
د عشق جام
فضل الرحيم بلال
ما د ميني جام چيښلی چي خماريم
زه د عشق په ميو مست اوناقراريم
ما د عشق په اذانو باندې بيدارکړه
د وصال په طمعه طمعه د سهاريم
ستا باڼه لکه خنجر په زړه وهلی
د زړګي له سوي زخمه چې بيماريم
د محبت په اوداسه مي نيت تړلی
د ديدن لمانځه ته ګورم انتظاريم
كرۍ شپه دې په سوچو كې لټومه
ستا د خيال غذاپايمه ناچاريم
ما د عشق په لار قدم چې کله كيښود
له هغې ورځې نه بلاله پرانګار يم