افغانستان

اشرف غني: له طالبانو مو د جوند ولسوالۍ بیرته نیولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي۲۲مه ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني وايي چې د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ یې له طالبانو څخه نیولې ده. نوموړي همدا راز څرګنده کړې چې د غزنې په ناوې ولسوالۍ يې هم د پام وړ پرمختګ کړی.

اشرف غني دا څرګندونې نن په داسې مهال کولې چې د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره یې ګډ مطبوعاتي کنفرانس ته وینا پیلوله.

ولسمشر اشرف غني په خپلو خبرو کې له «تروریزم» سره د مبارزې یادونه وکړه او ویې ویل چې دا جنګ په افغانستان او پاکستان دواړو تحمیل شوی او دواړه هیواد باید په ګډه د سولې شرایط رامینځ ته کړي.

اشرف غني په داسې حال کې د سولې د شرایطو د رامینځ ته کیدو هیله څرګندوله چې وړمه ورځ یې په جګړې ټینګار کړی وه او ویلي یې وه چې د جنګ ځواب به په جنګ ورکوي.

ولسمشر د پاکستان او افغانستان اصلي دښمن «بې وزلي» وبلله، او زیاته یې کړه: « هر څومره چې ثروت زیاتیږي، که فقر موجود وي ثبات نه راځي».

نوموړي د ګډ حکومت په مشروعیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د یو مشروع او منتخب دولت په حیث د خلکو د ساتنې مسئولیت لري. هغه ضمنا د ګډ حکومت د سقوط اندیښنې رد کړې او ویې ویل چې دغه حکومت دومره اراده او قوت لري ترڅو بقا ومومي او دوام پیدا کړي. نوموړي په دې لړ کې د دیني علماوو یادونه هم وکړه چې په خبره یې زرګونه علماء د ملي اردو او منتخب حکومت ملاتړ کوي.

د ګډ حکومت ولسمشر چې تل په طالبانو د پاکستان د ملاتړ تور پورې کوي، نن یې د نوازشریف په وړاندې طالبان د پاکستان ملاتړي نه بلکې دښمنان وبلل. نوموړي زیاته کړه:

«د افغانستان دښمنان د پاکستان دښمنان دي، او د پاکستان دښمنان د افغانستان دښمنان دي».

د اشرف غني له وینا وروسته د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف هم د نوموړي وینا تایید کړه. نواز شریف که څه هم د طالبانو په نامه صراحت ونه کړ خو د ګډ حکومت هغه پخوانۍ څرګندونې یې رد کړې چې ګواکې طالبان د پاکستان ملاتړ تر شا لري.

نواز شریف وویل: «هغه څوک چې افغانستان یې خپل دښمنان بولي، د پاکستان دوستان نه شي کیدای».

دا څووم ځل دی چې دولتي چارواکي د طالبانو په لاس د سقوط شوو سیمو د بیرته نیولو خبر ورکوي. که څه طالبانو مخکې دغه ادعا رد کړې، خو د اشرف غني د تازه څرګندونو په اړه یې تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

یاده دې وي چې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف نن د یو رسمي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د ګډ حکومت د دواړو ښاخو له مشرانو سره یې په جلا جلا توګه کتلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالحق حنفی

بالکل دولسمشر غنی خبره رښیتاده چه څو پوری فقر وی جنګ نختمیګی هغه داچه څو پوری فقیرانو اشخاصو ته داسلام مقدسه سرمیه (شریعت) له پوره جزیاتوسره نصیب نشی ترهغو به دغربی یرغل ګرو ملا تړ پر ینګدی وګوری فکر وکړی داڅوک چه دکفری حشر په ملاتړ جنګیګی آیاداداسلام له ستری سرمایی څخه (شریت) او د دی له جزیاتو څحه بیبرخی دی کنه ؟ دیادونی وړده که دا فقر ز پلی اشخاص الله ج په خپل فضل لدی ستری سرمایی څخه غنیان کړل رښیابه هم جنګ ختم او همدغه دکفری حشر وسلحه به بیرته په کفری حشر استعمالیګی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x