افغانستان

چارواکي: له لسو کلونو وروسته مو د ناوې درې ورځنی واک له ګوتو ووت

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د غزني سیمه ییز چارواکي وايي چې له لس کاله وروسته يې د غزني په ناوه ولسوالي کې درې ورځنی واک بېرته له ګوتو ووت او په ولسوالي طالبان واکمن شول.

د غزني د ناوې ولسوالي د نیولو لپاره ۱۷ ورځني عملیات نن له دې ولسوالي نه د امنیتي ځواکونو په تېښته سره پای ته ورسېدل او د امنیتي مسوولینو له قوله ولسوالي بېرته د طالبانو لاس ته ولوېده.

د دې ولسوالي د نیولو په موخه، د کابل، غزني، زابل او پکتیکا امنیتي مسوولینو په ګډه د سلګونو عسکرو په ملتیا ۱۷ ورځې عمليات وکړل، چې د غزني له ګيلان او مقر ولسوالیو تېر او د تېرې جمعې په ورځ د ناوې ولسوالي مرکز ته ورسېدل.

طالبانو په خپل خپاره کړي تفصيلي راپور کې ويلي چې دولتي امنیتي ځواکونه له «شرموونکې» ماتې وروسته له سیمې ووتل او دم ګړۍ ولسوالي بېرته د دوی په واک کې دی.

د بهرنیانو د نږدې کس او د ملي امنیت د پخواني رییس اسدالله خالد دغه پلرنی ټاټوبی، د ګډ حکومت اجرايوي رییس د طالبانو مهم مېشت ځای باله او د دې ولسوالي تر مرکزه رسېدل يې د خپلو عسکرو لویه بریا وګڼله.

خو د غزني ولایت د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا ویاند فضل خدا بیا د اجرايوي رییس خلاف وايي چې دوی ځکه له دې ولسوالي نه بېرته را ووتل، چې هماغومره مهم ځای نه و، لکه څومره چې فکر کېده.

فضل خدا پژواک خبري اژانس ته ويلي چې دوی هلته هیڅ امنیتي پوسته نه ده فعاله کړي، ځکه چې د دوی په خبره هلته د طالبانو دومره زور نه و، چې د پوستې جوړولو ته اړتيا پېښه شي، خو نوموړي ونه ویل چې ولې يې د دې ولسوالي د نیولو په موخه د څو ولایتونو ګډ امنیتي ځواک برابر کړی او نږدې شل ورځې يې په نیولو کې تېرې شوې.

طالبانو ويلي چې د حکومت له لوري په دې ۱۷ورځنیو عملیاتو کې يې خپل دوه ملګري له لاسه ورکړي او ۷ نور ټپیان دي، خو دولتي عسکرو د وژل شویو طالبانو شمېره سلګونه ښوودلې چې طالبانو کلکه رد کړې ده.

د دوی د خبرپانې له مخې په دې عملياتو کې يې يوازې د ناوې ولسوالي په مربوطاتو کې په دریو ورځو کې یوه چورلکه، ۹ ټانګونه او د قومندانانو به ګډون تر سلو ډېر دولتي عسکر وژلي دي.

طالبانو د ناوې ولسوالي په مرکز کې د دولتي عسکرو د یو ځايي وژلو په اړه ويلي: «دمې مياشتې په ۹ تاریخ سهار ۸ بجې د ښمن غوښتل د ناوې ولسوالۍ خانانوکلي کې د مشهور امریکايي جاسوس (اسدالله خالد) پلرني کورته ورشي او هغه ځای د ځان لپاره دقرارګاه اولوی مرکز په ډول فعال کړي، خو کله چې د دښمن لسګونه عسکر چې دجګړې قومندانان او داستخباراتو مهم کارمندان هم په کې وو کلاته ننوتل، ټوله کلا په هغو لسګونو ماینونو منفجر کړای شوه چې وار له مخې مجاهدینو په سیمه کې تیار ځای په ځای او عیار کړي وو، له چاودنو سره ټوله کلاپه بل مخ واوښته، بشپړه ويجاړه او په کې ننوتلي اوبهر ولاړ لسګونه عسکر په کې له خاورو سره خاورې شول.»

ناوه ولسوالي چې له پکتيکا او زابل ولایتونو او پاکستان هېواد سره ګډه پوله لري، د دولتي سرچينو له قوله په تېرو ټولو کلونو کې د طالبانو په لاس کې پاتې شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حریا شملزۍ

دا نو کومه داسی نوی خبره ده شاهد بیا یی تکتیکی شاتګ کړی وی دوی ورځي کړاندی یی هم له جوند ولسوالی تاکتیکی شاتګ کړی و البته لس کاله وروسته د یو ځای نیول او بیا د ع او غ لاپي شاپی او دری ورزی وروسته بیرته پریښودل دا تاکتیکی نه بلکي د بی غیرتي شاتګ بللی شو او هسی به هم دغه سیمه دومره ارزښت ونلري چی د فکر هیلوکوپتر پکښی نور هم له لاسه ورکړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x