افغانستان

طالبان: د بادغیس جوند ولسوالي مو لا هم لاس کې ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د امنیتي مسوولینو هغه دعوه رد کړې ده، چې ګواکې د بادغیس ولایت د جوند ولسوالي يې له طالبانو نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت پرون په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې امنیتي مسوولینو ولسوالي نه ده پرې اېښي بلکې شاته تګ يې کړی دی، چې اوس يې له لنډ مقاومت وروسته بېرته له طالبانو ونیوله.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم پرون د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره په خبري کنفرانس کې د غزني د ناوې ولسوالي چې اوس بېرته د طالبانو په لاس کې ده او د بادغیس د جوند ولسوالي د نیولو خبر ورکړ.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي د دولتي مسوولینو دغه دعوه بې بنسټه بولي او وايي چې د ولسوالي بشپړ واک لا هم له دوی سره دی.

ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه د قاري یوسف احمدي له خولې لیکلي چې دوی لا هم د ولسوالي پر نیول شویو برخو واکمن دی او دولتي عسکرو هیڅ ډول پرمختګ نه دی کړی.

د بادغیس ولایت دغه ولسوالي د روانې میاشتې په شلمه نېټه د طالبانو لاس ته ولوېده، چې امنیتي مسوولینو يې هم پخلی وکړ.

یاده دې وي دولتي امنیتي ځواکونو د تېرې جمعې په ورځ په غزني ولایت کې هم وروسته له لسو کلونو د ناوې ولسوالي مرکز ونیو، خو وروسته له دریو ورځو جګړو له یادې سیمې بېرته په تېښته بريالي شول.

که څه هم د ګډ حکومت اجرايوي رییس د ناوې ولسوالي نیول د طالبانو د مهمې مېشت ځای له منځه وړل بلل، خو د عملیاتو قومندانان وايي چې دوی په دې ولسوالي کې هیڅ امنیتي پوسته نه ده جوړه کړې او بېرته ترې راغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
همدرد افغان

محترم السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته: دغه نظم نشر کړی مننه. چی د اغیارو غلامان شوو بیا په ځان څه کوو جی دخونخواړو غلامان شوړ بیا په ځان څه کوو یو درانه ښکلی رواج لرو کلتور لرو موږ چی دافکارو غلامان شوو بیا په ځان څه کوو مونږه همیش سر فدا کړی دوطن په مینه چی دمالدارو غلامان شوو بیا په ځان څه کوو مونږه سپیڅلی بندګي د ذوالجلال کړیده چی دکافر په لا روان شوو بیا په ځان څه کوو امتیان موږ د سپیڅلي پاک نبی آخر زمان یو چی دشیطان موږ پیروان شوو بیا په ځان څه کوو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x