ټولنیزه برخه

د کورني ژوند په اړه څو مهمي نبوي لارښوونې

حامد افغان
ابو هريره رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ستاسو کوم یوه ته چې د هغه خادم ډوډۍ راوړي که یې نه ورسره کښېنوي نو یوه یا دوه ګولې ډوډۍ دي هغه ته ورکړي، ځکه خادم یې د ډوډۍ تیارولو او پخولو سختي او ګرمي ګاللې ده. عَنْ مُحَمَّدٍ هُوَ ابْنُ زِيَادٍ قَالَ سَمِعْتُ أَبَا هُرَيْرَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ إِذَا أَتَى أَحَدَكُمْ خَادِمُهُ بِطَعَامِهِ فَإِنْ لَمْ يُجْلِسْهُ مَعَهُ فَلْيُنَاوِلْهُ أُكْلَةً أَوْ أُكْلَتَيْنِ أَوْ لُقْمَةً أَوْ لُقْمَتَيْنِ فَإِنَّهُ وَلِيَ حَرَّهُ وَعِلَاجَهُ.رواه البخاري.

په نورو روایاتو کې راغلي چې باید خادم هم په همدې ډوډۍ ورسره کښېنوي، په یوه بل حدیث کې راغلي چې تاسو کوم خواړه خورئ خادمانو او مزدورانو ته هم هغه خواړه ورکوئ، له دې حدیث نه هم معلوميږي چې باید ورسره کښېنوي یې، او که یې نه کښېوي هم باید له هغو خوړو لیږ برخه ورکړي، ځکه ده تکلیف ورسره کړی دی.

له دې مبارک حدیث نه دا هم معلومولی شو چې په کور کې د سړي میرمن، لور، خور او نور مجرمين ميرمني چې کوم خواړه تیاروي له هماغو خوړو نه د دوی برخه ضروري ده او که وغواړي په هغو خوړو ټول یو ځای سره ګډ شي لا به ښه وي، په روایاتو کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم به له خپلو میرمنو سره یو ځای ډوډۍ خوړله.

د عائشې رضي الله عنها په یوه روایت کې راغلي: ما به چې د هډوکي له کوم ځایه په خوله غوښه وشوکوله رسول الله صلی الله علیه وسلم به هماغه هډوکي له ما نه واخیست او له هغه ځایه به یې غوښه وشوکوله، دا له خپلي ميرمني سره د خوراک په مهال هغې ته میني ورکولو غوره بیلګه ده.

او له دې سره په ټولنیز لحاظ او د کورني ژوند له خوښيو ډکولو له پاره باید پاخه شوي او تیار شوي خواړه وستايل شي په دې سره به هغه انسان خوشاله شي چې د خوړو په تیارولو کې یې تکلیف کړی دی او که خواړه کوم عیب ولري د هغه باید یادونه ونه کړل شي او نه باید په خوړو کې عیب ولټول شي، په حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به چې هر ډول خواړه کېښودل شو که به یې خوند ورکړ خوړل به یې او کنه نه به یې خوړل او عیب به یې نه په کې ویلې.

که د لوړو نبوي لارښوونو په رڼا کې خپل ټولنیز حالت ته ځیر شو ډېري نیمګړتیاوي لرو، که په کور کې خواړه لیږ ناوخته شي نرغنده بد حال جوړ کړی وي که په خوړو کې لیږ ښکته پورته خبره راشي بیا خو خبره پریږده پریږده ته ورسیږي، د کور ميرمني او کشران له هر چا زیات د ترحم وړ او د میني مستحق دي، د ګيډي د لوږې لمبي په هر ډول خوړو وژل کیدلی شي خو په سپکه خبر د یوه کمزوري انسان مات زړه اسانه نه شي کوشر کیدلی، هغوی ستاسو په څیر درانه او د احترام وړ انسانان دي، طبعاً عزة النفس لري له هغوی سره په هر حالت کې نرمي کول او له سختي ځان ساتل ضروري دي. د کورني ژوند په اړه دا مهمي نبوي لارښوونې موږ او تاسو په کورني ژوند کې عدل او انصاف ته رابولي، که له خپله کوره عدل او انصاف پیل نه کړو ټولني ته به یې څنګه ورکړو؟! نو دا مهمي نبوي لارښوونې موږ ته د عدل اساسات او بنیادونه راښیي، الله دي د عمل توفیق را کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمرعامر

دمضمون په تقدس کی شک نشته ځکه چی نبوی رازونه ورکي نغښتي دي، لیکن : نښان چی کوم دلاسونواوکړیوپه رموزاتوجوړشوی دی دا دفریمیسن نښان دی ، نه پوهیږم دادلیکوال ابتکاردی که دپاڼي دډیزائینر؟ اوداډیرخطرناک نښان دی، که په ناخبرتیاکی جوړشوی وي لیري دی کړای شي او که کومه ایډیا دپردې ترشاورکي مرموزه وي نوموږپرې نه پوهیږو.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x