نظــر

ترکاڼي د بیزو کار نه دی

عبدالباری عارض

په ځینو مواردو کې چې نړیوال دریځونه د افغانستان په هکله مطرح وي بهتره ده هغه کسان تلویزیونی او رادیووی تبصرو کې ونډه واخلی چې لمړی د نړیوالو سیاسی پرنسیبونو او اصولو سره اشنا وي تر څو د صحبت په جریان کې د کلمو او جملو نوع د مطلب په هکله و ټاکلای شي دوهم لکه څنګه چې د هیوادونو سره د اړیکو کچه متفاوته وي لهذا طرز د تفاهم او نوع د برخورد هم متفاوت کېږي مثلا نسی کیدای افغانستان ته د یو لیری غریب او وروسته پاتی افریقایی هیواد سره اړیکی د امریکا د اړیکو سره یو ډول پرتله کړو نو ځکه د هیوادونو د مشرانو سره د ملاقاتونو په وخت کې تبصری متفاوتی کېږي د کومو هیوادونو سره چې اړیکی خپل حساس پړاو کې وي باید تخریش امیزه، زننده او سپکی جملی او کلمات استعمال نسی چې د کار بهیر ته تاوان وانه ړوی او یا ولسی افکار مشوش نکړی.

په دې ورځو کې هرڅوک د بیان د ازادۍ څخه په استفاده د صلحی په هکله او د پاکستانی زمامدارانو د سفرونو په باب ګډوډ نظریات وړاندی کوی. که سیاسی ځواکمنو ګوندونو خاصه نظریه د اعلامیی په ترڅ کې ویلای نو ولس او دولت ته د غور وړ وه دا ځکه چې ګوندونه پس له ډیر غور او څیړنی نظر خپوری خو اوس په انفرادی ډول یو مخ د حساسیته ډک داسی نظریات خپریږی چې هم د دیپلوماتیکو اصولو خلاف او هم بیله منطقی استدلال څخه سترګی پټی یو مخ سوله غندی هم د قطر خبری اتری ردوی او هم هر ډول کتنه د پاکستانی زمامدارانو سره دوکه بولی . لږ تر لږه باید هرڅوک پوه وي چې کوم هیوادونه چې سفارتونه یو له بله سره لری نو مکلف په ځینو خاصو معیارونو وي د دی معیارونو په ترڅ کې حکومت اصولا هڅه کوی تر کومه ځایه چې وکولای شي ګټه پورته کړی. د افغانستان موضوع یوازی په هیواد دننه مربوط قضیه نده بلکه ډیر لیری او نیژدی استخبارات او دیپلوماسی پکښی ښکیل دی موږ باید حقیقت ته رجوع وکړو په یو لسیزه کې د ناټو او امریکا د سل زرو پوځیانو په شتون او د اخری جګړه ایزه تکنالوژی په کارولو نه طالب ورک سو او نه جنګ خلاص سو حتی ورځ تر بلی د جګړی لمنه پراخه سوه نو ایا افغانستان پداسی حال کې چې د جګړی پیټی یوازی ورپه غاړه دۍ غیر له خبرو ، ملاقاتونو او منسجمی دیپلوماسۍ کارولو بل څه کولای سی؟

دی خوا ځنی کسان د قانون او ولس په وړاندی د خپلو کړنو څخه دومره ویره لری چې بیله تحلیل او تفسیر څخه فقط د سولی د نوم سره حساسیت ښیی او حتی د سولی خبری د ځان په وړاندی د مرګ او ژوند فیصله بولی نو ایا د هر ډول خبرو او سولی سره مخالفت کولای شي هیواد و اوسنی جګړه ایز حالت څخه وژغوری ؟ مهمه خو دا چې ځنی مطبوعاتی کسان هم د تیروپیړیو د انسانانو په ډول په نهایت اقتصادی کمزوری او ولسی لوږه کې د لویو هیوادونو په وړاندی داسی مطالب خپروی چې ګواکی افغانستان یو ځواکمن هیواد وي او د هیڅ چا پروا نلری او هیڅ ګاونډی ته اړتیا نلری او په یوازی کولای شي هم جګړو ته د پای ټکۍ کښیږدی او هم اقتصادی بساینه را منځ ته کړی. اهمه خبره داده چې دولتی چارواکی هم د سولی او خبرو اترو او پاکستانی زمامدارانو سره ملاقاتونه نسی زغملای له همدی ځایه ښکاری چې دولت هغه مرکب معجون دۍ چې د مختلفو ایډه لوژیو او مختلفو معیارونو افراد پکښی راټول سویدی حتی ځنی یی د بهرنی استخباراتو سره په تړاو تورن دی نو ځکه طبیعتا نسی کولای پر یوه لاره سره ولاړ شي او نه هم ټولو ته د هیواد او خلګو ګټی اهمیت لری. په یو دولت کې چې والی د یو ولایت د ټول شمال په استازیتوب منتخب ولسمشر ته ګوت څنډنه کوی د هغه دولت د بری امکان به شتون ولری؟ مطلب می دادۍ تر هغه چې زورواکان د ولسونو او هیواد پر سرنوشت حاکم وي هیڅکله به دا هیواد ښه ورځ و نه وینی او هیڅکله به سالم اقتصاد وده وکړی ځکه تجاوز، غصب ، فساد او نور به د پخوا په شان دوام ومومی.

