
د شينډنډ ولسوالۍ پر ودانۍ ډله ييز بريدونه روان دي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي۲۲مه ۱۳۹۴ل):شېبه مخکې د هرات ولايت شينډنډ ولسوالۍ پر ودانۍ ډله ييز بريدونه پيل شول.
راپورونه وايي، چې په سپکو او درنو وسلو سمبالو کسانو د شينډنډ ولسوالۍ پر مرکز او شاوخوا امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.
چارواکو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي وي.
د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.
د روانو بريدونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا څارئ.