افغانستان

د هلمند ولايت پر ودانۍ ډله ييز بريدونه روان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي۲۳مه ۱۳۹۴ل): د هلمند ولايت ودانۍ ته په سپکو او درنو وسلو سمبال وسله وال ننوتي دي او جګړه يې پيل کړې ده.

په دغه بريد کې چې نږدې پنځه ساعته يې دوام وکړ، وسله والو طالبانو د ۳۰ تنو د مرګ ـ ژوبلې خبر ورکړی دی.

طالبانو پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې بريدګر عبدالجبامعراج او محمد نبي مقدس د دوی ملګري وو چې د ولایت په مقام کې يې د چارواکو پر جلسه بريد وکړ.

د دوی په خبره هره چهارشنبه په کېدونکې جلسه کې د دولت د لوړپوړو چارواکو له لوري د ولس ځورونې او لوټ لپاره نوي – نوي پلانونو طرح کېږي، چې دا ځل د دوی بريد ته برابر شول.

خبرپاڼه کاږي: «دا اتلوال بریدچې پوره پنځه ساعتونه یې دوام وکړ دکره معلوماتوله مخې پکې ۳۰ تنه لوړرتبه افسرانو اوګوډاګیانوته مرګ ژوبله اوښتي چې په وژل شویو کې دهمدي ولایت داربکیانو عمومي قوماندان ګلاب ایوبي دملي امنیت دمطبوعاتو مشر حاجي عبدالرحیم دحج او عمرې مدیر نثار خان او داوقافو درئیس زوی حاجي عبیدالله چي ددفتريومهم مامور وو هم شامل دي.»

دولتي مسوولينو د قومندانانو وژل منلي دي، خو د تلفاتو د کره شمېر په اړه يې څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x