نظــر

د مفکر حماقت !!!؟

موسی فرهاد

پرون د کابل د ناوسه ادارې یوه مشر اشرف غني احمدزي میډیا والو ته وویل چې: د برمته شویو ۳۰ تنه هزاره ګانو له جملې نه یې ۱۹ تنه د تبادلې په نتیجه کې را خوشي کړي دي. د پاتي نورو کسانو کار هم روان دی، ډېر ژر به هغوی هم د برمته کوونکو له منګولو را خلاص او خپلو کورونو ته ورسیږي. باچا غني زیاته کړه چې په بدل کې یې نه دولت پیسې کارولي، نه یې کوم مجرم خوشی کړی، او نه یې هم د چا غوښتني منلي دي. فقط یو څو ښځي او ماشومان چې له دولت سره بي ګناه بندیان وو؛ برمته کوونکو ته ورخوشي کړي دي. او دا چې پاتي نور برمته هزارګان به هم په همدې شکل راخوشي سی. یعني موږ به نور بې ګناه ښځي او ماشومان ورکړو، تښتوونکي به تښتول شوي وګړي را پریږدي.

دا مسئله به پرخپل ځای پریږدو چې دا خلک چا تښتولي ؤ؟ ولی یې تښتولي؟ د چا لاس پکښې وو؟ پر دې باندي ډېر څه پرخپل وخت په وار وار ویل شوي او لیکل شوي دي. او داچې بې ګناه مسلمانان له زندانه خلاصون مومي؛ خصوصاً ښځي او ماشومان؛ دا یوه ډېره ستره خوښي ده. الله تعالي دې ټول مسلمانان د ظالمانو له منګولو وژغوري. آمین.

اوس خبره دا ده چې د ښاغلي بې فکره مفکر په اړه خو غربي رسنیو موږ افغانانو ته داسی ذهنیت را کاوه چې دا ښاغلی یوازي د افغانستان نه، بلکي د نړۍ مفکر دی. دا د بادشاهي ځکه لایق دی چې نه حماقت کوي، نه دروغ وایی، نه خیانت کوي، نه ظلم کوي، نه یې حافظه کمزوري ده، چې یوه خبره یې له بلي سره ټکر کوی. لنډه داچې د بدۍ او کمزورۍ هیڅ پواینټ نلري، یوازي ښه دی… ښه او بس…، مګر موږ افغانانو خو تراوسه د هغه هیڅ یوه ښیګڼه ونه لیدله، بلکي هرڅه یې برعکس وینو… حتی د سولي هغه شعارونه چې ترټاکنو وړاندي به یې کله ناکله په دروغو بدرګه کول ؛ په دې وروستیو کې خو یې بیخي ناشولټه دا وکړه چې ویل یې: زه ویني په وینو مینځم او ګټم یې. دا هغه خبره ده چې پښتني نه بلکي د ټول بشري فطرت او فلسفي خلاف قول دی. په هرصورت خبره به نه اوږدوم، اصلي خبري ته به راسم، که چیري د نوموړي پرونۍ معاملي او خبرو ته لږ متوجه سو نو د هغه حماقت، دروغ، خیانت، ظلم او سیاسي کمزوري ښه ورڅخه جوتیږي.

۱ – لومړۍ خبره داده چې کله دا هزارګان برمته کړای شول، همغه وخت د اشرف غني په شمول ډېری چارواکو وویل: چې موږ به د دوی د خلاصون هڅه وکړو، خو له تښتوونکو سره به هر ډول معامله په هیڅ صورت ونکړو. اوس چې یې خپله د تبادلې اعلان اشرفغني کوي ؛ نو له سیاسي شکست،کمزورۍ او شرم پرته، بل څه نوم ورکول کیدای شي؟

