
د شمالي کوريا واکمن د دغه هېواد دفاع وزير اعدام کړ
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي۲۳مه ۱۳۹۴ل): د شمالي کوريا ولسمشر کيم جون ان د دغه هېواد دفاع وزير پر مرګ محکوم کړی دی.
د شمالي کوريا رسمي خبري اژانس «يونهاپ» له قوله، د دغه هېواد د استخباراتو مشر پارلمان ته ويلي، چې هيون يونګ چول د تېر اپرېل په دېرشمه د الوتکې ضد توپ خولې ته تړل شوی او وژل شوی دی.
تر اوسه دا نه ده روښانه، چې هيون چول ولې او د کومې سزا له امله وژل شوی، مګر داسې ويل کيږي، چې نوموړی ولسمشر کېم جونګ ان سره د بې وفايي او اختلاف له امله وژل شوی دی.
د سويلي کوريا رسنيو د هيون يونګ چول د وژنې په اړه وايي، چې نوموړی څو ځله د هېواد په پوځي پروګرامونو او نندارتونو کې ويده ليدل شوی او په ډېرو خبرو کې ولسمشر کېم جونګ ان سره همغږی نه و او ولسمشر سره يې په ډېرو خبرو کې اختلاف درلود.
د وژل شوي دفاع وزير د ژوند او کار په اړه ډېر معلومات نه دي تر لاسه مګر دومره ويل کيږي، چې نوموړي ۲۰۱۰ز کې د جنرالۍ رتبه تر لاسه کړې وه او ۲۰۱۲ز کال کې د شمالي کوريا دفاع وزير ټاکل شوی و.
۲۰۱۱ز کال کې د شمالي کوريا د مړه شوي لارښود او د اوسني واکمن پلار کېم جون ال د تدفين د مراسمو غړی هم ټاکل شوی و او له همدې امله خلک وايي، چې نوموړي شمالي کوريا کې ډېر پلويان او دوستان درلودل.
د يادونې وړ ده، چې د شمالي کوريا اوسنی ولسمشر کېم جون ان، چې ۲۰۱۱ز کال کې واک ته رسېدلی، د ګڼو تورونو له امله يې خپل ۱۵ نږدې دوستان او د حکومت لوړپوړي چارواکي په مرګ محکوم کړي دي او دليل يې دا ښوولی، چې دغه وژل شوي کسان د کيم جون ان د حکومت لپاره ګواښ وو.