د نن سرلیکنه

ایا د یوه اوبل غندل زمونږ ستونزه حل کولای شي؟

نن ټکی اسیا – سرمقاله: تیره ورځ د پاکستان لومړي وزیر میا نواز شریف په کابل کې د ګډ حکومت له مشر ښاغلي اشرف غني سره د ګډ خبري کانفرانس په ترڅ کې په افغانستان کې د بهرنیو او دولتي ځواکونو پر خلاف د طالبانو بریدونه وغندل او ویې ویل چې دا ډول بریدونوته به د تشدد په سترګه وکتل شي.

په دې وروستیو کې چې د افغانستان په اړه د سولې د خبرو هڅې پیل شوې ور سره یوځای دیپلو ماتیکو او پوځي هلو ځلو هم زور اخیستی.

تیره اونۍ په قطر هیواد کې د پګواش سازمان له لوري د افغانستان د بیلابیلو ګوندونو، شخصیتونو او د ځینو ګاونډیو هیوادونو د استازیو را غونډیدل او د هغه په تعقیب کابل ته د پاکستان د مهمو او لوړ رتبه دولتي او سیاسي چار واکو راتلل د دغو هلو ځلو ديپلوماتیک تسلسل ګڼل کیږي.

په افغانستان او د هغه په ګاونډ کې د سولې تأمین ریښتیا هم چې د ټولې سیمې د ثبات په معنا او باید د تحقق لپاره یې ټوله ممکنه هلې ځلې وکارول شي، خو د دغو ممکنه هلوځلو په ترڅ کې باید تر هرڅه وړاندې د جګړې او بي ثباتي پر عواملو غور او په له منځه وړلو کې یې مشترک اقدام وشي ، نه داچې سوله یواځې د جانب مقابل په وهلو ، محو کولو او غندلو کې ولټول شي.

د زور له لارې د بي ثباتي او جګړو ختمول په یقیني ډول د لازيات تشدد او بي ثباتي لامل ګرځي ، دا عملیه مونږ د تیرو ۱۴ کلونو په جریان کې په افغانستان کې تجربه او د سر په سترګو ولیدله .

مونږ ولیدل چې دلته د سولې د ټینګښت په پلمه د ۴۸ هیوادونو مجهز پوځیان راغلل او پوره ۱۴ کاله یې د توپ او توپک په زور د نا أمني د له منځه وړلو کوښښ وکړ ، خو د له منځه وړلو پرځای يي هغه لا زیاته او د افغانستان په ځای د هغه ګاونډ ته هم خپره کړه ، نور که مونږ بیاهم د سولې او ثبات لټون د زور، تهدید او غندنې په اعمال کې کوو دا به مو ستره اشتباه او د فرصتونو له لاسه ورکول وي.

د افغانستان د روانې غمیزې اصلي عامل د افغان بي وزله ولس په وړاندې د زور او تهدید کارول او د هغوي پر روا حقونو تیری کول دى ، که غواړو په منطقي ډول دغې غمیزې ته د پای ټکی کیږدو باید د هرډول تهدید، زور کارونې او بي ځایه غندنې په ځای پر هغو عواملو او واقعیتونو اعتراف وکړو چې د بي ثباتې لامل ګرځیدلي.

په قطر کې د پګواش سازمان د تیرې اونۍ غونډه د افغانستان د غمیزې دمعقول حل لپاره یوښه فرصت و ، باید د دا ډول فرصتونو په ترڅ کې د ستونزې سالم حل ولټول او بیايي په له منځه وړلو کې اقدام وشي ، نه داچې له فرصتونو او واقعیتونو څخه په تیښتې سره بیا هم د یوه او بل غندنه وشي او یايي د زور له لارې د محوه کولو ناکامې هڅې وشي .

په افغانستان کې د تهدید او یوبل غندلو ناکامه تګلاره ډیره کارول شوې خو لیږ ګټه یې هم نده کړې ، که هرڅوک د دې غمیزې اصل حل غواړي هغه باید د منطق، استدلال او سالم تفاهم له لاري په دې کار کې اقدام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x