۲ – دویمه خبره دا چې اشرف غني ایران ته تر رسمي سفر مخکي او وروسته وویل: چې ډېر ژر به برمته هزارګان را خلاص کړي ځکه چې د دوی د خلاصون لپاره یې دولت تراوسه ۶میلیونه ډالر مصرف کړي. خو نن چې یې د تبادلې اعلان کاوه ؛ وې ویل چې یوه روپۍ یې هم نه ده کارولي یعني برمته کوونکو ته یې پیسې نه دي ورکړي. دا خبري په خپل منځ کې څومره ټکر لري..!؟ یوه به یې هرو مرو دروغ وي. ممکن د اشرف غني بانډ د نوموړي دا خبره داسي تحلیل کړي چې ګویا مصرف کړي یې دي، خو برمته کوونکو ته یی نه دي ورکړي، دا خبره ځکه معقوله نه ده چې اشرف غني ۶میلیونه ډالره څنګه مصرف کړي؟ دا عسکر چې ورپسي وتلي وو، او خوراک څښاک یې کاوه یا یی تیل مصرفول ؛ همدا مصارف اشرف غني یادوي او د هزارګانو پر کورنیو یې احسان بولي او خپل دولتي مسئولیت یې نه بولي؟ آیا همداسی ده؟ که داسی وي، نو دا بیا د هغوی بله سپکه ده…. مګر د هغه د خبري واضح مقصد دا و چې ویل یې ۶میلیونه ډالر یې خلکو ته ورکړي ترڅو هغوی هزارګان پریږدي. چې خبره داسی سوه نو دا څومره ستر دروغ دي چې یوځل وای مصرف کړي مي دي، بل ځل وای یوه روپۍ مې نه ده کارولي. (دروغګو را حافظه نباشد)

۳ – درېیمه خبره دا ده چې اشرف غني وای په بدل کې مو مجرم نه بلکي بې ګناه ښځي او ماشومان خوشي کړي دي. متاسفانه !!! دا څومره لوی حماقت او څومره ستر خیانت دی…؟؟؟ د یو هیواد رئیس جمهور چې پخپله اعتراف کوي چې د خپل ملت بې ګناه ښځي او ماشومان یې بې جرمه بندیان کړي دي. او اوس یې تبادله ورباندي وکړه. که چیري واقعاً هغه مجرمان نه وو لکه دا اوس چې خپله اعتراف کوي، او واقعیت هم دی، ځکه چې ماشوم خو نه عقلاً او نه نقلاً مجرم کیدای شی. نو ولي دې په بند کې ساتل،؟ ولي دې له خپل ملت سره دومره ظلم کاوه؟ او که مجرمان وو، او تا د جرم له امله بندیان کړي وو، نو بیا اوس ولی ملت ته دروغ وایی چې بې ګناه وو؟ نو له یوه حالت نه به هرو مرو خالی نه یی: یا به ډېر احمق یې د دې خبري په سر او بر به نه پوهیږي او یا به ډېر ستر بې رحمه ظالم یې. او یا به هم غټ دروغجن.؟

۴ – داچې اشرف غني باچا دا ښځي او ماشومان څنګه بې ګناه بللي ؛ هغه داسي ادعاء وکړه: چې په بدخشان کې د واورې ښوئیدو له امله د څو بهرنیانو ماشومان او ښځي ژوندي پاتي شوي وو، بیا ملي امنیت له ځان سره ساتلي وو، نن یې د مذاکراتو په پایله کې د هغوی خپلوان وموندل چې د هزارګانو تښتوونکي وو ؛ او دا ماشومان ا وښځي یې ورته وسپارلي.

مانا داچې موږ یو بشري خدمت انجام کړی و، نه داچې هغوی مو بندیان کړي وو، ګویا که یې خپلوان مخکي را پیدا شوي وای، دوی به مو ورته سپارلي وای. !

که داسي وي، نو دا خپلوانو خو به یی ممکن له مخکي هم یوه رابطه هرو مرو کړي وي ځکه چې د دوی د خلاصون لپاره چې هغوی ۳۰ هزارګان تښتوي، نو خو دا ورته معلومه وه چې تاسو نه ورپریښودل. بیا ولی دروغ وایی چې موږ یې پخپلوانو پسي تلاش کاوه. که دا هم ومنله شي چې تاسو یې د خپلوانو په لټه کې واست ؛ نو بیا مو ولي څه کم درې میاشتي وخت ورباندي تیرا وه خو باید په لومړیو ورځو کې مو ورپري ایښی وای دوی به برمته کسان پري ایښی وای. نو معلومه ده چې تاسو دا بې ګناه ماشومان او ښځي نه پریښودل. او نور به لا څومره بې ګناه معصوم انسانان د اشرف غني په زندانونو کې پراته وي او دی، به د میډیا په مخ کي دروغ وایی.

