شعـــــرونه

غزل – امید عمر خېل

یو رنګ غورور پښتونولي لرمه
په ځان زړګی ستي ستي لرمه

تر قیامته به غلام نشمه
یو ربه ستا زه بنده ګي لرمه

شمله د جګه پر پټکي خوند کوي
د جګې غاړې زنده ګي لرمه

زه مې قربان له خپل کلتوره شمه
کلي ګودر کې ډک منګي لرمه

زما خبرې چې بار بار ته اورې
دا جګ چنار کې شین طوطي لرمه

زما دغرونو نامه ځکه لوړه
په دنګو غرونو کې زمري لرمه

دا د امید کلام په زړونو لګي
ځکه په ژبه آزادي لرمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x