نړۍ

کراچۍ کې د اغاخانيانو پر بس د ډزو له امله يو څلوېښت کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي۲۳مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د مساپرو پر بس د ډزو له امله يو څلوېښت تنه وژل شوي او شل نور ټپيان دي.

دا پېښه نن نهه نيمې بجې د کراچۍ ښار صفورا څلور لارې کې، هغه مهال رامنځته شوه، چې پر موټر سایکل سپرو وسله والو د سپارليو پر موټر ناتاره ډزې وکړې.

مرستندويه ادارې او د کراچۍ پوليس وايي، چې پېښه کې تر اوسه يو څلوېښت تنه وژل شوي، چې ۲۵ يې سړي او شپاړس نور يې ښځې دي.

د بي بي سي خبريال طاهر خان په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې وژل شوي، کسان د اغاخان ډلې اسماعلي فرقې خلک وو او غوښتل يې، چې د کراچۍ الاظهر ګارډن څخه عايشه منزل ته د اغاخانيانو يو مرکز ته ولاړ شي.
په بس کې شاوخوا شپېته کسان سپاره وو، چې يو څلوېښت يې وژل شوي او پاتې نور يې ټپيان دي.

ويل کيږي، چې ټپيان د کراچۍ لوی دولتي روغتون ته لېږدول شوي او د ګڼو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د کراچۍ ملېر سيمې د پوليسو افسر وايي، چې بريدګر په موټر سايکل سپاره وو، چې لومړی يې پر چلوونکي ډزې وکړې، نوموړی يې وواژه او له هغې وروسته بس ته ننوتل او پر سپارليو يې ناتاره ډزې پيل کړې.

امنيتي چارواکي وايي، چې بريدګر په تېښته بريالي شوي، مګر دوی سيمه کلابنده کړې او د بريدګرو لټون يې پيل کړی دی.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x