دیني، سیرت او تاریخ

حجاب په اسلام اوساينس کې – يو دېرشمه برخه

عبدالغفار جُبیر
هغه ښځې چی حجاب کوی دخولې اوپزې دډېروناروغیوڅخه دژغولوپه جال کی دی، داناروغۍ دبېلګې په ډول سره نزله، زکام،سارس،انفلوینزا اوداسی نورې سارې ناروغۍ دی، چی حجاب علاوه ددې څخه وېښتېان هم دهرډول ناروغیوڅخه ژغوری، دویښتیانو ناروغۍ لکه درځ کول، ماتېدل، رژېدل، رنګ له لاسه ورکول، اوداسی نو۔۔۔ داځکه چی حجاب وېښتیان دګرد، غبار، دوړو، ګرمۍ اویخنۍ څخه ساتی، نوموږروغتیاپالان وټول خلکوته داتوصیه کووچی کله دباندی وځی نوبدن موبایدپټ کړی، که نه نودداسی افت ښکاربه شی چی علاج به ئې ناشونی وی، اوبله داچی ګرد، غبار، دوړې، اودلمرشعاوې پرمخ باندی دانې پیل کوی، اوبیاهغوته وده ورکوی چی په دې سره دانسان ښکلاله مینځه ځی اوداموږته ښه معلومه ده چی دحجاب کوونکوښځواودنه حجاب کوونکوښځوترمینځ توپیردمځکې اواسمان په شان شتون لری ۔
«حجاب اورجدیدریسرچ»

د برطانې دسترګومتخصص ډاکټرجان مارشل وايی:
ډاکټرجان مارشل چی دبرطانې دسترګودناروغیومتخصص اوپه (University of Technology) کی پروفیسرهم دی وایی: دچاچی سرپټ وی، نسبت وهغه چاته چی سريې لوڅ وی ډرلږدسترګودناروغیوسره لاس اوګرېوان وی۔

د پوستکې يومختصص ډاکټرمتی، ايم نايس وايی:
د وېښتیانو دلپاره دلمرشعاوی، چټلې اوهغه اوبه چی کلورین پکښې زیات وی زیات مضردی، چی داپورته عوامل وېښتیان دنرموالې څخه کلکوالې ته بدلوی، ځلایئ ورختموی، ښایست ئې له مینځه وړی، ماتوی ئې اودرځونه پکښې پیداکوی، اوبل داچی ویښتیان همواره نه ساتی، چی ددې ټولولپاره بهترېن قدرتی اسانه درملنه حجاب دی۔

د(British General Medical) په اسنادوکی چی خپاره شوی دی، راغلی دی چی دبرطانې په هغوښځوکې چی کارکوی د(V-Daises) دوباء په شان خپرېږی، په ځانګړې ډول سره دسینې سرطان مخ په وړاندی ځی، چی په همدې ناورین دکانترولوپه موخه دوی مختلف قسم ورزشونه اولوبی هم کوی، رنګارنګ کریمونه اودرمل هم ورسره استعمالوی چی داهرڅه بیاهم تسلی نشی راوستلای اوداټول دښځې دبدن دپوره نه پوټوالې پایلې دې، دسردنه پوټولوپه صورت کی اعصابی تکان، دسردرد،د سترګوددیدکمزورتیااودبدن عمومی دفاعی نظام کمزوری کیږی، ددې څخه علاوه په (50) کالوکی په ځانګړی ډول سره په لویدیځ کی چی ښځه دیوې رقاصې په ډول سره وټولنې ته معارفی شوې ده، خپله حیااوعزت ئې غورځولی دی، پرټوله نړۍ ئې داخلاقې فسادجال غوړولې اواوس ئې عواقب ډېردردناکه، خطرناکه اوبې علاجه دی اوځینی خوئې لاداسی دی چی مهلک اونه کنترول کېدونکی دی۔

دامريکا دمشی ګن يوپروفيسر دښځوپرلباس باندی څېړنې کړېدې اوداسی ليکی:
که چیری دښځې بدن پټ نه وی، اویائې په پایجامه تربجلکوکښته نه وی نودښځې ښځینه هارمونونه کمیږی، وهغوته نقصان رسیږی اویاهم داهارمونونه ډېریږی چی په نتیجه کی
(Vaginal Inflammation) یعنی دمهبل التهاب،(Backache) یعنی دملادرد، اعصابی نیمګړتیاوې اوکمزورېانې ښکاره کیږی۔
د(Mount S. Medical Center New York)
نوربیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حماد نیازی

سبحان الله کافران د اسلام مبارک دین احکام عملي کوي، خو مسلمانان بیا د هغوی په ډول ځانونه جوړوي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x