نظــر

جګړه، د عظمت غوښتنی او جنایت زیږنده

obama-us-troopsجناب کرزی او دده پر شاوخوا معلوم الحاله اپرچونستی کړیو، د امریکا څه د پاسه یو تریلیون ډالره پانګه اچونه او په زرهاو انسانی تلفات او د افغانستان ملی ګټی، انسانی تلفات او دولتی ملکیتونه، تر خپل نفسانی غوښتنو قربانی کړل.

 امریکایانو هم د خپل غرور پر بنسټ غوښتل د څو افغانی بی مسولیته کړیو په وجود کی د افغانستان په لاندی کولو سره په اسیا کی خپل واک ته پراختیا ورکړی اما غافل ددی نه چی په تحمیل سوی افغانی حاکمیت کی ددوی د مرستو سره سره، امنیتی حاکمی قواوی وقت ناوخته د توپک شپیلی د ناټو قواو ته اړوی.

اوس هم بیسټیز رول د ایرانی اجنټانو، روسی او هندی مزدورانو دی .

امریکا داسی سوچ کاوه چی د عظمت مزی ددوی په لاس کی دی نو ځکه په سیمه کی د سیاست رهبری هم ددوی مسولیت او ابتکار دی، پیاوړی اقتصاد او لوړ پاور دوی د غرور هغه کچی ته ورسول چی اوس د پرله پسی مناقشاتو او منازعاتو په رامنځ ته کیدو سره غواړی د افغانی پایګاه څخه پر اسیا کامل تسلط پیدا کړی .

ددی څخه انکار نسی کیدای چی د امریکا او نورو اروپایی هیوادو دوستی او همکاری د افغانستان په ګټه ده خو دا دوستی او همکاری باید د ښه نیت او دوه اړخیزه ګټو پر بنسټ وی نه دا چی د افغان ملی ګټی تر پښو لاندی او بهرنی یو طرفه مفادات په سیمه کی په پام کی ونیول سی.
لس کلنه جګړه او په هغه کی په دوامداره توګه د افغانانو مرګ اومیر او د کلیو او بانډو ورانیدل هغه څه دی چی نه یوازی یی په میلیونونه انسانانو کی امریکا دښمنه روحیه غښتلی کړیده بلکه په نړیواله کچه یی هم ددوی اخلاقی موقف ته تاوان رسولی دی .

په هیواد کی د ورانیو او مرګ ومیر ټوله مسولیت په یوازی توګه د امریکا پرغاړه ندی بلکه افغانی واکداره کړۍ هم ددی مسولیت پیټی پر اوږو لری یو با متحد او ولسی حاکمیت کولای سوای شرایطو ته پام سره د هیواد ګټی د امریکا د ګټو سره هماهنګی یا هم غاړی کړی دا په هغه صورت کی ممکن کیدای سی چی امریکا استعماری ایډه ونلری او له بله طرفه سالمه اداره او ولس واکی شتون ولری.

متاسفانه تاسی وینی چی دامریکا د هجمونی پالیسی پر بنسټ نه تنها په اسلامی نړۍ کی بلکه دروسیی، چین، هند، برازیل، شمالی کوریا، کیوبا، وینزیلا او حتی اروپایی ټولنی پر خلاف ضمنی منفی هڅی اوس امریکا د نړی په کچه په عامه ذهنیتو کی د بشر سره د دښمنی تر پولی رسولی ده، پر ځای ددی چی د دموکراسی او بشری حقونو نوم واقعا د نړیوال عدالت، امنیت او بشری تکامل لپاره وکارول سی، متاسفانه امریکا په هر ځای کی حق او ناحقه د خپلو منافعو د خوندیتوب لپاره ددی کلماتو څخه د فشار د میتود په حیث کار اخلی ان تردی چی دا دواړی با ماهیته کلیمی اوس په عامو ذهنیتو کی د کرکی په ترازو کی تلل کیږی، د ملل متحد اداری جوړښت هم د سی ای ای د فعالیتونو ډګر ګرځیدلی دی، څه چی دوی غواړی هغه به تر سره کیږی، د هیوادونو حاکمیت ته په سپکه کتل کیږی.

د فرعونی سلسلی واکمنی په مصر کی، د ناپلیون امپراطوری په فرانسه کی، د مقدونی سکندر تاراجګر حاکمیت په یونان کی، د روس امپراطوری په روسیه کی، د انګلیس تصرفات په نړی کی، دهتلر حاکمیت په اروپا کی او بیا د هغو ټولو دزوال عوامل د امریکا لپاره د عبرت درس نه سو، اوس دوی هم د هغوی پر پلونو پل ایږدی او د برتری غوښتنی سیاست په تعقیبولو سره، د یو نړۍ د بی ثباتۍ لور ته کشوی.

