نظــر

د حوثيانو په خلاف د سعودي په مشرۍ کې د ائتلافي هیوادونو عملي ونډه

بخت الرحمن بخت
د روان کال دمارچ په ۲۶ مه نیټه باندي دسعودي عرب په رهبري کې له دعربي هیوادونو څخه جوړشوي ائتلاف په یمن کې دحوثیي ملیشو په خلاف جګړه پیل کړه.

حوثي شعیه  مليشې چې له ډیره و خته څخه دیمن له حکومت سره دځینو اختلافونو پر سر په جګړه بوخت دي دیمن حکومت او سعودي عرب وایی چې له دغو ملیشو سره دایران حکومت مالي او عسکري مرستي کوي، خو دي وروستیوکې دغه ملیشی په دی باندې وتوانیدلي چې دهیواد له شمال څخه دیمن دمرکز په لوري حرکت وکړي او اخیر کې ټول یمن دپلازمیني صنعا په شمول تر خپله ولکه لاندي راولي.

پرټول یمن باندي دحوثیانو ولکې سعودي عرب او نورو خلیجی هیوادونو د ځان لپاره ګواښ وباله او ددغه ګواښ په مقابل کې یی یو ائتلاف رامنځّ ته کړ چې پر لاندي هیوادونو باندي مشتمل دي:

سعودي عرب: سعودي عرب هغه هیواد دی چې ددغه ائتلاف مشري کوي او دحوثیانو په مقابل کی روانه جګړه کې تر ټولو لویه ونډه لري او دغه عملیات مستقیما ددغه هیواد دفوځ او نظامي چارواکو له لوري پرمخ بو ول کیږي. سعودي عرب ددغو عملیاتو لپاره ۱۰۰ داني جیټ الوتکې ۱۵۰۰۰۰۰ یوسل او پنځوس زره پلی عسکر او څه نور سمندري کنډکونه دغه جنګ ته تیار کړي، د سعودي عرب دولتي ټلویزون العربیه ویلي چې د روانو عملیاتو په ترڅ کې په یمن کې په حوثیانو پوري تړلي نظامي مرکزونه، هوایی اډی د لري واټن ویشتونکو مزائیلو پټ ځایونه په نښه شوي او همدارنګه دغه عربي ټلویزون ویلي چې دسعودي له لوري د هلیکوپترو الوتکو په واسطه په یمن کی دننه دحوثیانو په خلاف خاص هدفي بریدونه هم ترسره شوي دي.

۲: متحده عرب امارات: دغه هیواد دحوثیانو په خلاف جوړ شوي ائتلاف ته دیرش جنګي جیټ الوتکې ورکړي تر څو ددغو الوتکو په واسطه سره په یمن کې دحوثي ملیشو پټ ځایونو دسکډ مزایئلو مرکزونو اونوري جنګي هوایی اډی په نښه شي.

۳: مغرب: په مغرب کی دسعودی عرب سفیر عبدالرحمن محمد الجدایی ویلي چې دمغرب هیواد خپلی شپږ داني شپاړس ډوله جنګي جیټ الوتکې د ائتلاف په واک کې ورکړي ترڅو یمن کې د حوثیانو په خلاف جنګ کې ورڅخه کار واخلي، نوموړي زیاته کړه چی د مغرب هیواد دغه ۶ شپږ داني الوتکې له پخوا څخه لا په متحده عرب اماراتو کی ځاي پرځاي کړی او دامریکې تر مشري لاندې ائتلاف کی چی د اسلامی دولت په وړاندی جوړ شوی وو برخه در لود.

۴: کویټ: دغه هیواد خپلي ۱۵ داني جنګی جیټ الوتکې د ائتلاف په واک کې ورکړی دي خو دا لا څرګنده نه ده چې دغو الوتکو تر اوسه پوري په جګړه کې برخه اخیسته ده او که نه.

۵: بحرین: دغه وړوکې جزیره نما هیواد د ائتلاف په واک کې خپلي ۱۲ داني جنګي جیټ الوتکې ورکړي دبحرین دولتي ټلویزیون خبر خپور کړی چې الوتکې یی عملا په جګړه کې برخه لري.

۶: دمتحده عرب اماراتودولتي خبري رسنئ وام خبر نشر کړی چې ۱۰ جنګي جیټ الوتکې د ائتلاف په واک کې ورکړی تر څو دحوثیانو په خلاف جګړه کی برخه واخلی، خو دقطر له لوري تر اوسه پوري رسما نه دي ویل شوي چې دغه هیواد څو الوتکې د ائتلاف په واک کې ورکړي او دغه الوتکې اوس مهال په هوایی بریدونه کې عملي برخه لري او که نه.

۷: سوډان: ددغي هیواد داطلاعاتو او فرهنګ وزیر له خوا په یوه خبري غونډه کی ویل شوی چې دسعودي عرب غوښتنه یی منله او ۴ جنګي جیټ الوتکې به دغه هیواد ته ورکوي نوموړي زیاته کړه، چی دسوډان هیواد ویلي چې دغه هیواد هوډ کړي چې دځمکنیو عملیاتو لپاره به ۶۰۰۰ پلي عسکر هم د ائتلاف په واک کی ورکوي، خو دا څرګنده نه ده چې دغه ۴ داني جنګي جیټ الوتکی او ۶۰۰۰ عسکر وسعودي عرب ته رسیدلي دي او که نه.