راسۍ چې نور هرڅه د شک او تردید د کړکۍ څخه و نګورو، راځۍ چې د عقده مندانه دریځ څخه تیر سو او ولسی ګټو ته ارجحیت ورکړو،راځۍ چې بشری حقوقو ته درناوی وکړو او د علم او انسانیت په محدوده کې ژوند پیل کړو راسۍ چې یو ځل بیا په پاک زړه پاکستانی زمامدارانو ته د سولی لپاره هرکلی ووایو راځۍ چې د ډاکتر غنی د بهرنی سیاست چې په پنځو حلقو کې یی ترسیم کړیدۍ ملاتړ وکړو او د سولی د لاسته راوړولو لپاره د حکومت د هڅو او سیاست ملاتړ وکړو هغه چې د هند ، ایران او پاکستان په وړاندی یی طرح کړیدۍ ، هیله می داده چې هر بی خبره ځان دیپلومات و نه ګڼی او د رسنیو له لاره پر هغه مهمو سیاستونو چې د دولت لخوا طرح کېږي د بی ځایه نیوکو څخه ډډه وکړی. جلا د هغو خلګو څخه چې یا په بهرنیو استخباراتی کړیو تړلی او یا د کړی جرایمو له کبله د حکومت د سولی له هڅو سره مخالفت کوی یو تعداد نور داسی روشنفکر ډوله بی خبران د ازادی رادیو او کورنی تلویزنو له لاری هڅه کوی ځانونه د سیاسی او دیپلوماتیکو مخزنونو متصدیان وښیی داسی نظریات وړاندی کوی چې په ولس کې شک او تردید ایجادوی او یا لااقل د سولی د بهیر د انحلال لپاره کار وکړی دا کسان که په نامعلومو بهرنیو او کورنیو کړیو تړاو هم ولری باید پوه شي د د لوی هوډ په وړاندی به هیڅکله خنډ و نګرځی او په نهایت کې به ولس ددوی څیری رسوا سی.

خلاصه د پاکستانی زمامدارانو اوسنی سفر ته باید د ډاکتر غنی د نوی سیاست د پایلو په سترګه و کتل شي او هرکلی یی وسی هیڅ وخت د نن په اندازه د سولی امکانات ډیر سوی نه وه له کوچنی ترین امکان څخه باید د سولی او اقتصادی بسیاینی په هیله ګټه پورته شي ، شرایطو ته په کتو داسی بریښی چې پاکستان تر بل هر وخت اوس د تروریزم څخه زیانمن دۍ نو ځکه د افغانستان سره و تفاهم او سولی ته یی اړتیا ډیره سوی ده . دا هم د درک وړ ده چې خاماخا ځنی جرمی عناصر د ځان د ساتنی او بقا په منظور د سولی او او افغان پاک دوستی مخالفت کوی خو دا کسان د ولسی عزم په وړاندی په ګونډو کیدونکی او د تاریخ زباله دانۍ ته د سپارل کیدو په درشل کې دی. اما دا خبره هم اړینه ده چې ارګ په دولتی چوکاټ کې د جګپوړو چارواکو په تغیر او تعین څومره چې ژر امکان ولری لاس پوری کړی توڅو له یوی خوا د حکومت د بی عزتۍ مخه ونیول شي او له بله اړخه و حکومتی پرستیژ ته د تاوان اړولو مخه ډپ شي او بلی خوا د سولی او خبرو کړنلاره په دقت او خلاص لاس مخ ته یووړل سی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

عارض صیب له سلام وروسته

په عرض رسوم چې ستاسو د لیکنې سرلیک تر ډېره په ولسمشر باندې تطبیقیژي.

یاده دې وي چې کرزی بهترین ترکآن وو خو مجبوریت یې دا وه چې د افغانانو د دښمنانو په فرمایش یې تیشه په خپله ریشه وهله.

د مفکر صیب لکئ خو د هغه له انتخاب (تحمیل) را پدېخوا هره ورځ په ترکاڼی کې ګیر وي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x