نړۍ

نیپال یو ځل بیا زوروري زلزلې ولړزاوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): نن له غرمې وروسته دوولس بجې او پنځه دېرش دقیقې نیپال یو ځل بیا زورورې زلزلې ولړزاوه.

د نن ورځې زلزله د نیپال د پلازمیني ختیځ لور ته په ۷۶ کیلو متري کې رامنځ ته شوې چې تر اوسه پورې په سیمه کې د ۳۷ مړو خبر ورکول شوی دی.

امریکایی جیولوجیکل سروې وایي چې د زلزلې قوت د ریکتر ۷.۳ درجو په شا او خواکې وو.

دوې اوونۍ مخکې د اپریل پر ۲۵مه نیټه هم نیپال د ۷.۸ درجې په قوت سره یوې زورورې زلزلې سخت وران کړ او په زرګونوکسانو ته یی مرګ ژوبله واړوله.Nepal2

نن له زلزلې څخه وروسته د نیپال هیواد د پلازمیني هوایي ډګر د څو ساعتو لپاره د احتیاط په توګه بند کړ، خو وروسته له څو ساعتونو څخه یې دغه هوایي ډګر بیرته خلاص کړ، ځکه دغه هیواد ته د مختلفو هیوادونو له لوري بشري مرستې روانې دي چې  د مرستو ډیرې الوتکې د «کټمنډو» پر هوایی ډګر باندې کوزيږي.

د نن ورځې زلزلې د نيپال پولې ته څیرمه د هندوستان او چینایی تیبیت ځیني سیمي هم ښورولې او دغه سیمه کی د سپکې مرګ ژوبلي خبر ورکړل شوی دی.

نیپالي امنیتي چارواکو وایي چې د نن ورځې زلزلې له نیپال سره پولې ته څیرمه د هندوستان په خاوره کې ۴ څلور کسان او په چینایې تیبیت کې يو کس وژلی دی.

ویل کیږی د نن ورځې له زلزلې څخه وروسته ځمکې څو ساعته وروسته نور تکانونه هم خوړلي خو د لومړۍ زلزلي په پرتله دغه ضربي سپکي او بي ضرره وي خو بیا یی هم خلکو کې ویره خپره کړې ده.Nepal3

د یادو ده چې د نن ورځي زلزلې له کبله تر اوسه پوري ۳۷ کسان وژل شوی او ۱۱۳۹ نور ژوبل شوی دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x