احمدضیا مسعود: له لسو کلنوجګړي څخه وروسته طالبان بیاهم ځواکمن دي

theleadersofafghanfrontline(نن ټکی اسیا فبروري۲۰۱۲/۰۲/۲۳) دافغانستان دملي ایتلاف مشرانو تیره ورځ دیوي غونډي برمهال وویل که څه هم اوسنی حکومت دطالبانو په خلاف لس کاله جګړه وکړه، خولاطالبان تراوسه پوري ځواکمن دي، ددغي ډلی مشرانو دخپلو خبرو پروخت وویل له طالبانو سره دبهرنیو هیوادونو داستخباراتو مرسته ملګري ده. ددغي ډلي مشر احمد ضیا مسعود، دغونډي برخه والوته وویل، له طالبانو سره باید ترهغه پوری دسولي په اړه خبری ونشي ترڅو چی دبهرنیو هیوادونو له څارګروادارو څخه راجلاشوی نه وي.

تیره ورځ ددغي ډلي مشرانو په کابل کی پرافغانستان باندی دروسانو دیرغل په خلاف دکابل ښاریانو دملي پاڅون دورځي دلمانځلوپروخت دغونډی برخه والوته خبري وکړي. دغو مشرانو دخپلو خبرو پرمهال دافغانستان پرحکومت اونړیواله ټولنه باندی سختی نیوکی وکړی، نوموړ یو زیاته کړه دافغانستان حکومت اونړیواله ټولنه داسي حال کی طالبان دافغانستان په سیاست کی راګډوي چی له افغانی ولس څخه په دی اړه هیڅ رایه نه اخلي. احمدضیا وویل زه باور لرم چی له کال ۲۰۱۴ څخه وروسته به په افغانستان کی وضعیت بدلیږی دلته به بیرته طالبان راځی، ځکه چی نړیوال ځواکونه په کال ۲۰۱۴ کی له افغانستان څخه وزی. نوموړی زیاته کړه ۲۰۱۴ کال کي به دافغانانو دژوند له نویو ګواښونو سره مخ شي، ځکه چی نړیواله ټولنه چی له پخواڅخه یی لا له افغانستان سره خپله ملګرتیا کمه کړی ده نور له دغه هیود سره خپلو مرستو ته دپای ټکی کیږدي. په هیواد کی دراروانو ټاکنو په اړه مسعود وویل راتلونکی ټاکنی باید شفافی او له درغلیو څخه پاکی وی، اوټاکنی باید دنړیوالی ټولنی ترسختی څارنی لاندی ترسره شي. مسعود په قطرکی دطالبانو او اوامریکا ترمنځ دسولی په اړه پرګیدونکوخبروباندی سختي نیوکی وکړي، دطالبانو او امریکایانو ترمنځ یی داحتمالي خبرو اومذاکراتو سخت مخالفت وکړ. نوموړی زیاته کړه په قطرکی طالبانو ته دفترورکول او له هغو سره دیوه لوري په توګه مذاکرات اوخبري کول به طالبانو ته سیاسی شناخت ورکړي، دغي غونډي ته دخبروپروخت دافغانستان پخواني دبهرنیو چارو وزیر ډاکټرعبدالله وویل له طالبانو سره به ترهغه وخت پوري دسولی په اړه دحکومت ملاتړ ونکړو ترڅو پوري ولس اوپه هیواد کی ټولی سیاسي ډلي په اعتماد کی نوی اخیستل شوي. نوموړي زیاته کړه دکرزي حکومت له هغو فرصتونو څخه چی په دی لسو کلنوکی دنړیوالي ټولنی له لوري ورکول شوی وو کومه ګډه پورته نکړه. په عین وخت دجمعیت اسلامي دګوند دپخواني مشر برهان الدین رباني زوی صلاح الدین رباني وویل، درباني دمرګ په هکله په څیړنو کی لږڅه پرمختګ شو ی دی، نوموړی زیاته کړ درباندی دمرګ په اړه شفافي څیړني به په افغانستان کي دسولي دپروسي په اړه مفیدي تمامی شي، نوموړي دافغانستان اوپاکستان له حکومتونو څخه وغوښتل چی دده دپلار دوژونکی په نیولو کی دی ورسره مرسته وکړی. خو شنونکي بیا په افغانستان کي دملی ایتلاف په نامه سره ډلی باندی سختی نیوکی کوي، دغه شنونکي اوسیاسي څیړونکي وایی چی دغه ډله له هغو کسانو اوټوپک سالارانو څخه جوړه ده چا چی افغانستان له نه خمیدونکي بدبختیو اوروانو ناندریو سره مخ کړی دي، ددغي ډله مشران وو چی کابل یی په کنډواله باندی بدل کړ. دغي ډلي مشران وو چی دامریکایانو او ددغو بهرنیانو په موټو کابل ته داخل شول اودغه ډله وه چی امریکایانو اوبهرینو یرغل ګرو ته یی پرافغانستان باندی دیرغل جواز ورکړ. دغه مشران وو چی له امریکایانو او اوسنيو یرغلګرو سره په افغانستان کی دهرډول ناروا کړونو دروا والی او جواز لپاره قراردادونه اوپریکړه لیکونه لاسلیک کړل.

بخت الرحمن بخت

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د