افغانستان

کابل: شپږمه حوزه کې چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): څو شېبې وړاندې د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د پولیسو په یو موټر چاودنه وشوه.

د عیني شاهدانو له قوله دغه موټر چې د یادې حوزې د پولیسو اړوند و د دارالامان پر سړک بشپړ له منځه تللی او پکې سپاره کسان وژل شوي دي.

طالب ویاند ذبیح اله مجاهد د برید مسوولیت منلی او ويلي يې دي چې دغه چاودنه دوی په «تکتیکي» ډول کړې ده.

مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په چاودنه کې د پولیسو موټر او پکې سپاره پولیس ټول منځه وړي.

یاده دې وي دوه ورځې وړاندې هم د شپږمې حوزې اړوند په همدې سیمه کې د څارنوالانو د لېږد موټر د سرتېري بریدګر هدف وګرځيد، چې د طالبانو د خبرپاڼې له قوله پکې ۱۸ څارنوالان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.

تر هغه وړاندې هم په یاده سیمه کې د څارنوالانو د لېږد پر بل موټر سرتيري برید نږدې ۲۰ تنه څارنوالان ووژل او همدومره نور يې ټپیان کړل.

دولتي امنیتي مسوولینو د دې چاودنې په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

د کابل ښاریانو په نظر د کورنیو چارو د نوي وزیر په ټاکل کېدو سره د کابل امنیتي وضعیت مخ پر ځوړ روان دی، چې نه یوازې امنیتي پېښې پکې ډېرې شوې دي، بلکې هر ورځ د ګڼو جنايي پېښو شاهدان هم دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x