نظــر

خوڅپا په افغاني ټولنه کې

پامیر زیارمل
بسم الله الرحمن الرحیم
پروسږکال په روسیه کې د مېشتو افغان هېوادپالو او هېوادپلورو تر منځ ستره شخړه وشوه. هېواد پلورو د څارګرو ادارو په ملاتړ هاند و هڅه کوله، چې د بېلابېلو شوراګانو د پنځولو له لارې په روسیه کې پر اوسېدونکو افغانانو خپل کرغېړن دریځ وتپي، خو د لورین الله په مرسته هېوادپالو دوی ته داسې نه هېرېدونکی ځواب ورکړ، چې نه یوازې د روسیې په پلازمېنه مسکو ښار او په ټولیزه توګه په ټول مملکت کې، بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې چېرې چې د شخړې ګنګوسې د پرديپالو غوږونو ته رسېدلې وې، افغانانو ګوته په غاښ د خپلې رسوایۍ ننداره کوله. د مسکو له شخړې څخه وروسته په المان، بلژیک، بریتانیا او د اروپايي ټولنې په نورو غړو هېوادونو کې استوګنو افغانانو خبر ورکړ، چې هلته هېواد پلورو د روسیې ورته شوراګانو له جوړولو څخه لاس پر سر شول، ځکه چې « افغانها بسیار واکنش سخت نشان دادند.»

یوه ورځ په مېلمستیا کې ملګرو د شر و فشاد د لښکر د پلویانو او لارویانو د سپین سترګۍ په هکله نکلونه کول. یوه ملګري وویل، چې په مسکو کې د ملي خاین پلوي د افغانانو په غونډه کې وویل، چې ده په هغه ناسته کې ګډون کړی و، کومه چې د ده په وړاندې جوړه شوې وه. حال دا و، چې هېواد پلور ته نه چا بلنه ورکړې وه، نه ده ته د ناستې ځای او نېټه په ډاګه وه. بل ملګري نکل وکړ، چې ملي خاین د یوه ټبر استازو ته ویل، چې له پلاني ټبر دی، نورو ته یې بیا بل څه ویل. ملي خاین په درواغ کې دومره لاهو و، چې ځېنو ته یې ځان پښتون پېژنده.

له اوږده پوهنیز بحث څخه وروسته موږ دې پایلې ته ورسېدلو، چې ټول هېواد پلور او پرديپال دا څو لسیزه د یوې سيناريو له مخې کړنې او ویل کوي. په مېلمستیا کې ټولو شتو ملګرو په یوه خوله ویل، چې دا هیڅ د هېښتیا وړ نه ده، ځکه چې ټول هېوادپلور د پاکستان، ایران او نورو هېوادونو د څارګرو ادارو له لوري روزل شوي دي، نو ځکه دوی ورته بابولالې وايي. خو د بحث په ترڅ کې په ډاګه شول، چې د سقاو زوی او پلویانو یې هم د اوسني پېر د پرديپالو په څېر د غلیمانو په چوپړ کې وو. له دې څخه دا معلومېدله، چې سټه بېخي بله ده او پر اوسنیو ګاونډیانو نه ده تړلې.

له دې سکالو سره زما لېولتیا ډېره شوه او ما وپتيېل، چې په افغانستان کې د هېوادپلورنې او پرديپالنې جرړه وموندم. سمدلاسه مې د خپلې پوهنیزې تندې د خړوبولو لپاره د اړوندو کتابونو په لوستولو پیل وکړ، له ځېنو پوهانو او کارپوهانو سره مې خبرې وکړې، خو د ډاډ وړ ځواب مې وا نه ورېد.

وپوهېدم، چې د پوښتنې د ځواب موندلو لپاره باید منځنۍ اسیا ته سفر وشي او در هرڅه لومړی ښکلي تاجی=کستان ته. ما او ملګرو مې داسې انګېرل، چې د ټولو پوښتنو ځواب به د تاجکستان په کولاب کې وي، خو دا یوه تېروتنه راوختله. تاجیکستان ته سفر څرکنده کړه، چې موږ د سیمې په ټبریز او دیني جوړښت نه پوهېږو، نو ځکه د پوهنې له لوړو معیارو سره سم څېړنې او شننې ناشونې دي. پرېکړه وشوه، چې تر هرڅه مخکې د سیمې تاریخ وسپړل شي، ځکه چې نن ورځ د پرون سیوری دی او د ټولو نننیو پېښو جرړه په پېښلیک کې لاسته راځي.