بله غټه د دروغو خبره دا ده چې د بدخشان د واوري ښوئیدو پیښه د هزارګانو د تښتوني تر واقعې وروسته وه، یعني په ۱۶م د فروري هزارګان وتښتول شول او په ۲۲م د فروري د بدخشان د واوري ښوئیدو پېښه وشوه.

نو دې پورتنیو څو ټکو ته په پام سره، سړی دې پریکړي ته رسیدای شي چې د پردیو لاسپوڅی مصنوعي مفکر څومره پَست او ذلیل شخصیت دی، آیا مناسبه ده چې د افغانستان غوندي مسلمان، غیور او با وقاره هیواد باندي دې داسي بې فکره او نامطلوب اشخاص مسلط وي..!!؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
18 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حماد نیازی

لیکوال صیب! آفرین شه چې د د نړۍ د مفکر حماقت دي په خورا ښه ډول بیان کړی دی.

هغه چاته چې ګنجي ته مفکر وایي!! ایا یو څوک چې د غلامۍ تر تور چت لاندي ژوند کوي، د بادار په اشارو ناڅي او… مفکر ویل کمکلي نه ده؟؟؟؟؟؟؟

عماد الدین پژمان

بل کل ټیک وایی

ف-ا

د نیوکی په مرض اخته وروره: پدی ملک کی د نیکی او ښیګڼی هم دیر څه شته. خو د حسادت نه پاکی، د جاسوسی او پردی پالنی نه منزه سترګی پکار دی چه ویی ګوری. ته پدی نیوکه نه کوی چه یو څو پردی پاله ترهګر او استخباراتی جاسوسان بیګناه خلک د لاری دسر نه یرغمل کوی ، ځوروی یی ، وژنی یی خو دا چه دولت یی د خلاصون لپاره ګام پورته کړی نو تا بیا د خولی نه لاس اخستی او څان درته لیکوال او سیاسی تحلیل ګر ښکاری. ته مه افغان یی نو د بردو لپاره د… نور لوستل »

داکترصلاح الدین(افضلی)

خبری خوموپه خای دی خودانسانی کرامت ته په احترام به مودزینوجملوداستعمالولوچخه دده کری وای نومقالی به مونورجذابیت هم پیداکری وو!
په درنشت!

عبدالحق حنفی

دمظلوم ملت روحیات رښتیا هم څوک نشی ضعیفوی ځکه خو یی په کفری یرغل ګرو او دهغوی په متحدینو پسی مټی رانغښتی دی او ورځ تر بلی یی روحیات ور ضعیفوی اوذهنونه یی ور مختلوی .

طوفان طوطاخیل

په ګوتو اوقلم دي برکت شه ، آښه داچې ماشومان له بدخشان نه راوړل شوي دي نو په زابل کې یې ولي خپلوان خلک تښتوي خو همهلته بدخشان کې به یې څوک تښتولي وای ،
دمفکر دروغ به نور یو ډېر بې عقل انسان هم ونه مني ، مفکر نه بلکه چورتمن سیب باید ورته وویل شي چې کله یوډول چرت وهي کله بل ډول نو سل ډوله دروغ په یوه خوله راباسي هغه بل یې بیا هیروي ، رښتیاچې دروغګو را حافظه نه باشد

الحاج استاذ بیانزی

امریکایانو ته چا ویلی ، چه په سر یی ویښته کم یا نه وی ، هغه تر ټولو متفکر شخصیتونه دی ، ځکه خو یی اول خلیلزاد خوښ کړی وو ، بیا چه د کرزی سرته یی وکتل د ویښتو شمیر یی تر خلیلزاد زیاد وو هغه یی جمهور ریس وټاکلو ، د امریکایانو هغه وخت د متفکر ټکی ته فکر نه وو ، رښتیا هم کرزی د هغوی له پیشپینی هم زیات مداری او څو مخی شخصیت وو ، و توانید چه د امریکایانو ویزه ۱۴ کلونه تمدید کړی ، امریکایان باور شول چه به سر ګنجی خامخا متفکر… نور لوستل »

