افغانستان

نواز شريف د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسيد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي۲۲مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان صدر اعظم ميا نواز شريف شېبه مخکې د يو لوړ پوړي سياسي او نظامي پلاوي په مشرۍ کابل ته راوسېد.

نواز شريف سره په دغه سفر کې د پاکستان لوی درستيز جنرال راحيل شريف، د بهرنيو چارو او ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز، بهرنيو چارو لپاره د صدر اعظم مرستيال طارق فاطمي او بهرنيو چارو سکرتر اعزاز چودهري ملګري دي.

د ګډ حکومت له پيله دا لومړی ځل دی، چې د پاکستان صدر اعظم کابل ته راځي او نوموړی د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال هم د تېر ۲۰۱۴ د نومبر په دېرشمه کابل ته راغلی و.

ويل کيږي، چې نوازشريف د ولسمشر اشرف غني په ځانګړې رسمي بلنه کابل ته راغلی او دواړه مشران به يو په يو ځانګړي ليده کاته هم وکړي.

ټاکل شوې، چې نواز شريف به د خپل پلاوي په ملتيا د ګډ حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله سره هم ليده کاته وکړي او په دوه اړخيزو اړيکو او امنيتي چارو به سلا مشورې او بحثونه وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچينې وايي، چې د دواړو هېوادو مشران به د دوه اړخيزو سياسي او امنيتي ستونزو ا وچانسونو په اړه هم خبرې اترې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې نواز شريف په داسې وخت کې کابل ته راځي، چې د تېر اپريل په ۲۷ د ګډ حکومت مشر هندوستان ته تللی و او هند سره يې د ښو او دوستانه اړيکو هوډ څرګند کړ او له هغه ځايه يې پاکستان ته ګواښ وکړ، که پاکستان د افغان سوداګرو د بار وړونکو لاريو پر مخ د واګې سرحد خلاص نه کړي، نو دوی به افغانستان ته د پاکستانۍ لاريو مخه ونيسي.

سرچينه دا هم وايي، چې د ګډ حکومت مشران به پاکستاني پلاوي سره دغه هېواد کې د مېشتو افغان مهاجرينو د ستونز او مشکلاتو په اړه هم خبرې اترې وکړي.

د پاکستاني پلاوي دا سفر به بريالی وي؟

د کارپوهانو په اند د ګډ حکومت مشر اشرف غني د سيمې له سياسي جغرافيې سره نابلد دی او پاکستان سره په اړيکو او راکړه ورکړه نه پوهيږي او له همدې امله دی نه شي کولای، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو بېلنس وساتی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکټر ایمل موحد

زه به صرف د مهاجرینو په اړه خپل نظر شریک کړم! هغه افغانان چی پاکستان کی ژوند کوی په افغانستان کی د سرپنا لپاره هیڅ نلری او دا غټ ستونزه ده په ۳۴ ولایاتو کی د مهاجرینو ښارګوټی جوړ شی او هر کورنی ته کور تسلیم کړی په هغه صورت کی به افغانان په خپله خوښه راستانه شی، دوهم خبره باید ورته د کار زمینه برابر شی او هری کورنی ته دی دریو کالوو مصرف ورکړل شی تعلیم زمینه ورته چمتو شی. امنیت ستونزه دی حل کړل شی او خفه ورورنه دی راوبلل شی او په حکومت کی دی برخه… نور لوستل »

احسان الله همت

زه به دومره ووایم چی د پاکستان د وزیراعظم او نورو لوړپوړو پاکستانیانو سفر کابل ته کومه فایده نلری ځکه چی دوی اوس هم پاک نیت نلری او صرف د دافغانانو او نړیوالو سترګو ته خاوری شیندی دی سفرونو سره دوی غواړی چی ملی حکومت او نړیوالو ته دا وښایی چی مونژ په افغانستان کی سوله غواړو ولی په حقیقت کی داسی نده دوی اوس غواړی چی هندوستان او افغانستان په اړیکو کی یو ځل بیا درز راولی ځکه چی دافغان ریس جمهور د وروستنی سفر چی هندوستان ته وو دا دواړه دوست هیوادونه سره نیژدی کړی وو. په اخر… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x