د ژورو او هراړخیزو پلټنو وروسته موږ دې پایلې ته ورسېدلو، چې د شر و فشار د لښکر رېښه باید په کولاب کې نه، بلکې په لرغونې بخارا کې ولټول شي. څېړنو په ډاګه کړه، چې د شر و فساد د ټلوالې ټول مشران په خټه د بخارا یهوادان دي، چې په ۱۸-مه زېږدیزه پېړۍ کې یې منځنۍ اسیا ته د روسي امپراتورۍ له راتګ څخه وروسته کولاب او نورو سیمو ته کډه وکړه. له هغه ځای څخه دوی اړ شول، چې افغانستان ته له پتمنو تاجیکو وروڼو سره یوځای کډه وکړي، ځکه چې د روسیې په امپراتورۍ کې یهودان تل ځپل کېدل. د دې لپاره چې افغانان د مېړنیو تاجیکانو په څېر د دوی هم تود هرکلی وکړي او مځکې ورکړي، یهودانو ځان افغانانو ته د مسلمانانو په نامه ورپېژندل. افغانانو چې هیڅکله له بخاري یهودانو سره ناسته ولاړه نه درلودله، په ورین تندي یې دوی د مسلمانانو په توګه ومنل او خپل وروڼه یې وبلل.

له هغه مهال څخه تر نن ورځې پورې پټ یهودان پښت په پښت د ژوند په بېلابېلو برخو کې هلې ځلې کوي، چې افغانستان د بخارا د اسلامي امارت په څېر خوارځواکی کړي او بلاخره یې له منځه یوسي. دغه کله سړه او کله توده جګړه د پېړیو په پوړیو کې په یوه او بله بڼه ادامه کوي او داسې ښکاري چې نور ډېر کلونو به هم ادامه وکړي.

کله چې موږ دې پایلې ورسېدلو چې ملي خاین او د هغه لارویان په خټه یهودان دي، موږ د یهودیت څېړنه پیل کړه، ترڅو په هغه کې د خپلو پوښتنو ځوابونه پیدا کړو. د یهودیت په اړه د ګڼو کتابو له لوستلو وروسته زه د افغانستان د ټولو اوسنیو پېښو په منطق وپوهېدم! د افغانستان او د ټول اسلامي امت د کړاونو او خواریو رېښې په یوه یهودي دود کې نغښتې دي! ما په ډېره تلوسه د خپلو څېړنو پایلې ملګرو ته وویلې. هغو په ټینګار راڅخه وغوښتل، چې د دې په اړه لیکنه وکاږم، ما هم ورسره ژمنه وکړه، چې په خپل مات او ګوډ قلم به لنډه لیکنه ولیکم، ترڅو هېوادوال پوه شي، چې ولې افغانستان ته تلپاتې سوله نه راځي او ولې موږ په یوه او بله پلمه وژل کېږو.

درنو هېوادوالو! د افغانستان د ټولو پېښو رېښه د یهودیت د خوڅپا په نامه دود کې ده! خوڅپا عبرۍ یا یهودي کلمه ده، چې د نړۍ په یوه ژبه کې هم انډوله نه لري او په یوه کلمه نه شي ژباړل کېدای. کله کله په ډېره نسبتي توګه داسې اړول کېږي: بې حده سپین سترګي؛ لکه بې غاړې سمند لوی درواغ؛ داسې درواغ، چې له یهود څخه یې پرته بل څوک نه شي ویلای؛ سپین ته تور او تور ته سپین ویل او داسې نور. په اروپايي ژبو خوڅپا داسې لیکل کېږي:

انګلیسي – hutzpa, chutzpa, hutzpah, chutzpah
الماني – chuzpe
پولنډي – hucpa
روسي – хуцпа
ایټالوي – chutzpah

خوڅپا داسې دود دی، چې له یهودانو څخه پرته د نړۍ په یوه ولس کې هم نشته. په یهودانو کې خوڅپا کول، یانې ستر درواغ ویل او نور په لوی لاس غولول غټ صفت دی. نامتو یهودي پروفېسر الان دېرشووېڅ د ٬٬خوڅپا٬٬ په نامه کتاب کې لیکي: ٬٬یهودان د خوڅپا په مټ د نړۍ واکمنان شول. خوڅپا – د یهود ولس ځانګړتیا ده او دوی باید په و نه شرمېږي. یهودانو د خوڅپا په مرسته امریکا تر خپل لاس لاندې کړه٬٬.