غوربندي

د مفکرصیب بل ټکی چی فکر یی نه ورته رسیژي داده چې تر اوسه په دې نه ده پوه چې وسلوالو مخالفینو ولې د اختطاف لپاره هزاره برادران انتخاب کړل؟ که مفکر صیب په رښتیا هم د ټولو افغانانو ولسمشر او د خپلواکې افغاني ادرې څښتن وای نو کافي وه چې وسلوالو مخالفینو د دېرشو هزاره برادرانو پر ځای یوازې یو تن بې ګناه پښتون/احمدزی مسافر اختطاف کړی وای، وسلوالو مخالفینو ته ښه معلومه ده چې که دوی یو نه بلکه 1000 تنه پښتانه هم اختطاف او بیا خدانخواسته ووژني هم نو بې واکه مفکرصیب به کله هم انعطاف یا… نور لوستل »

rehmat jan

ف-ا
جنابه ته ددی پک دراتگ له ورزی نیولی ترنن تاریخه یوه شیگنه راته په گوته سی دی ملت ته یی خیررسیدلی یی هننن که ته هغه دیهودوشیگنی خپلی گنی نوبیاخوشکاره خبره ده سی ته هم دریم مفکر یی ته ددولت هغه رزیل اشخاص بیگناه گنی سی دخلاصون لپاره یی دی پردی پال حکومت 6میلونه دالرمصرف کرل اختطاف کونکی یی مجرم خوهغه بیگناه ماشومان اوتورسری درته ظالمان اومجرمان شکاری سوک سی ترننه پخپل جرم ندی خبر

ف-ا

و خدای ته وګوری نور د دین په نوم دا تجارت بند کړی. دیرش کاله کیږی چه د دین تجارانو په مختلفو نومونو د دی دین پر سر تجارت وکړ. زه د شوروی اتجاد یرغل پر دی ملک یو څرګنده تیری چه د ټولو نړیوالو معیارونو پر خلاف و خو د روسانو نه وروسته چه کوم خلک پر واک شول تر روسانو بد تره نه و؟ تاسی د یو داسی جنایت او وحشت نوم اخستلی شی چه د دین تجارانو نه وی تر سره کړی؟ زه پخپل وجدان کی دا منم چه افغانستان مستعمره دی خو امارت هم امریکایی پروژه… نور لوستل »

محب الله صافی

لیکوال صیب ډیر خونده وری خبری دی کړی دی چی هر چا ته معلوم شی یعنی معلوم خو دی چی هسی تش بوتل دی او هسی یی افغانان وغولول په خپلو خبرو باندی الله دی تبا برباد کړی دغه سی خلک چی په افغانستان کی وی نو سنکه به جوړ شی دا زمونږ اشرف غنی دی تاسی تکړه او تاسی تکړه دی تا تکړه توب به یی سه کوم چی یوملک کی امن او سوله نشی را وستلی او امن سوله مونږ سه کوو تر سو چی زمونږ وطن نا غریبان وتلی نه وی مونږ سوله نه کوو مو نږ… نور لوستل »

طوفان طوطاخیل

دغه نو سترحماقت دی چې یوڅوک دروسان یرغل یرغل بولي او بیاهم هغه دروسانو چچیان د وطن لپاره ګټور بولی ، اوهغه چې دروسانو له وتلو وروسته یې هیواد ټوټه ټوټه کړل او تر روسانو یې غلط کارونه وکړل اوس په اقتدار کې راولي اودهغوی تعظیم ته سرپه سجده دی ، داسلامي امارت مجاهدین ټولي نړۍ ولیدل چې څومره امن امان یې په هیواد کې راوستلی ؤ چې په ټوله نړۍ کې یې څوک مثال نه شی پيداکولی ، نو چې دشوپرک سترګي لمر نه ويني نو داخو دلمرنقصان نه دی

