښودل شوی او نه هم د وژل شویو عسکرو د هویت په اړه څه ویل شوي چې د کومو ولایتونو څخه وه، او څه نومېدل.

باید وویل شي چې دفاع وزارت خپل د مطبوعاتي پالیسي له مخي یوازي د قرباني شویو عسکرو شمېر اعلانوي، د هغوی هویت نه څرګندوي.

په خبرپاڼه کې همدا راز ادعا شوې چې د ملي اردو عسکرو په عملیاتو کې ۸۳ تنه مخالف وسلوال وژل شوي، او زیات شمېر نور په ټپي حالت کې نیول شوي دي، او تر ۴۰۰ کیلوګرامه زیات چاودېدونکې مواد نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي اردو عسکرو په فراه، ننګرهار، میدان وردګ، نیمروز او هلمند ولایت کې عملیات وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x