افغانستان

سیلابونو ۲۴ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي۲۲مه ۱۳۹۴ل): په غور، بغلان او هرات ولایتونو سیلابونو ۲۴ کسان وژلي، لسګونه یې ټپیان کړي او هم يې په یو شمېر نورو ولایتونو کې درانه مالي زیانونه خلکو ته اړولي دي.

د غور ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس حمیدالله دادفر ویلي چې څلور کسان په شهرک، څلور په دولینه ولسوالیو او ۳ کسان ددغه ولایت مرکز اړوند په علییار سیمه کې سیلابونو وژلي دي.

هغه زیاته کړې چې وژل شوو کسانو کې ۸ ماشومان، یوه ښځه او دوه نارینه شامل دي.

دادفر ویلي چې سیلاب د غور – هرات لاره د جام منار سره تخریب کړې او له همدې کبله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

ځايي خلک وايي چې سیلابونو سلګونه جریبه ځمکې او لسګونه مېوه دارې ونې له منځه وړي دي.

د یو بل خبرې له مخې په کندوز ولایت کې سیلابونو ۵۰۰ کورونه او زرګونه زراعتي ځمکې تخریب کړي دي.

د کندوز ولایت والي عبدالودود واجدي ویلي چې سیلابونو په لاله کی، چهارتوت، وسیلبر، خان اباد ولسوالۍ ځينې سیمې، د چهاردرې ولسوالۍ یو شمېر سیمې او ځينې نورې سیمې وړي دي.

هغه زیاته کړې چې شاوخوا سل کورنیو خپل کورونه پرېښي دي.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې په فاریاب او بغلان کې سیلاونو ۸ کسان وژلي او ۱۲ نور يې ټپيان کړي دي همدا راز کورونو او سلګونه زراعتي ځمکو ته زیان رسولی دی.

په عین حال کې په هرات کې سیلابونو ۵ کسان وژلي دي او ۱۱ نور يې ټپیان کړي دي.

د هرات مسوولین وايي چې په کرخ ولسوالۍ سیلابونو هغه کوچیان وړي چې د خوړ غاړې ته یې خیمې وهلې وې.

په کرخ ولسوالۍ کې هم سیلابونو ۵۵ کورونه هم تخریب کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x