نړۍ

پاکستان: بلوچستان کې د ګوادر بندرګاه سوداګریز فعالیت پیل کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): نن سهار د ام، وي، زي جنګسن په نوم یوه درمیاني بیړۍ چې په سمندري خوراکي موادو باندي بار شوه ګوادر له بندرګاه څخه د دوبۍ به لور روانه شوه.

دغه بېړۍ به د دوبۍ په جبل علی بندرګاه کې کومه بله لویه بېړۍ کې خالي کیږي او له هغه ځایه به د چین او ملیزیا په لور حرکت کوي.

د سمندري خوراکي موادو د یو شرکت مشر عبد البصیر قادر بخش چې په دې بیړۍ کې یې مالونه بار کړي له خبري رسنیو سره د خبرو پر وخت وویل چې له تیرو ۲۰ کالو څخه د دوی شرکت خپل مالونه د کراچۍ  بندر له لاري صادرول.

د پاکستان د سمندري سوادګرۍ د چارو وزیر چي د بیړۍ د حرکت په وخت کي یې د خبریالانو پوښتنو ته جوابونه ویل زیاته کړه چي حکومت هڅه کوي چي څومره ژر وي په ګوادر بندرګاه کې د سوداګرو لپاره نورې اسانتیاوې هم رامنځ ته کړی.

نوموړي زیاته کړه د ګوادر د بندرګا دفعالیت په صورت کې به ډیره ګټه د سیمې اوسیدونکو ته ورسیږي.

قادر بخش وویل حکومت پوره کوښښ کوي چي څومره ژر وي د ګوادر بندرګاه د ځمکې له لارې له چین او مرکزي اسیا سره ونښلوي، تر څو په سیمه کي د دې لاري په جوړولو سره اقتصادي انقلاب رامنځ ته کړي.

نوموړي زیاته کړه چی تر ټولو مهمه خو داده چې دې بیړۍ کې د ګوادر له ساحلي سیمي څخه نیول شوي ماهیان لیږدول شوي چې دا پخپله د سیمي د خلکو پر اقتصاد باندې مثبت اثر اچوي او په پام کې لري چې دروانې میاشتې پر ۱۸ مه نیټه به له ماهیانو څخه ډکه یوه بله بیړۍ له دې بندرګاه څخه د دوبۍ په لور روانه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x