تاسی وګوری افریقایی ملتونه، اسیایی ولسونه، عربی دولتونه او حتی اروپایی اتحادیه ټوله و امریکایی کړونو ته همدا اوس د شک او نفرت په هنداره کی ګوری خو دا شک او نفرت په ځنی ځایو کی ظاهر وی او په ځنی ځایو کی باطنی او دسیاست په ځولۍ کی وی.

هغه څه چی اوس په ډاګه سول دادی چی امریکا هیڅ کله هم د دا ډول مشکل سره چی په افغانستان او سیمه کی مواجه سوی دی نه ؤ مخ سوی .

اوس ددوی اقتصاد د بحران په څپو کی لاهو دی، انسانی تلفات ورکوی، د جګړه ایز سیاست په وجه د خپل ملت تر فشار لاندی دی او له بله طرفه ایران یی هم په تدریج د رسوایی لور ته بیایی، پاکستان هم کوچنیو دولتونو ته وښودل چی کیدای سی په ځینو خاصو مواقعو کی امریکا تر خوږ ګوته ونیول سی او دغرور څلی یی ولړزول سی.

د سوریی په هکله د چین اوروسیی د ویټو کارول دا په ډاګه کوی چی د امریکا یو طرفه سیاسی جاده، نړی د یو امریکا ضد اتحاد په لوری کش کاږی.

هر څه چی سوی دی او کیږی هغه تنها د تحلیل او تفسیر په کچکول کی لټول کیدای سی اوس هغه وخت دی چی د امریکا او افغانانو لپاره منطقی او ولسی کړنی ضرورت دی هغه وخت را رسیدلی دی چی په مثبتو ګامونو په سیمه کی د شخړو د پراختیا مخه ډپ کړل سی هغه چی د ټوله نړۍ لپاره د ناورین لامل کیدای سی او د سترو طاقتونو د شرمساری سبب ګرځیدلای سی.

هیره دی نه وی په اوسنی زمانی وخت کی وحالاتو ته په کتو امریکا د افغانستان، پاکستان، ایران او عراق په شخړو کی، په تور کی د یو حصار سوی لوی ماهی سره پرتله کیدای سی.
 

نه باید امریکا ځانته دا حق ورکړی چی ټول مسایل د خپل میل او غوښتنو پر بنسټ سمت دهی کړی ځکه سربیره پردی چی دلته ولسونه شتون لری، اروپایی ټولنه هم د یو ځواک په توګه ښکیل اړخ دی، هغوی هم په سیمه کی علی الخصوص د افغانستان په برخه کی اقتصادی او انسانی تاوانونه ګاللی دی.

که تنها د امریکا د ګټو په هنداره کی هرڅه خلاصه سی نو دابه نړیواله انحصارګری تلقی سی او اروپایانو اوشرقی لویو قدرتو ته به د زغم وړ نه وی، دا ډول خپل سری کولای سی چی دننه په متحدینو که هم مسایل د نوی اختلافاتو لوری ته یوسی لکه څنګه چی اوس هم د افغانستان او پاکستان په برخه کی ځنی اختلافات د امریکا او انګلستان تر منځ مشاهده او محسوس سوی دی.

کوم فرصت چی د قطر په بهیر کی ترلاسه سوی دی د ښکیلو غاړو لپاره ډیر مناسب دی او باید اوسنی شرایطو ته په پام کی د منطقی او نړیوال امنیت لپاره اعظمی استفاده ځنی وکړل سی، که خدای ناخواسته دا فرصت هم د عظمت طلبی قربانی سی یقینا به د افغانستان او سیمی لپاره یو لوی ناورین را منځ ته کړی داسی ناورین چی د هغه بایلونکی به امریکا او افغانستان وی .

دا یقینی ده چی ځنی کړۍ او ځنی سیمه ایز هیوادونه به د روان کړکیچ څخه د امریکا د نه خلاصون په هیله، د سولی په بهیر کی د خنډ را منځ ته کولو هڅی وکړی خو د افغانانو لپاره د هیواد د بقا او استقلالیت مهم سوالونه موجود دی، ځیرکی او فعاله دیپلوماسی د خلاصون لاره ده، د ښه منجمنټ اصول د منازعاتو په برخه کی، راکړه او ورکړه ده څه به ترلاسه کوی او څه به ورکوی، کورکټ موقف او یو اړخیزه غوښتنی د کامیابی لاره نه بلکه د تباهی لاره ده. دا خبره امریکا ته د ابرومندانه خلاصون لاره هم ده.
 

امریکا هم دی نتیجی ته ورسیدل چی د افغانی انارشی حاکمیت او ولس تر منځ واټن دومره زیات دی چی موثریت یی د سولی په بهیر کی ممکن ندی همدا سبب دی چی د خبرو اترو د اساسی بهیر څخه لیری پاته سوی دی .

حاکمو کړیو د ټولو غربی امکاناتو په شتون کی ونه کولای سوای پرمخ ولاړ سی.

فساد، تربګنی او ملیتی عظمت طلبی، ایډه لوژیکی اختلافات ددولت په دستګاه کی هغه څه دی چی داخلی حاکمیت او نړیواله ټولنه دواړه یی د نابودی و کندی ته څیرمه کړیدی نه یوازی دولس قناعت او اتحاد ترلاسه نکړل سو بلکه د حاکمیت په دننه کی اختلافات او درزونه ورځ تربلی ډیریږی، پراخیږی او بربنډ کیږی ان تردی چی اوس یی نړی د تقابل په درشل کی واقع کړیده.

په افغانستان کی د جګړی دوام او د دولت بی کفایتی له یوه طرفه په تدریجی توګه د امریکایی او اروپایی ملتونو، نا رضایت د خپلو حکومتونو څخه را پارولی دی له بله طرفه د متحدینو تر منځ یی نظریاتی شک او تردید یا بی باوری را منځ ته کړی ده، سربیره پر دی مشکلاتو اوس دمتحدینو تر منځ د جګړی د دوام یا بس کیدو، دقواو دوتلو او اینده مرستو په هکله دریځونه د تفاوت تر پولی رسیدلی دی.

اروپایان د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرواترو بهیر په شک او بی باورۍ څاری، هغوی داسی انګیرنه لری چی لکه لس کاله چی د امریکا تر څنګ د افغانستان په جګړه کی دریدلی دی او لوړ اقتصاد یی مصرف کړیدی، باید د سولی په بهیر کی سربیره پر ونډه د هدفونو په لاس ته راوړلو کی هم سهم تر لاسه کړی .

حتی دا موضوع د ناټو شتون تر سوال لاندی راوستلای سی.

عبدالباری”عارض”

