
ای پي ایل: ډیلي د چینای پیاوړی لوبډلې ته ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۳مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ ۴۹ لوبه د چینای سوپر کینګ او ډیلي ډییر ډیولز لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې ډیلي د چینای لوبډلې ته په ۶ ویکټو سخته ماتې ورکړه.
چینای لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه چې د مهیندرا سینګ دوني دغه پریکړه وروسته بیا غلطه ثابته شوه. چینای لوبډلې هیڅ یو لوبغاړی غوره لوبه ونکړه.
چینای لوبډلې ټاکل شوي شل اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۱۹ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي د ۱۲۰ منډو هدف وټاکه.
دغه لوبه کې د چینای لوبډلې لپاره ډو پلېسېس په ۲۳ توپونو د درې څلوریزو په مرسته ۲۹ او دوني په ۲۴ توپونو د درې څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۷ منډې جوړولو سره تر ټولو غوره لوبغاړي ثابت شول.
د ډیلي لوبډلې ټول توپ اچوونکي غوره او پیاوړی لوبه نندارې ته وړاندې کړه. د ډیلي لوبډلې ټول توپ اچوونکي د چینای لوبډلې پیاوړي توپ وهوونکو ته د منډو جوړولو اجازه ورنکړه.
دغه لوبه کې ظهیر خان خپل ۴ اورونو کې یوازې ۹ منډې او دوه ویکټې او مورکل خپل ۳ اورونو کې ۲۱ منډې او دوه ویکټې واخیستې. ظهیر خان د ډیلي په توپ اچوونکو کې تر ټولو لږې منډې ورکړې.
په ځوابي توپ وهنه کې د ډیلي لوبډلې ټاکل شوی هدف د اییر او یوراج سینګ غوره توپ وهنې په مرسته په ۱۶.۴ اورونو کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړ.
د ډیلي لوبډلې لپاره اییر تر ټولو غوره لوبه وکړه. اییر په ۴۹ توپونو د ۱۰ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۰ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.
دغه لوبه کې یوراج هم په ۲۸ توپونو د څلور څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۲ منډې جوړې کړې او نیګي په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.
د چینای لوبډلې لپاره پانډې او نیګي دوه دوه ویکټې واخیستې. پانډې خپل ۴ اورونو کې ۲۷ او نیګي خپل ۳ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې.