افغانستان

د نن په لاریونونو کې د ۲ امریکایانو په ګډون ۹ تنه ووژل شول، او ګڼ شمېر نور ټپیان شول

security-forces-shoot-on-protestors23-2-2012نن ټکی آسیا: د روزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې نن د بهرنیانو له خوا دقرآن کریم د سوځولو په ضد لاریون تر سره شو، دغه لاریون چي په سوله ایزه توګه شروع سو، او وروسته بیا په تاوتریخوالي بدل سو، په کښي لږ تر لږه ۳ تنه لاریون کونکي مړه او ۷ تنه نور ټپیان شول.
ویل کیږي چي ۱۰ تنه دولتي سرتیري هم ټپیان شوي دي.

د دهراود ولسوالۍ امنیتي سرچیني وايي چي لومړی د لاریون کونکو له خوا پر پولیسو ډزي وشوې، او د ډبرو وارونه پرې وشول، چي د پولیسو له خوا هم بیا وروسته پر لاریون کونکو ډزي وشوې، چي له کبله يې یاده مرګ ژوبله ورسیدله.

امنیتي چارواکو ویلي چي د لاریون کونکو په ډبرو ۸ تنه پولیس او د ملي اردو دوه تنه سرتیري ټپيان شول.

د پولیسو په جوابی ډزو کې ۳ تنه لاریون کونکي مړه او ۷ نور ټپيان شوي دي.

بل خوا د لغمان په ولایت کې هم پراخ لاریونونه تر سره شول، چي په ترڅ کې یو تن مړ او ۹ نور ټپیان شوي دي.
په هلمند کې هم لاریون تر سره شوی، خو د کومي ناوړي پيښي خبر نه دی ورکړل شوی.

د فاریاب په میمنه ښار کې هم لاریون تر سره شو، لاریون کونکو د پي آر ټي پر مرکز برید کړی، او ګڼ شمېر موټر يې سوځولي، او د مرکز مخته یې اورونه بل کړي وه.

بل خوا د بغلان په ولایت کې پر لاریون کونکو د پولیسو له خوا په ډزو کې هم یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې لاریون کونکو د امریکایانو پر یوه فوځي قرارګاه باندي برید وکړ، د امریکایانو او پولیسو له خوا پرې وشوې، او له کبله يې لږ تر لږه نهه تنو ته مرګ ژوبله رسیدلې.

چي دوه یې مړه او اوه یې نور ټپيان دي.

لاریون کونکي وايي چي ددوی سره د ملي اردو ځیني سرتیرو هم ګډون وکړ، او  پر امریکایانو یې ډزي وکړي، چي په ترڅ کې ۴ تنه بهرني عسکر مړه او دوه نور ټپیان شول، او پر دې سربیره یو تن افغان عسکر هم مړ شوی، او درې نور ټپيان شوي دي.

د یادوني وړ ده چي تیره ورځ طالبانو د یوې اعلامیې د صادرولو په ترڅ کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه غوښتې وه، چي خپل د توپک شپیلۍ د امریکایانو او بهرنیانو پر مخ ور واړوي.

په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر هم نن په یوه اعلامیه کې ویلي چي ددوی دوه تنه سرتیري د افغاني عسکر په ډزو وژل شوي دي.
د افغانستان په نورو ولایتونو لکه، هلمند، غزني، لوګر، پروان، تخار، او ځیني نورو ولایتونو کې هم لاریونونه تر سره شول، او په دغو لاریونونو کې هم ځیني خلک ټپيان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x