د خوڅپا څو بېلګې:

– ډاکټرې خيلدي نېسیمي د هري پاټر لیکواله د دې پر بنسټ له یهودانو څخه په کرکه کولو تورنه کړه، چې هغې په خپل کتاب کې د یهودانو یادونه نه وه کړې.
– زوی خپل پلار و مور مړه کړل او بیا یې په نیاوتون یا محکمه کې د رحم غوښتنه کوله، ځکه چې هغه یتیم دی.
– غله بانک لوټ کړ او بیا یې وویل، چې دی پړ دی، ځکه چې غلا یې د خوب په حالت کې کړې وه.
– غله د شتمن سړي د کور د غلا په مهال پښه ماته کړه. غله له نیولو وروسته په نیاوتون یا محکمه کې د کور له خاوند څخه د خپلې پښې د درملنې او استراحت کولو پیسې وغوښتلې

داسې بېلګې ډېرې دي، چې درانه لوستونکي يې په نړیجال کې پیدا کولای شي.

ځېنې شناند وايي، چې پر افغانستان او عراق باندې د امریکا یرغل دا هم د خوڅپا یوه بېلګه ده. په ۲۰۰۳ کال کې امریکایانو او ملګرو یې ویل، چې د صدام د رژیم له لوري د اټومي وسلې د جوړولو په هکله بشپړ لاسوند لري، خو وروسته څرګنده شوه، چې دا ستر درواغ و. موږ په نړيواله چارو کې د خوڅپا بې شمېرې نورې بیلګې هم موندلای شو.

له بده مرغه، افغانستان ته د پټو یهودانو له راتګ سره سم خوڅپا هم په ټولنه کې دودیزه شوه، خو افغانان تر نن پورې نه پوهېدل، چې په افغاني ټولنه کې ټول ستر درواغ او له هغه څخه زېږېدلې ناخوالۍ په یهودي دود کې دي. په افغاني ټولنه کې د خوڅپا غوره بېلګه دا ده، چې پټ یهودان پښتانه، چې رېښتیني اریایان دي، یهودان بولي. په رېښتیا هم داسې ستر درواغ یوازې یهودانو ویلای شو.

په افغاني ټولنه کې د خوڅپا نورې بېلګې، چې روغ عقل یې نه شي زغملای دا دي:
– ملي خاین ته د ملي اتل لقب ورکول
– یوه ورځ د پاکستان، بله ورځ د ایران… په وېره اچوونکو اډو کې تېرول، خو نور د پاکستان او ایران په غلامۍ تورنول
– یوه ورځ له یوې ډلې سره او بله ورځ له بلې ډلې سره ټلواله جوړول
– افغانستان مصنوعي هېواد بلل، خو په دولت کې د ځانګړو امتیازاتو غوښتنه کول
– په دولت کې لوړې څوکۍ نیول، خو ځان مخالف بلل
– د هېواد کنډواله کونکي د هېواد رېښتیني ساتونکي بلل
– له کفارو سره تړونونه لاسلکول او دې ته جهاد ویل
– له شوروي کفارو سره جګره جهاد بلل او د امریکايي کفارو چوپړ کولو ته سیاست ویل
– په پښتو ږغېدونکي ته فاشیست ویل، خو د پښتنو ژونکی نیاومن پوځي بلل
– یوه ورځ ځان مجاهد، بله ورځ ګوندي او نن د ولسواکۍ پلوی بلل
او د خوڅپا داسې نورې بېلګې، چې موږ یې هره ورځ په افغاني ټولنه کې وینو.

باید وویل شي، چې د افغانستان پټ یهوادان نه یوازې د شتمنیو او پیسو لپاره ستر دواغ جوړوي. د دوی موخه یوازې پیسې نه دي، دوی له خوڅپا څخه داسې خوند اخلي، لکه مسلمان له لمانځه څخه. موږ باید ځان پوه کړو، چې په افغاني ټولنه کې د خوڅپا مخنیوی یوازې او یوازې رېښتیني هېوادپال کولای شي. دوی باید د پټو یهوادانو سره د مبارزې لپاره ټولیزې رسنۍ جوړې کړي، خپلمنځي ناندرۍ هېرې کړي او یو له بل سره مرسته وکړي، ترڅو افغانستان د تل لپاره له خوڅپا څخه وژغورل شي.

