روبینو د میلان له لوبډلې څخه جلا کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۳مه ۱۳۹۴ل): برازیلي لوبغاړی روبینو یو پیاوړی حمله کوونکی دی چې په میلان لوبډلې کې له لوبې وړاندې په سانتوس لوبډلې کې لوبه کوله.

دغه لوبغاړی له میلان څخه خپل ۴۰ سلنه پیسې اخیستلو وروسته ویلي چې غواړي له دغې لوبډلې څخه جلا شي او بیرته خپل پخوانی لوبډلې سانتوس سره یو ځای شي.

د سانتوس لوبډلې ځینې جګپوړي مدیران لکه راستا، مودستو جونیو او د دغې لوبډلې عامل مدیر اوسمهال په میلان ښار کې دي تر څو وکولی شي خپل دغه پخوانی لوبغاړی د تل لپار سانتوس لوبډلې کې جذب کړي.

د ځینو راپورونو پر بنسټ روبینو خپل تړون د انټر میلان له شخصي لوبډلې سره پای ته رسولی او غواړي بیرته پخوانی لوبډلې سانتوس سره یو ځل بیا یو ځای شي.

د روبینو میرمن او وکیل رسنیو ته وویل:« ما له میلان سره د تړون فسخ کولو اسناد امضا کړ او روبینو به د جولايي میاشتې له لومړۍ نیټې څخه یو ازاد لوبغاړی وي. روبینو ته څو وړاندیزونه شوی او مونږ اوس کولی شو په ارامۍ سره يي په اړه فکر وکړو.»

میلان لوبډلې مشران هم غواړي له دغې موقع څخه په ګټه پورته کولو سره د سانتوس له مدیران سره خبرې وکړي. میلان غواړي د سانتوس لوبډلې ۱۸ کلن لوبغاړی ګابریل باربوسا وپیري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د