افغانستان

غزنی: کلیوالو له خپلې سیمې اربکيان وشړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د غزني د اب بند ولسوالي د رنده خېلو د کلي اوسېدونکو پخپل کلي کې د اربکيانو پوسته چور او هغوی يې له سیمې وشړل.

د رنده خېلو کلي اوسېدونکو وروسته له هغه دغه اقدام وکړ، چې د دې پوستې قومندان ته يې څو ځلې د اربکیانو له بد اخلاقۍ او ولس ځورونې شکایتونه وکړل خو نوموړی يې پر وړاندې بې پروا و.

د رنده خېلو یو تن قومي مشر حاجي لعل محمد وايي چې اربکيانو د دوی ځوانان په مخدره توکو روږدول، په کلي کې يې بې لاري خپروله او ماشومان په فحش فلمونو عادت کړي و.

نوموړي زموږ سیمه ییز همکار ته وویل: «لس واره اینجنر لطف الله ته ورغلو، چې موږ دا خلک نه غواړو، خو هغه به په ریشخند راته ویل چې دا درسره جوړېږي، اخر مو پخپله پرون په مسجد کې غږ وکړ، ماښام مو يې پوسته له بېخه ور وویسته.»

د حاجي لعل محمد په قول د دوی ښځمنو د کلي په غم – ښادۍ کې د اربکيانو له وېرې ګډون نه شوای کولی او ګڼې ستونزې ورته جوړې کړې وي.

د رنده خېلو اوسېدونکي وايي چې په دې پوسته کې نږدې ۱۵ تنه اربکيان مېشت و، چې تېره شپه دوی پرې حمله وکړه اربکيان يې له سیمې وشړل او په پوسته کې ځينې پاتې شوني کلیوالو وړي دي.

د دوی په خبره که ولس په ټولیز ډول یو اقدام وکړي، هیڅوک يې هم مخه نشي نیولی، د رنده خېلو یو دوکاندار وايي چې که دوی تر دې وړاندې داسې اقدام کړی وای، لا وړاندې به له اربکیانو بې غمه شوي وو.

هغه وايي چې اربکیانو په تېر یوه کال کې ترې د اتیا زره کلدارو سودا وړې ده، خو پیسې به يې نه ورکولې.

یاده دې وي د غزني په اب بند کې وروسته له هغه هم د اربکیانو پر وړاندې کرکه اوج ته ورسېده، چې د اندړو ولسوالي امنیه قومندان لطف الله کامران او ورسره اربکیانو په هغو کلیو د سردې بند اوبه بندې کړې، چې یا پکې طالبان مېشت و یا يې ورسره خواخوږي لیدله.

وړاندې تر دې د غزنې د اندړو د اربکیانو په اړه داسې راپورونه ورکړل شول، چې ټول اربکیان وسلې اېښودلو ته تیار دي، خو د ولس له غچه وېرېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x