تل دې وې افغانستان!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيدخوستى

مننه زيارمل صيب ڈير بهترين تحليل مو كڑى

ډاکتر احمدی

ښه مبارزه د روانه کړی لیکوال صیب خو لږ ارام ارام ځه تیز او تند ډیر مه ځه — ډیر اعلی

محمد نعیم سادات

زیارمل صاحب ډیر زیار مو ایستلی چی حقیقت ته لار مونده کړی خو بدبختانه چی حقیقت مو نه دی موندلی هغه ځکه چی په غلط مسیر روان شوی یاست زموږ د هیواد د بدبختی ریښی نه په بخارا کی دی او نه په کولاب کی دی . زموږ د هیواد د بدبختی ریښی له ایرانه را غزیدلی او که نور هم مشخص ووایم د ایران له قومه راغزیدلی د تاجکستان له خلکو سره موږ کومه بنسټیزه ستونزه نلرو هغه ځکه چی موږ او هغوی له یوه نړی لید څخه نړی ته ګورو چی هغه د نارینه له سترګو نړی ته… نور لوستل »

محمد نعیم سادات

ګرانو هیوادوالو

د اریایزم د فلسفی او تاریخ د تبلیغ او پروپاګند مخه (په هر ممکن ډول چی ستاسی سره یی امکانات وی ) ډب کړی . ځکه چی دا فلسفه زموږ د هیواد د تجزیی او زموږ د خلکو د غلامولو لپاره جوړه شوی او د همدی لپاره استعمالیږی . دا اریایی تاریخونه او د فاشیزم فلسفه د صفوی ایرانیانو سترتیژیک عمق دی چی زموږ په هیواد کی دوی دا ستراتیژیک عمق عملی کوی

غوربندي

زیارمل صیب تاسو ته سلامونه له زیار څخه مو مننه کوم د طالبانو د واکمنی پر وخت له اسراییلو سره د استاد رباني پټ ملاقات، د شورای نظار غړو ته په تلبیب کې استخباراتي تمرین ورکول، اوس اوس د ملي خاین احمد شاه مشعود بچی د دوی په کمپونو کې روزل ، په بهرنیو چارو وزارت باندې ددې خاین او جګړمار بانډ قبضه کول، او داسې نور ستاسو د لیکنی له مدعا سره بشپړه ډډه لګوي. استاد سیاف هم د پغمان له یهودانو څخه ده. سادات صیب تاسو ته هم سلامونه او ارادت ستاسو تعلیق د زیارمل صیب د لیکنی… نور لوستل »

محمد نعیم سادات

غوربندی صاحب ما غوښتل چی دا په ډاګه کړم چی یوه ډله خلګ زموږ په هیواد کی چی ځانونه د اریا له نسله بولی مطلب می نشنلستان دی دوی زموږ په هیواد کی د ایران پروژی عملی کوی دا خلګ ددی پرځای چی د ایرانی فاشیزم پر ضد ودیریږی همیشه کوښښ کوی چی د افغانانو د کرکی مخه له ایران څخه بل پلو ته واړوی . دوی کله زموږ د خلکو د کرکی مخه د تاجیکانو خواته اړوی او کله یی بیا له پنجابیانو پسی راخستی وی . ددوی اصلی هدف پدی ډول د هغی کرکی چی زموږ خلګ یی… نور لوستل »

خان محمد مصلح

ښاغلو زیارمل اوسادات صاحبانو! تاسو دواړه دي الله ج. راته روغ او ژوندي لري.په څېړنه او تبصره دواړو کي مو ارزښتمند ډېرڅه سته.خو زما په اند که دا څوټکي نورهم په پام کي ورسره ونیول سي بې ګټي به نه وي: ۱ ـــ یوازي امر او نهي دي چي په مطلق ډول دباور اواجراوړدي.پرته له دې هري اجتماعي پديدې ته باید دنسبیت په سترګه وکتل سي ، مطلق نفي کول اویاعکس دهغه کېدی سي سړی په خطا کي ولويږي. تاسو دواړو وړونو یوې ستونزي ته دیوه یوه بېل بعده کتلي دي.موږ که دستونزي یو اړخ ته ځير کيږو نو نوري… نور لوستل »

ډاکتر احمدی

د طلوع تلویرون به هکله خو هم یو څه ووایاست ځکه دا د یهودو یوه بله پروژه ده – زما په نظر د کندوز ولایت د فتح نه د طلوع خبیث تلویزون تخریب او سوزول ضرورری کاردی که څنګه ؟؟

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x