 
عبدالباری؛عارض؛

د اسلام اباد دری اړخیزه کنفرانس

د تاریخ په اوږدو کی کله هم افغانی حاکمیت د نن په اندازه په سیمه کی د ناتوانۍ او سپکاوی تر پولی نه ؤ رسیدلی ،که په اسلام اباد کی دری اړخیزه غونډی( افغانستان ،ایران او پاکستان) ته لنډه کتنه وسی نو به د یو څرګند حقیقت په توګه ومنل سی چی افغانی حاکمان نه یوازی دغونډی په بهیر کی په ډیر ضعیفه موقف کی واقع  وه  بلکه د هیواد پرستیژ ،ملی غرور او روښانه تاریخ د تحقیر او توهین سره مخ کړل سو.
 سربیره پردی چی جناب کرزی او ورسره هیت د خپلو غوښتنو په لاس ته راوړولو کی بریالی نسول او د عذر او زاریو کچکول په غاړه د سولی تحفه یی د سوال په ډول همسایګانو څخه غوښتل، د سیاسی ظرفیت د نه شتو سره هم لاس او ګریوان وه ،افغانی هیت دا حقیقت درک کړی و چی هیڅکله به هم  افغانی مخالفین ددوی پر غوښتنه غوږ ونه ګروی ، نو ځکه یی د خپل  کور سوله ، د پاکستان څخه غوښتل ، دهغه پاکستان څخه چی همیشه افغان واکمنانو په سپکو سپورو یاد کړی دی ، خو اوس د قطر خبرواترو دومره وارخطا کړیدی چی د دښمن څخه په خپل هیواد کی سوله  په سوغات کی غواړی ، هغوی هم چی د افغانی هیت دا ضعیفه او ناتوانه موقف درک کړ په ډیر جرات یی  د ټولو دیپلوماتیکو او میلمه پالنی اصولو پر خلاف د ریس جمهور خبری د خندا وړ وبللی او د توهین او تحقیر پر چوکۍ یی کښیناوه ،خو ده بیا هم د خپل صلاحیت او توان په نظر کی نیولو سره چپتیا غوره وګڼل تر څو د پاکستانی زمامدارانو د نور قهر او غضب سره مخ نسی.
 په دی ډول یی د افغانستان زورور تاریخ ، ملی ویاړونه ،همیشنی پرستیژ او افغانی  حیثیت  د خاورو سره خاوری کړ. زما په آند هیڅ داسی مثال به وجود ونلری چی سوله او امنیت په خواست تر لاسه سوۍ وی ، لاره خو دا وه چی کرزی باید د پاکستانه دا غوښتنه نه وای کړی بلکه باید د امریکا څخه یی تقاضا کړیوای چی پر پاکستان د فشار له طریقه هغه جبرا و دی کار ته اماده سوی وای ، او که امریکا ته پاکستانی حاکمیت نسبت افغانی حاکمیت ته د ولسی حمایت پر بنسټ ارجحیت درلود نو بیا پکار نه وه چی د رسوایی تر پولی و یوی خبری ته هغه هم مکررا د سوال کولو په چوکاټ کی کلک سی . دلته باید د هیواد ملی غرور ، ویاړونه او منافع هم په نظر کی نیول سوی وای ،په داسی حال کی چی د ولس او هیواد د استازیتوب ادعا هم موجوده وی.  
که څه هم جمهوری ریاست خپل دا سفر په تیرو لسو کلونو کی تر ټولو مهم او دلاس ته راوړونو ډک وباله ، شاید جناب جمهور ریس لاس ته راوړنه دا وبولی چی مولانا سمیع الحق د پاکستانی رهبری تر فشار لاندی دده  ملاقات و منۍ ،سربیره پر دی چی مولانا د کتنی په جریان کی هدایت امیزه ورته وویل چی افغان حاکمیت باید داسی ګامونه پورته کړی چی د طالبانو د اعتما سبب وګرځی ،ضمنی اشاره یی دطالبانو قوت او حقانیت ته هم کول .همدا ډول د مولانا فضل الرحمن د مرستیال ،قاضی حسین احمد ، نوازشریف او محمود خان سره کتنی دده لپاره لویه لاس ته راوړنه بلل کیږی ،که نه ده داسی ناتوانه روحیه درلودل چی فکر یی نه کاوه دا ډول لوی شخصیتونه دی ملاقات ورسره وکړی، ډیره هڅه یی وکړل چی د لوی ملاصاب دیو استازی سره که څه هم په ټیټه پایه وی د ملاقات افتخار ولری خو بریالی نه سو.
کرزی صاحب په اوله دحوت د یو ویډیوی کنفرانس په ترڅ کی و اوباما ته د خپل سفر د  رپوټ وړاندی کولو په ترڅ کی هڅه وکړل د دی سفر لاس ته راوړنی غټی وښیی ،او خپله سیاسی زوروزتیا په ګوته کړی اما افغان ولس او منطقی د ظاهری شواهدو پر بنسټ دا سفرد افغان حکومت لپاره  تر ټولو ناکامه او د تحقیر څخه ډک وارزاوه ،که څه هم اوسنۍ دیپلوماسی تر ډیره د استخباراتی کړونو تر اغیز لاندی راغلی ده نو ځکه تحلیل ،تفسیر او وړاند وینه هم خپل مشکلات لری. په هر صورت موږ هرڅه پر ظاهر قیاس کوؤ اوس راځو و هغه نیمګړتیاو ته چی په خاصه توګه دافغانی هیت د ناکامی سبب سول:  دری عمده فکتونه مو جود وه چی  کرزی د لویو مشکلاتو سره مخ سو.