۸: مصر: ددغه هیواد له لوري ددواړو هوایی او سمندري مرستو وعده شوي ده خو تر اوسه پوري دمصر هیواد له لوری رسما څه نه دي ویل شوي چې ددغه هیواد هوایی او سمندري ځواکونه هلته رسیدلي عملیاتو کې برخه لري او که نه.

۹: سینیګال: دغه هیواد چې له سعودی عرب سره ډیري نژدی اړیکې لري دسعودي عرب له لوري دغه هیواد سره ډیري مرستي شوي او دغه هیواد کې یی ډیري پرمختیایی پروژی تر لاس لاندی نیولی دي. د سنیګال هیواد چې دسني مسلمانانو هیواد دي له سعودي عرب سره پر سیاسیي اړیکو باندي سربیره مذهبي اړیکې هم لري، ددغه هیواد دبهرنیو چارو وزیر د رواني میاشتي پر ۴ مه نیټه وویل چي هیواد یی سعودي عرب ته دحوثي ملیشو په خلاف رواني جګړي لپاره ۲۱۰۰ دوه زره سل تنه عسکر لیږي.

لوجیستکې ملګري:

دامریکې متحده ایالات: دغه هیواد که څه هم خپله مخامخ په جګړه کی برخه نه لري خو د سعودي په مشري کی له ائتلاف سره لوجیستکې مرستي کوي، امریکا دحوثیانو په خلاف روانه جګړه کې د استخباراتي معلوماتو او مرستو ترڅنګ د سعودی عرب او متحده عرب اماراتو هغو الوتکو ته چې جګړه کی برخه لري تیل ورکوي.

له پورته ذګر شویو هیوادونه څخه علاوه ځیني نور اسلامي هیوادونه هم دی چې له ائتلاف سره یی غیر څرګنده مرستي اعلان کړي او تراوسه پوري یی په ائتلاف کې ښکاره ونډه په سترګونه لیدل کیږي.

له دغو هیوادونه څخه یو د اردن هیواد دي ددغه هیواد یو حکومتي چارواکې له ایسوسیټیډ پریس سره دخبرو پر وخت وویل چې دغه هیواد د ائتلاف برخه ده او دحوثیانو په خلاف روانه جګړه کې ونډه لري، خو څرګنده یی نه کړه چی اردن په ائتلاف کې کوم ډول ونډه لري عملي په جګړه ورسره شریک دي او که نوري لوجیستکی مرستي کوي.

پاکستان: که څه هم ګمان کیدي چې دغه هیواد به دسعودي له لوري هري غوښتني ته پر ورین دندي ښه راغلاست ووايی خو دحوثیانو په خلاف دسعودي عرب له لوري روانه جګړه کی ددغه هیواد له وار وار غوښتنی سره سره پاکستان تراوسه پوري بی طرفه پاتي شوی.

دغه هیواد دسعودي له لوري غوښتني او په ائتلاف کې دبرخي اخیستني خبره پارلمان ته وړاندي کړه، او پارلمان په غوڅ اکثریت سره پریکړه وکړه چې هیواد یی داسلامي امت ترمنځ روانه جګړه کې برخه نشي اخیستي او کوښښ به وکړي تر څو دمسلمانانو ترمنځ روانه جګړه کې ددریمګري رول ولوبوي. خوبیا یی هم سعودي عرب ته په دوه دري ځله باندی لوړي پوړي استاځي لیږلي او خبر داری یی ورکړي چې دسعودي عرب پر خاوره باند دهرډول تیري په مقابل کې بی طرفه نشي پاته کیدي او ددغه هیواد باندی د تیري په صورت کې دمرستي لپاره هر ډول سرښندني او قرباني ته تیار دی.

صومالیه: دغه هیواد هم تر اوسه پوري په میدان کې کوم عملي حضور نه لري خو له سعودي عرب سره یی د هرډول مرستي لپاره سر ښورولي دي.

مالیزیا: که څه هم یوي سعودی دولتي رسني خبر خپور کړی چې دمالیزیا هیواد عسکر سعودي ته را رسیدلي او دلته دحوثیانو په خلاف جګړه کې ونډي اخیستو لپاره ځاي پر ځای شوی دی، خو ددغه خبر له نشریدو څخه سمدستي وروسته دمالیزیا دفوځ له لوري په یوه بیان کی وویل شول چي، هیواد یی دوي داني سی– ۳۰ ډوله الوتکې سعودي عرب کې ددي لپاره ځاي پرځای کړی تر څو له یمن څخه دمالیزیا هیواد د وګړو په را ایستلو کې پر وخت مرسته وکړي.

افغانستان: دغه هیواد چې خپله هم په جګړه اخته دی او دجګړي په څنګ کی خپله حکومت هم ډیر کمزوري په اداري او مالي فساد کې تر ککري ډوب دي بیا یی هم له سعودی عرب سره دحوثیانو په خلاف جګړه کې خواخوږي ښودلي او دغه جګړه یی دسعودي عرب او ائتلاف لپاره مجبوریت بللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x