ف_سیف العدل

دا مفکر نہ دی،دا مکفر دی او پہ افغانستان کے ترے ستر احمق بل نشتہ،ددے مکفر لہ غلامئ خو د شاہ شجاع اروا ھم پناہ غواڑي
.
ھغہ د خرش پرش خبرہ چي:خرو تہ گورہ،پہ صحرا شپو تہ گورہ
.
فیلمرغ گورہ او پغ افغانستان یے پاچھي گورہ

محمد ياسر وردگ

دغني صفت كول يوه غټه تيروتنه ده ، غني يو غلام تر حد زيات بي علمه دي غني ته د متفكر لقب وركول هماقت دي ډېره دافسوز خبره خو داده چه داسي يوه إسلامي او قهرمانه خاوره او داسي مزدوران لكه ( گل مرجان يا غني) افغانستان نړۍ ته سابته کړېده چه دا قهرمانه او إسلامي خاوره به هڅکله غلامي نه مني څوک چه ددي غلامي ايداري او ددي محكومو ملاتړ كوي هغه دي په خپل ويژدان باندي له سره فكر وکړي نن سبا په كابل كي څه روان دي دافغانستان ننني هيله إسلامي او قهرمان امارت دي

ف-ا

مننه د کامنټونو نه. موږ افغانان پخپلو کی ګډ ټکی ډیر لرو تر څو پری را غونډ شو او راغونډیدل مو د خلاصون لاره ده. خو مشکل دادی چه د منطق پر ځای د زور نه کار آخلو. راځی لږ منظقی فکر وکړو ایا موږ په ټوله کی که دولت کی دی یا هم په مخالف اړخ کی د دی توان لرو چه د ټولی نړی سره وجنګیږو؟ احساساتی کیږو به نه. د دی حقیقت نه هیڅوک هم سترګی نسی پټولی چه دواړه جانب د بهرنیو لخوا تمویل کیږی که هغه دولت دی یایی هم وسله وال مخالفین. هیڅ بهرنی… نور لوستل »

طوفان طوطاخیل

په چاندو مو نفس وختی دی وایې طالبان هم تمویل کیږي ههههههههههههههههههههه بیخي ناپړتي وایې في الف وروره چې الله درسره مل نه وي رحمانه ::: که لښکري درسره وي یک تنهایې : داچې داسلامي امارت مجاهدین څوارلس کاله له ټولي نړۍ سره وجنګیدل لایې ته نه مني ؟؟؟؟؟ دناټو ګوډاګیان که نشي جنګیدلی موږ ان شاء الله دخپلي ویني ترآخري څاڅکي پوري جنګیږ، او که دحضرت عمر رضی الله تعالی عنه دزماني خلافت نه شو راوستلی نو کم ترکمه هغه پخوانی امارت غوندي حکومت خو به الله تعالی راولي ، الله تعالی ته هیڅ شیئ ګران نه دي ،… نور لوستل »

ف-ا

طوفان صاحب تا نو د خپل ملک په ورانی پوری را آخستی او د خپل ملک قسم خوړلی دښمن یی. ستا په وړاند ی نو دلیل او منطق مقهوم نلری. خو یوه نقطه درنه هیره ده او دا نقطه به دی هغه وخت په یاد شی چه د دی خاوږی د میړنی عسکر سره د مخه سی. نور ستا کار او ستا خوښه. تا د دی ملک په ورانی پسی را آخستی خو ډیر شته چه دی ملک په أبادی لګیا دی. تا په افغان وژنی پسی را آخستی خو ډیر میړنی یی په ساتنه لګیا دی. ګورو به چه… نور لوستل »

khalid

جناب ف-ا دا خو اوس منی چی هم پاکستان د افغانستان دښمن ده او هم امریکا او داهم منی چی امریکا هر وخت د افغانستان په پرتله پاکستان ډیر حمایه کوی او په افغانستان کی په بوه نه یوه پلمه د جنګ دوام غواړی ترڅو خپل حضور ته زمونږ په هیواد کی ادامه ورکړی داسی سوله چی په نتیجه کی یی په هیواد کی د اسلامی نظام قیام په کوم کی چی هر افغان خپل ځان ووینی او اجتماعی عدالت تامین شی او ددوی وتلو ته لاره هواره شی نه غواړی نو دا تاسی جنابان یی ولی په ضد نه… نور لوستل »

Back to top button
18
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x