۱ : داسی معلومیدل، لکه څنګه چی نړیوال دیپلوماتیک اصول  ایجابوی د سفر اجندا او محتویات مخکی له مخکی نه وه تنظیم سوی ،دا موضوع د افغانی حاکمیت دیپلو ماتیک ظرفیت تر سوال لاندی راوست .اما دایران او پاکستان تر منځ هرڅه تنظیم سوی بریښیدل ځکه صرفا تشریفاتی اصول د دوی د رهبرانو ترمنځ تر سره سول ، هغه هم د کامل تفاهم او صمیمیت په فضا کی. بل وارنټ چی د افغانی حاکمیت دیپلوماتیکه کمزوری یی په ګوته کړل داوه چی په مشترکه غونډه کی  سیاسی خونسردی له لاسه ورکړل سول او د سیاسی نزاکت د اصولو څخه تیری وسو، همدا سبب ؤ چی رضا ګیلانی د یو مدبر مشر په توګه مداخله وکړه ،کرزی ته یی دل اساینه ورکړل او غونډه یی په جلا جلا توګه تنظیم او اعلان کړه ، هدف هم دا ؤ چی که په جلا غونډه کی کرزی صاحب احساساتی هم سی ،عمومی کنفرانس به د دیپلوماتیک بهیر څخه نه خارجیږی.  
۲ :  د افغانی لوری هیت نامتجانس ؤ ځنی ددوی  دسولی غوښتونکی او د پاکستان سره د ښه مناسباتو هیله مند وه خو ځنی نور یی د پاکستان سره په دښمنه روحیه مشهور او ددی بهیر خلاف وه په دی ډول همږغی پکښی شتون نه درلود، چی دا دوه ګونی جوړښت د پاکستانی مقاماتو بی باوری را وپارول، نو ځکه یی د افغانی هیت غوښتنی بی ارزښته و ګڼلی ، ان تر دی چی رکیک کلمات استعمال سول د افغانستان وقار، حیثیت او ملی ویاړونو ته یی صدمه ورسول.
۳ : د ګډونوالو غوښتنی او اهداف په غونډه کی متفاوتی وي یعنی داسی مسایلو شتون نه درلود چی مشترکی ګټی تامین کړی یا هماهنګی پکښی ولیدل سی. مثلا ایران غوښتل له یوه طرفه د کنفرانس د تریبیون څخه د امریکا او غرب پر خلاف ګټه پورته کړی، اوله بله طرفه پاکستان د انرژی په ډاډ ګیرنه د امریکا پر خلاف و یو متحد موقف ته و هڅوی ، افغانستان غوښتل ټوله ددوی په غم شریک سی او په افغانستان کی د اوسنی حاکمیت د پایښت لپاره بډی راوغړی، هغه څه چی ګډونوالو دلچسپی ورسره نه درلودل، پاکستان غوښتل د اخرنۍ انزوا څخه د راتلو لپاره یووار بیا د مطبوعاتو پر ژبو د ژوندون هڅی وکړی او له بله طرفه د همیشنی سیاست پر بنسټ د خپل موقعیت څخه په استفاده هم د ایران سره سر وښوروی تر څو انرژی او نور امتیازات ترلاسه کړی او هم د افغان لوری د مرستی کولو په نامه غربی امتیازات ترلاسه کړی ، په مجموع کی هریوه ځانګړی اهداف تعقیبول.
زما په آند هغه څه چی د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوستانه فضا د رامنځ ته کیدو لوی عامل کیدای سی یو طرف هم پر ژبه نه راوړی، هغه داچی په افغانستان کی د حاکمیت څخه، د پاکستان دښمنه کړیو او افرادو لیری کول ،او په عوض کی د بیطرفه ،فعاله ،باظرفیته او تحصیل یافته کسانو منځ ته راتلل. پاکستان داسی انګیری چی هیڅ هیواد په خپل بغل کی دښمن حاکمیت نسی زغملای او نه هم د اعتماد د رامنځ ته کیدولو ټکل کیدای سی   په خاصه توګه د ایران اوهند نفوذ په افغانی حاکمیت کی ، له بله طرفه دا هم یو څرګند حقیقت دی چی افغانی واکمنان او نشرات شپه او ورځ په پاکستان ضد تبلیغاتو لګیا دی نو بیا څنګه طمع کیدای سی چی پاکستان دی په کابل کی د سولی د راتګ سره مرسته وکړی. ایا داسی موضع ګیری رشتیا هم د خندا وړ نه ده؟ ایا افغانستان د اشخاصو دداسی کمښت سره مخ دی چی نسی کولای د سالم حکومت او باظرفیته دیپلوماسی جوګه سی؟ اوکه د حاکمیت ټیکه او قرارداد سرته ندی رسیدلۍ؟ انحصار دقدرت، داخلی او بهرنۍ لوی ستونځی را ولاړه کړیدی،د کفایت او دارایت نه شتون، انارشیزم، دقانون نه حاکمیت،ژبنی،ملیتی او سمتی تبعیضونه په اداره  کی ، د سولی دلاری مخ ډپ کړیدی.
په دری اړخیزه کنفرانس کی دافغانی هیت د کمزری مهم عامل دا هم ؤ چی په افغانستان کی دننه د حاکمیت پښی لړزانه سوی ،دقدرت ستونونه یی شوړیدلی او دوام یی د شک ترپولی رسیدلۍ دۍ په داسی حال کی چی د کنفرانس ګډونوالو ددی مطلب پوره اګاهی هم درلودل نو ځکه یی په یو قوی موقف کی  د ګډون امکانات محدود سوی وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x